څلوېښت کاله وړاندې د غبرګولي څلورویشتمه وه، چې د پروان ولایت چاریکارو مرکز روغتون ته یو ټپي ور وړل شو. لږ وخت نه و تېر چې له روغتون څخه د باندې په سلګونو کسان ټول شوي وو، چا دعاوې کولې او چا ژړل چې نه شي د مړینې خبر یې واوري. د ټپي د وینې بهېدو مخه ونه نیول شوه او بد خبر انګازې وکړې. احمدظاهر مړ شو. د غبرګولي په ۲۴مه یې د مړینې ۴۰ کاله پوره کېږي، خو اوس لا هم د احمدظاهر په اړه په ساعتونو خلک خبرې کوې او د نوموړي په اړه د لا ډېر پوهېدو هڅه کوي.
احمدظاهر د افغانستان يو نامتو سندرغاړی، سندرې جوړوونکی، کمپوزر او پېژندلی هنرمند دی. نوموړی د افغان موسيقۍ يو داسې ځلانده ستوری دی، چې د نوموړي له مړينې نیمه پېړۍ وروسته لا هم د هغه د سندرو او هنر مينه وال په افغانستان، ايران، تاجکستان او پاکستان کې شته او د همدغه شهرت او نوم له کبله په افغاني موسيقۍ کې يو سمبوليک شخصيت او د يو ځانگړي ځای خاوند گڼل کېږي. کله نا کله احمدظاهر ته د دري موسيقۍ د پاچا لقب هم کارېدلی دی. د ډېرو خلکو په اند، د احمدظاهر او اېلوېس پرېسلي (Elvis Presley) د موسيقۍ او ډول تر مینځ ورته والی او شباهت ليدل کېږي او له همدې سببه د ځينو په اند، د افغان اېلوېس پرېسلي نوم هم ورته کارېدلی دی. احمدظاهر له غربي موسيقۍ څخه ډېر کمپوزونه کاپي کړي او فارسي ژبې کې ېې عملي کړي دي.
احمدظاهر د ډاکټر عبدالظاهر زوی او په ۱۳۲۴ لمریز کال کې د کابل په نوي ښار کې زیږېدلی دی. نوموړی د لغمان اصلي اوسېدونکی او په خټه پښتون دی. احمدظاهر د دغه سندريز ډنډ د لامبو لېوال و، هغه په هنر کې د بنديزونو پروا نه کوله او ځان يې د هنر د شنو اوبو کب وگرځاوه او په سيمه ييزو ژبو او سندريزو ځېلونو کې ېې غږ و ازمويه. نوموړي د کابل نندارې په يوه جوړ شوي کنسرټ کې د “حبيبيه ستوري” ستاينوم تر لاسه کړ. دغه ستاينوم ظاهر نور هم وهڅاوه، چې د هنر او موسيقۍ لار ټينگه وساتي. احمدظاهر په خپلو سندرو کې تر ډېره بريده پر شعر او کمپوز ټينگار کاوه، همدغه شعر او کمپوز و، چې د احمدظاهر شخصيت يې د يوه رښتيني هنرمند په توگه راجوت کړ. يوڅه وخت وروسته احمدظاهر له خپل پلار سره هند ته لاړ. په هند کې يې د هنر او موسيقۍ په برخه کې ډېر پرمختگ وکړ او کله چې بېرته هېواد ته راستنېده، له ځان سره يې نوي څيزونه او نوښتونه هم راوړي وو.
د احمدظاهر تر ټولو غوره نوښت دا و، چې د ختيځې او لوېدیځې موسيقۍ د الاتو په گډون سره يې هېوادنۍ موسيقۍ ته يو نوى رنگ ور وباښه. احمدظاهر چې کله له ښوونځي فارغ شو، په کابل او هندکې يې پيداگوژي (روزنپوهنه) ولوسته او يوڅه وخت يې په “کابل ټايمز” او “افغان فلم” کې کار وکړ. په ۱۳۵۰ لمریز کال کې د احمدظاهر د بخت ستورى راوخوت. هغه د کال غوره سندرغاړى ونومول شو او دغه نوم يې تر ډېره ژوندى وساته. احمدظاهر ۱۳ کلن و، چې گوتې يې پر هارمونيه، فلوت او اکارډيون روږدې شوې.
