په نړیوال سیاست کې د باور ساتل د هر هیواد لپاره حیاتي ارزښت لري، خو امریکا په وروستیو کلونو کې د داسې سیاستونو لار نیولې چې نه یوازې یې متحدین کم کړي، بلکې د نړۍ پر وړاندې یې حیثیت هم زیانمن شوی دی. واشنګټن د خپلو ژمنو په ماتولو، د سیاسي او نظامي لوبو له لارې د نورو هیوادونو استثمار، او د خپلو ګټو لپاره د هېوادونو قرباني کولو ته دوام ورکړی، چې دا هر څه اوس د دې لامل شوي چې نړۍ نور امریکا ته د یو باوري قدرت په سترګه ونه ګوري.
امریکا په افغانستان کې له خونړیو جګړو او ناڅاپي پرېښودو نیولې، تر منځني ختیځ، اروپا او آسیا پورې، د خپلو متحدینو او شریکانو پر وړاندې ناځواني کړې ده. دا هیواد د خپلو اهدافو لپاره د نورو ملتونو له احساساتو ګټه اخلي، ژمنې ورکوي، خو د اړتیا پر وخت دوی یوازې پرېږدي. د فلسطین د بحران پر مهال یې بشري حقونه او دیموکراسي شاته وغورځوله، د اسراییلو ملاتړ ته یې دوام ورکړ، او د نړۍ اعتراضونو ته یې هیڅ ارزښت ورنه کړ.
اوکراین، چې د امریکا د سیاستونو یوه بله قرباني ده، د جګړې په لومړیو کې د لویدیځ پراخ ملاتړ ته هیله من و، خو د جګړې دوام سره معلومه شوه چې امریکا یوازې د خپلو اهدافو لپاره دا شخړه توده ساتلې وه. واشنګټن له اوکراین څخه د روسیې پر ضد د فشار د وسیلې په توګه کار واخیست، خو کله چې یې د جګړې د اوږدېدو اقتصادي او سیاسي زیانونه ولیدل، نو له اوکراین څخه یې ملاتړ کم کړ. دا نه یوازې د کییف لپاره یوه ستر ضربه وه، بلکې د امریکا د نړیوال اعتبار لپاره هم یو بل ټکان و.
په آسیا کې، پاکستان چې اوږد مهاله د امریکا ملګری و، اوس د چین او روسیې خوا ته متمایل دی. همدا شان، عربي هیوادونه چې پخوا یې د واشنګټن ملاتړ ته سترګې نیولې وې، اوس د امریکا له سیاسي ناورین څخه ځان خلاصوي او د چین، روسیې، او نورو نویو اقتصادي قدرتونو سره اړیکې پراخوي. اروپا، چې تر دې وړاندې یې د واشنګټن پر سیاستونو سترګې پټې کړې وې، اوس هڅه کوي له امریکا خپل اقتصادي او امنیتي استقلال وساتي.
د امریکا اقتصادي تحریمونه، چې پخوا د واشنګټن د سیاست مهمه وسیله وه، اوس خپل تاثیر له لاسه ورکوي. د نړۍ اقتصادي نظام اوس د امریکا پر محور نه څرخي، او دا ثابته شوې چې د بریکس اقتصادي بلاک، د دالر پر ضد نوي بدیلونه، او د چین، روسیې، او نورو هیوادونو پرمختګ به د امریکا سلطه محدوده کړي.
واشنګټن، چې ځان د نړۍ ستر قدرت ګڼي، اوس د یوازیتوب پر لور روان دی. د نړۍ ډیری هیوادونه اوس دا درک کوي چې امریکا یو غیرمطمئن شریک دی، د خپلو ګټو لپاره هر وخت خپل دریځ بدلوي، او پر خپلو ژمنو نه ولاړ پاتې کېږي. که دا سیاستونه همداسې دوام وکړي، نو دا به یوازې د امریکا سیاسي نفوذ ته زیان ورسوي، بلکې ممکن دا هیواد د نړیوال نظام له مرکزي رول څخه هم بې برخې کړي.