هند په نړۍ کې د ولسواکۍ ستر تمثیل دی. نږدې ۹۰۰ میلیونه خلک رایې پکې ورکوي او دوی پخپله خوښه یو کس واک ته رسوي. دا ځل بیا هم میلیونونو کسانو رایه ورکړه او د مودي په مشرۍ حاکم ګوند یې واک ته ورساوه.
بیا هم له کلونو وروسته دویم ځل دی، چې د هند په پارلماني ټاکنو کې یو ګوند په غوڅ اکثریت ټاکنې ګټي او په یوازې ځان حکومت جوړوي. دا ځل د مودي ګوند په هند کې واکمن و، خلک باوري وو، چې هغه به ډېرې رایې خپلې نه کړي، خو د مودي ګوند بیا هم د ټاکنو ګټونکی شو. د ټاکنو د پایلو له اعلان وروسته نریندا مودي د خپلو خبرو پر مهال وویل: «د خپلو هېوادوالو ټولې هیلې به ورپوره کړم او یوویشتمه پېړۍ به د هند پېړۍ وي. ټول هند ته خدمت کوو، هند به د سیالانو سیال کړم، له خپلو شته امکاناتو به په استفادې، هندیانو ته د سوکاله او ښکلي ژوند زمینه برابره کړم، د هند دښمنان به د هند دوستۍ ته اړ کړم او دوستان به یې نور هم له هند سره نېږدې او نېږدې کړم».
د چایو پلورونکي زوی، چې اوس د خپل عمر ۶۹ کلنۍ ته رسېدلی دی او له جنجاله ډک (ماضي) لري، خپلو پلویانو ته په لومړنۍ وینا کې وویل: «د ټولو هندوانو لپاره به کار کوم» .
۶۹ کلن نریندا مودي د ۱۹۵۰ زیږدیز کال د سپټمبر په ۱۷مه په ګجرات کې زیږېدلی دی. نوموړي همدلته ښوونځی لوستی او له هغه وروسته یې د ګجرات له پوهنتون څخه په سیاسي علومو کې ماسټري اخیستې ده. هغه د ښوونځي په وخت کې هڅاند او تکړه ځوانکی و. د خپلو ملګرو په منځ کې په رسا او فصیحه ژبه مشهور و، د ښوونځي په وخت کې یې ډېره هڅه کوله چې ځان یوه ځای ته ورسوي. هغه به په ډېرو مناظرو کې برخه اخیسته، د ښوونځیو تر منځ به چې ډېبټونه پيل شول، مودي به په خبرو کې لومړی مقام ګاټه. د ښوونځي پر وخت یې له دغو ډېبېټونو ډېر مډالونه اخیستي دي. کله چې مودي له ښوونځي فارغ شو، نو هڅه یې وکړه چې د هند ډېری سیمو ته سفرونه وکړي. پوره دوه کاله د هند په ګوټ ګوټ کې وګرځېد. له دې وروسته مودي د احمداباد د موټرو په تمځای کې د چایو په پلورلو ژوند تېراوه او دا کسب ورته له پلاره په ميراث پاتې شوی و. مودي به له سهاره تر ماښامه له خپل مشر ورور سره په همدې تمځای کې چای پلوره او د ژوند روزګاري بسیا به یې کوله.