احمدظاهر دری ودونه وکړل، خو د ده په خبره، يوه هم نېکمرغه نه کړ. له لومړنۍ مېرمنې څخه يې د احمد رشاد په نوم يو زوى پاتې شو. له وروستنۍ مېرمنې يې د شبنم په نوم لور پاتې ده، چې د نوموړي تر مرگ يوه ورځ وروسته و زیږېده. احمدظاهر د ژوندانه په لوړو ژورو کې له ډېرو ستونزو او خنډونو سره مخ شو، وگواښل شو، بندي شو، د سندرو شهرت یې د افغانستان له پولو واوښت، له غریبانو سره په مرسته کې یې شهرت درلود، دری ودونه یې وکړل، د یوې مېرمنې د وژلو په تور بندي شو او د خپلې زوکړې پر ورځ په یوه ترافیکي پېښه کې چې ډېر خلک یې توطیه بولي، د پروان ولایت چاریکارو روغتون کې سا ورکړه. نوموړي د ۱۳۵۸ لمریز کال د غبرگولي د مياشتې په ۲۳مه د ۳۳ کلونو په عمر له دې نړۍ رخصت واخیست.
محبوب الله “پاچا” د احمدظاهر له نږدې ملگرو گڼل کېده. يوه ورځ پاچا، احمدظاهر او د ظاهر دوه خويندې د سالنگ پر لور په مېله ووتل. د تگ پر مهال پاچا پر جلب، احمدظاهر يې ترڅنگ او خويندې يې په وروستيو سېټونو کې کښېناستې. موټر په کيڼ لاس په ډېر سرعت سره حرکت کاوه، احمدظاهر د تبلې پر غږولو بوخت و، ناڅاپه يو غټ لارۍ موټر ورسره مخامخ کيږي، موټر له غره سره ټکر کيږي، چپه کيږي او د سيټ يوه اوسپنيزه ميله د احمدظاهر پر ککرۍ وربرابريږي. احمدظاهر لومړى د پروان د چاريکارو روغتون ته وړل کيږي، هلته يې درملنه ناشونې وي، وروسته کابل ته وړل کيږي، خو تر درملنې مخکې ساه ورکوي.
د نوموړي د مرګ په اړه بېلابېلې خبرې کېږي، څوک یې مرګ د ترافیکي پېښې تصادف بولي او ځینې خو دا پېښه ظاهر ته د حکومتي چارواکو له خوا یو جوړ شوی پلان. د کابل د ترافيکو د وخت مدير” نعيم خان” وايي، پر احمدظاهر د ډزو ادعا غلطه ده، دا يو تصادف و، پر پاچا د جرم اثبات نه کېده، ځکه د جرم داسې څرگنده نښه نه وه، چې هغه مو پرې نيولى واى. د نعيم خان بر خلاف ، ځينې پر دې گروهه دي، چې پاچا رشوت خوړلى و، احمدظاهر يې په چل سالنگ ته بوت او هلته يې د گلبهار د نساجۍ د مرستيال “سنگر” په مرسته وواژه او په خپله بهر ته لاړ. د ظاهر د سندرو مینه وال ښاغلی شادان یې بیا د مرګ په اړه وايي: «ډېرې څېړنې وشوې، خو دا ګرانه شوه چې رښتیا ووايې څه پېښ شول. دا هغه قضیه ده چې له کلونو څېړنو وروسته هم حقیقت ته نه شي رسېدای».
دا چې احمدظاهر مړ شو او که ووژل شو، دا لا د يوې معما په بڼه پاتې ده، خو راتلونکي بهيرونه ښايي د دې پېښې جزيات نور هم بربنډ کړي.
د داسې یو شخصیت ژوند په افغان ټولنه کې چې ډېری مهال دثبتونو او شواهدو تر موندلو ډېر پر روایتونو باور کوي، د بحث او مجلس تودولو لپاره د ډېرو سمو ناسمو توطیوګانو د وړاندې کولو موقع په لاس ورکوي، خو هغه څه چې روښانه دي د احمدظاهر صمیمیت او مهرباني وه او هم هغه شهرت چې انکار ترې نه شي کېدای. لږ سندرغاړي او شاعران شته چې ښايي شهرت او پېژندنې یې کلیو او بانډو ته لار موندلې وي. په څلوېښتمو او پنځوسمو لمریزو لسیزو کې احمدظاهر او د ده دې دورې سندر غاړو له دودیزې افغان موسیقۍ سره دشرقي او غربي سبکونو اشناکولو ته مخه کړې وه.
