(هره ورځ غنیمت ده) کتاب تازه پښتو ژبې ته ژباړل شوی دی. دغه کتاب د امریکا د مخکیني رژیم د بهرنیو چارو د وزیر ښاغلي جان کیري سیاسي خاطرې دي.
جان کیري په یاد کتاب کې د خپل شخصي ژوند، زده کړو، پوځي خدمتونو، سیاسي ماموریتونو او په ټوله کې له امریکا او نړۍ سره یې د سیاسي اړیکو په اړه خپلې تجربې او نظریې شریکې کړې دي.
د سیاسي خاطرو لیکل د نړۍ د سیاسي تاریخ او فرهنګ د بډاینې یوه مهمه سرچینه بلل کېږي او مطالعه یې له اړوندو سیاسي تحولاتو سره د اشنايۍ او ناورین زیږوونکو پدیدو سره د مبارزې په برخه کې مرسته کولای شي.
دغه کتاب د ۲۰۱۸ زیږدیز کال په وروستیو کې چاپ او بازار ته وړاندې شو. له چاپ وروسته د اکسوس فرهنګي کمېټي د یاد کتاب محتوا، اهمیت او مؤثریت ته په کتو یې د ژباړې هوډ وکړ او په لږ وخت کې یې د خپلو همکارانو په مټ، په معیاري پښتو وژباړه. د دغه کتاب په ژباړه کې نورالحق حیدر، بسم الله مومند، حمیدالله همدرد، سید عبدالله ولیزي، نجات الله نواز، محبوب الهي او صدیق دقیق کار کړی دی. د کتاب بیا کتنه ښاغلي زبیر شفیقي کړې ده.
جان کیري د اوباما د دویمې دورې د بهرنیو چارو وزیر و، نوموړي پر نوره نړۍ سربېره، په افغانستان کې هم ډیپلوماټیک ماموریت درلود. په افغانستان کې پر نورو سیاسي مسایلو سربېره، د تېرو ولسمشریزو ټاکنو په طراحۍ او بیا یې د پایلو په اړه د یادو ټاکنو لپاره له ولاړو مخکښو کاندایدانو، ډاکټر اشرف غني او ډاکټر عبدالله عبدالله ناندرۍ او په پایله کې د جان کیري په منځګړیتوب، پر ملي یووالي حکومت د یادو مخکښو کاندیدانو جوړه، افغان ولس ته تر ټولو مهمه برخه ده. افغانستان ته د امریکې د بهرنیو چارو وزیر جان کیري راتګ او دلته د دوو نوماندانو پخلا کېدو، هغه وخت له ځان سره ډېرې پوښتنې رامنځ ته کړې. د ډېرو سیاسي چارو شنونکو په نظر، امریکا دغه کار د ځان په ګټه وکړ. دغه کار په افغانستان کې د امریکا پاتې کېدو زمینه مساعده کړه، څو په سیاسي اړخ کې دوی راشي او وساطت وکړي.
ظاهراً افغانستان ته د کیري راتګ ته د پایلو پر سر نانندریو زمینه برابره کړه. ډاکتر عبدالله عبدالله د شکایتونو کمېسیون پر درغلۍ تورناوه. هغه ویل، په ځینو ولایتونو کې ډېرې رایې په درغلۍ کارېدلې دي، داسې چې هلته ښځې له کورونو نه راوځي؛ خو اوس یې رایې کارولې چې دا هغه ته هېڅ د منلو نه ده؛ خو سیال ټيم یې بیا پر اعلان شویو پایلو ټینګار کاوه.
په هر حال، جان کیري افغانستان ته راغی او دلته یې د ملي یووالي حکومت جوړکړ. معمولاً د ملي یووالي حکومت هغه وخت رامنځ ته کېږي، چې یو هېواد د تجزیې خوا ته لاړ شي او ستونزې رامنځ ته شي. هغه وخت افغانستان د تجزیې خوا ته نه و تللی. افغانستان په داسې حالت کې و چې څو د ګوتو په شمېر کسانو د موازي حکومت جوړېدو خبره کوله. د افغانستان ولس پر دې متفق دی چې باید یو موټی او متحد پاتې شي. نو د تجزیې ستونزه په افغانستان کې نه وه او که وه هم، د ځینو محدودو کسانو په ذهن کې به وه. خو په هر صورت، دلته د ملي یووالي حکومت جوړ شو، چې د اور لمبې یې له اولې ورځې تر نن ورځې د ملت ټپ ټپ او مات مات وجود سوځوي.
مینه وال کولای شي دغه کتاب له اکسوس او د ښار له نورو لویو کتابپلورنځیو څخه په مناسب قېمت تر لاسه کړي.