مودي ته نږدې کسان وایي چې همدا سختې شپې ورځې د دې لامل شوې، چې نریندا مودي په هندي سیاست کې د یو ستر کس په څېر را څرګند شي. هغه د ژوند ډېرې سختۍ ولیدې، مبارزه یې وکړه، سیاسي علوم یې ولوستل، ماسټر شو؛ خو دا چې هلته ورسره داسې څوک نه وو چې مالي ملاتړ یې وکړي، نو د چای پلورلو له لارې یې ژوند کاوه. د مودي مخالف کسان وایي چې نوموړی د هندي وګړو له ټیټ پاړکي سره تړاو لري. مودي دا خبره مني او زیاتوي چې له ټیټ پاړکي سره تړاو لرل کوم جرم نه دی. د هغه په خبره، که تاسې له شتمن مور او پلاره پیدا شوي یاستی، نو باید چې په لوړو ځایونو او پوستونو کې کار وکړی، خو که تاسې له یوه بې وسه مور او پلاره پیدا شوي یاستی، بیا مو په یوه داسې ټولنه کې ځان یوه مقام ته رسولی چې هلته پیسه اول خبره کوي، نو پوه شی چې تاسې د نه باور وړ وړتیاوې لری. د هند د ۲۰۱۴ کال په ټاکنو کې یوه بله مهمه موضوع را توده شوه؛ له ډېرې مودې راهیسې په هندوستان کي د مودي د کورني ژوند په اړه خلک نا خبره وو، د دغه کال د ټولټاکنو په درشل کې مودي د خپلې مېرمنې په اړه خبرې وکړې او دا یې ومنله چې نوموړی ښځه لري. داسې ویل کېږي چې کورناستې ښوونکې جوشدبن، مودي ته په کوچنیتوب کې په زور واده شوې وه، چې له همدې امله یې کورنی ژوند تریخ و. د خپل واده په سبا له خپل کور څخه وتلی و او نږدې دېرش کاله یې له کوره بهر ژوند کړی دی. د مودي د بریا یو راز دا دی چې ستونزو نه دی مات کړی.
مودي د نویمو کلونو په وروستیو کې د ښي اړخي هندو پلوه ګوند (BJP) ویاند و. نوموړی همدا مهال امریکا ته د عامه اړیکو په برخه کې د چټکو زده کړو لپاره تللی و. نوموړی پر دې سربېره، د انځورونو په سمون او مدیریت کې هم پوره وړتیا لري. همدې زده کړو له نوموړي سره په خپل سیاسي ژوند کې د تبلیغاتو په برخه کې ډېره مرسته کړې ده. د مودي په شخصیت کې د مشرۍ ځواک او ځانګړتیاوې د نوموړي له کوچنیتوب څخه څرګندې وې؛ هغه د خپلو لوړو زده کړو پر مهال د ټول هندوستان د زده کوونکو د ټولنې (ASC) مشر و. مودي د سیاست نړۍ ته په ۱۹۷۸ ز کال کې ننوت او په همدې مهال یې د (BJP) ګوند کې غړیتوب تر لاسه کړ او د یو کال په اوږدو کې یې ځان د همدي ګوند، د ګجرات په څانګه کې د عمومي ریاست تر څوکۍ ورساوه. په ۱۹۹۵ ز کال کې نوموړی د هند په پنځو سترو ښارونو کې د همدي ګوند د مشر په توګه وټاکل شو.
د وژنو تورونه:
په ۲۰۰۲ ز کال کې د بنسټپال هندي ګوند له لوري د ځمکې په سر ناندرۍ راپورته شوې، د همدغه ګوند ځینو کسانو پتېیلې وه، چې د مسلمانانو تر ولکې لاندې سیمه کې د هندوانو لپاره معبد ورغوي. په دې موخه د BJP ګوند سیمې ته د اخطار ورکولو په موخه ستر لاریون برابر کړ، د دغه لاریون موخه دا وه چې د هند مرکزي حکومت وګواښي څو یاده سیمه د مسلمانانو له ولکې وباسي. هندوان داسې انګېري چې په اوولسمه پېړۍ کې د مغلو پاچا بابر د هندوانو د زیارت پر ځای مسجد رغولی و. د دې سیمې د برخلیک په اړه اوس هم د هند په ستره محکمه کې له کړکېچه ډکه دوسیه همداسې پرته ده .
د بشر د حقوقو سازمان په نوموړي تور لګولی، چې نوموړی په ګجرات کې د ۲۰۰۲ ز کال په فبرورۍ کې د مسلمانانو په وژلو کې لاس لري. داسې ویل کیږي چې مودي په همدې سیمه کې د خلکو د میلیونونو ډالرو په ارزښت شتمنۍ او کورونه له منځه وړي دي. پر دې سربېره یې د همدې سیمې لږکي بې کوره کړي دي. مګر مودي دا هرڅه له پامه وغورځول او په همدې کال کې یې په ګجرات کې یو لړ لاریونونه تنظیم کړل. د همدې تورونو له امله متحده ایالاتو مودي ته په ۲۰۰۵ ز کال د ویزې له ورکولو ډډه وکړه. انګلستان هم وویل چې مودي ښه شخصیت نه لري او هېواد ته یې پر ورتګ بندیز ولګاوه.