د احمدظاهر د سندرو مینوال هراتی نثار احمد نوري د ظاهر سندرې هغه شهکارونه بولي، چې پولې ماتوي. نوموړی وايي: «هر هغه شی چې شهکار اوسي، که هغه په لیکلې بڼه وي او یا هم د هنر ترڅنګ وي، هغه پولې او مرز نه پېژني. احمدظاهر هغه سندر غاړی دی چې اوس هم د خلکو په منځ کې که څه هم فزیکي وجود نه لري، خو معنوي وجود یې شته». د ډېرو موسیقي پوهانو په نظر، د احمدظاهر په غږ کې یو سوز او درد نغښتی و، چې د ډېرو خلکو پام یې ځان ته ور واړاوه. نوموړی نه یوازې په افغانستان، بلکې په نړۍ کې د موسیقۍ په ډګر کې شهرت لري. ظاهر د شرقي او غربي موسیقۍ ترمنځ د پولو ماتولو لپاره ډېره هڅه وکړه. نوموړي به ویل، غواړي له هندي او انګلیسي موسیقۍ سره اصلي پښتو موسیقۍ ته ورته والی ورکړي.
خالص ادیب لیکوال او شاعر د نوموړي په اړه وايي: «واقعي هنرمند هغه وخت په سندره کې د شاعر او خپل احساسات په سهي توګه لېږدلوی شي، کله چې هنرمند په شونډو په ښه توګه د لفظونو نڅولو او ادا کولو ترڅنګ، خپله هماغه دردونه حس او تجربه کړي وي. که موږ د احمدظاهر سندرې اورو، دا راته جوتېږي که ظاهر دردونه تجربه کړي نه وي، خو ښه حس کوونکی او له اورېدونکو سره خواخوږی دی.
زموږ په افغاني سندرغاړو کې د ګوتو په شمېر داسې سندرغاړي شته، چې د خلکو په زړونو کې ځای لري. له هغې جملې څخه خدای بښلی احمدظاهر هم دی چې اوس یې هم سندرې په هوټلونو، موټرونو، تفریحي پارکونو او دوکانونو کې اورېدل کېږي».
احمدظاهر که څه هم په خټه پښتون و، خو یوازې څلور- پنځه پښتو سندرې یې ویلي دي. د نوموړي د موسیقۍ ډلې یو ضرب غږوونکی خلیل راغب وايي: «احمدظاهر ډېره ښه پښتو ویله، په کور کې او همدارنګه د باندې به یې له پښتنو سره په پښتو خبرې کولې».
د ډېرو معتبرو شاعرانو د شعرونو غوراوی د احمدظاهر یوه ځانګړنه وه. هغه په دري، پښتو، هندي او انګلیسي ژبو سندرې ویلې دي. داسې به لږ شونې وي چې د یوه سندرغاړي ټولې سندرې دې ښې وي او یا دې د ټولو مینه والو خوښې وي، خو د احمدظاهر په اړه دا خبره ډېره سمه ښکاري.
د احمدظاهر د سندرو کتابونه خپاره شول، سلګونو سندرغاړو او د سندریزو سیالیو برخوالو د احمدظاهر سندرې وویلې.
د احمدظاهر وروستۍ مېرمن فخریه د نوموړي د انساني صمیمیت په اړه وايي: «څو ځلې یې قبر ته د دعا لپاره ورغلم، چې ګورم یوه بوډۍ یې قبر ته ناسته ده او دعا کوي. ما چې ورته وویل، ته دلته تر ما هم ډېره راځې، ولې؟ بوډۍ ښځې وویل، زما زوی ناروغ و او ما څلور کڅوړې وینې ته اړتیا درلوده. روغتون له پیسو پرته وینه نه راکوله، خو احمدظاهر له یوې خوا راپیدا شو او ماته یې پیسې راکړې. ما ورته وویل چې ته څوک یې، ده ځان راونه پېژانده. ما چې ډېر ټینګار وکړ، نو ویې ویل چې احمدظاهر نومېږم. اوس مې زوی ژوندی ګرځي».
احمدظاهر به له بېسوادۍ سره د مبارزې، سرې میاشې او خیریه موسسو سره د مرستې لپاره کنسرټونه ورکول. تقریباً له هر هغه چا سره چې یو ځل یې لیدلی، د احمدظاهر ښه خاطره شته.
احمدظاهر د ۱۳۲۵ لمریز کال د جوزا په ۲۴مه وزیږېد او په ۱۳۵۸ لمریز کال کې د ۳۳ کلنۍ د زوکړې په ورځ په سالنګ کې په یوه ترافیکي پېښه کې مړ شو، چې تر اوسه هم ډېر کسان یې یو طراحي شوی قتل بولي او ادعا کوي چې د حکومت د ځینو چارواکو لاس پکې و. خو داسې څېړنه او شواهد نه دي وړاندې شوي، چې دا ادعا دې ثابته کړي.
د احمدظاهر مړی په کابل کې د شهدای صالحین هدیره کې د زرګونو ښځو او نارینه وو ویرکوونکو مینه والو د ژړا په بدرګه خاورو ته وسپارل شو. لسیزې وروسته اوس هم د احمدظاهر د قبر لیدو ته ډېر خلک ورځي.