مودي له افغانستان سره ښې اړیکې لري. هغه کوښښ کوي چې هېواد یې د سیمه ییز رقابت لپاره او همدا راز د هند د سوداګرۍ د ودې لپاره تر څنګ یو پیاوړی افغانستان ولري.
د پاکستان اندېښنې:
په پاکستان کې سیاسي کړیو داسې انګېرله، که مودي واک ته ورسېږي، نو ښایي چې له پاکستان سره د کشمیر مسئله بیا له سره راپورته کړي. د مودي ګوند د کشمیر په اړه خورا سخت دریځ لري؛ کله چې پاکستان د لومړي ځل لپاره د اټومي وسلې ازموینه وکړه، نو په اړه یې د مودي د ګوند غبرګون خورا توند و او ګواښ یې کړی و چې کشمیر به د هند د یو خپلواک ایالت په څېر جوړ کړي. په ۲۰۰۶ ز کال کې مودي په پخواني لومړي وزیر من موهن سنګ باندې له دې امله نیوکې وکړې، چې د تروریزم له ملاتړو او بنسټپالو سره غوڅ چلند نه کوي. نوموړي له من موهن سنګ څخه غوښتي وو، چې د تروریزم په اړوند په اساسي قانون کې د پام وړ تعدیلات راولي او همدا راز د ممبیي د پېښو په اړه رښتیني ګامونه پورته کړي. مودي د ټاکنیز کمپاین پر وخت هم په یوه مرکه کې ویلي وو، چې له پاکستان سره د اړیکو د رغولو په موخه باید پاکستان تر هر څه د مخه د هند پر ضد په پاکستان کې د تروریزم ځالې او ګروپونه له منځه یوسي. د مودي دا ډول خبرو داسې انګېزې راپارولې چې د هند او پاکستان تر منځ د سولې امکان له ګواښ سره مخ کېدونکی دی. ځینې شنونکي وایي چې په هند او پاکستان کې مذهبي توندلاریتوب مخ په زیاتیدو دی، یوه بله ډله لیبرال سیاستوال وایي چې د مودي واک ته رسیدل به د دې لامل شي، چې په ټوله سویلي اسیا کې د ښي اړخه ګوندونو سیاست پراخ شي.
په لومړي سر کې د مودي او امریکا تر منځ اړیکې ښې نه وې، خو وروسته مودي پر دې بریالی شو چې د خپل هېواد د پرمختګ لپاره له امریکا سره اړیکې ښې کړي. دمګړۍ هغه له امریکا سره ښې اړیکې لري او آن تر ډېره پر دې بریالی شوی چې د پاکستان په اړه د امریکا نظر هم بدل کړي. هغه امریکا ته په خپل سفر کې وویل، چې پاکستان په سیمه کې د ترهګرۍ ملاتړی دی او ښه به وي چې د ترهګرو د ملاتړو هېوادونو په ډله کې وشمېرل شي.
مودي د دویم ځل لپاره تېره اونۍ د هند په پارلمان کې اکثریت څوکۍ وګټلې. د هغه د تېرې واکمنۍ پر مهال هند له پاکستان سره سخت په کشمکشونو کې ګیر و. په خپلو نوو انتخاباتي شعارونو کې یې د پاکستان د ګوښه کولو او لا ځپلو شعارونه هم ورکول. نوموړي ته د پاکستان لومړي وزیر هم د بریا مبارکي ویلې ده. پخواني ولسمشر حامد کرزي او اوسني ولسمشر اشرف غني هم مودي ته مبارکي ورکړې ده او د بریا هیله یې ورته کړې ده.