ښه ده چې د مرکب اغېز په اړه د کتاب له متنه درته د دریو ملګرو کیسه وکړم: (دری داسې ملګري فرض کړئ چې له ماشومتوبه سره رالوی شوي دي. په یوه کوڅه کې اوسېږي، یو ډول خویونه لري او د هره یوه کلنی عاید نږدې ۱۵زره ډالره دی. دریو واړو ودونه کړي، وزن او روغتیا یې طبیعي دي او تر واده وروسته چاغېدو ته یوڅه اندېښمن دي.
لومړی ملګری لېري نومېږي، دی خپل ورځني کارونه کوي، ژوند یې ښه دی یا خپل ژوند ښه ورته ښکارېږي، خو ځینې وخت زړه خوري چې هېڅ شی نه بدلېږي او هېڅ بدلون نه راځي. دویم ملګری سکاټ نومېږي، ده څه واړه او ظاهراً بې ارزښته مثبت بدلونونه پيل کړي دي، دی هر شپه لس مخه مطالعه کوي، هره ورځ چې کار ته ځي، پر لاره نیم ساعت یو غږیز فایل اوري، زده کړه ترې کوي او الهام ترې اخلي. سکاټ په خپل ژوند کې بدلون غواړي او د بدلون هڅه کوي؛ خو ډېر شور یې نه دی جوړ کړی او شور نه کوي. په وروستیو کې یې د بریا په مجله کې یو مقاله لوستې ده، له هغه یې یوه مفکوره اخیستې او اوس یې په خپل ژوند کې عملي کوي. دی غواړي چې هره ورځ د خپلو خوړو له پلان څخه ۱۲۵ کالورۍ کمې کړي. سره له دې چې دا دومره لویه موضوع نه ده، دا کمی په خوړو کې د عادي بدلون له امله رامنځ ته کېدای شي. دا واړه کارونه هر وخت کېدای شي، د دې ترڅنګ یې د ورځې ۲۰۰ ګامه مزل هم پيل کړی دی، دا دومره لوی اقدامات نه دي چې ګنې لوی زړه ته به اړتیا ولري، دا کارونه هرڅوک هر وخت کولای شي، خو سکاټ دغو کارونو ته ژمن دی. دی پوهېږي چې دا کارونه دومره کوچني او ساده نه دي، خو که یې ونه کړي، په ډېرې اسانۍ ستونزې ورته پيدا کولای شي.
درېیم ملګری براډ نومېږي، ده یو څه بد کارونه کړي دي، څه وخت مخکې یې یو ټلویزیون واخیست، د پخلي خپرونه په کې ګوري او پخلی ترې زده کوي، د دې ترڅنګ یې نشه هم پيل کړې ده، دا شیان ورته دومره ډېر نه ښکاري، یوازې یې د دې لپاره کوي چې خوند ترې واخلي.
په پنځمه میاشت په دوی دریو واړو کې کوم بدلونه نه ښکاري، سکاټ هر شپه هماغسې مطالعه کوي او هر ورځ چې کار ته ځي، غږیز فایل اوري. براډ له ژونده خوند اخلي او لږ کار کوي. لیرې هم پر همغو ورځنیو چارو اخته دی. دوی هر یو په خپله خوښ ژوند تېروي او د خپل ژوند یوه الګو لري؛ خو پنځه میاشتې دومره وخت نه دی چې د دوی په حالت کې د کومه وده یا ځوړ وښيي. د دوی دریو واړو په وزنونو کې دومره توپیر نه دی راغلی، په لسمه میاشت هم لوی بدلون نه ښکاري، خو اتلسمې میاشتې ته چې رسېږي، په دریو واړو کې واړه بدلونونه وینو. دا بدلونونه په ۲۵مه میاشت کې نور هم لویېږي، په ۲۷مه میاشت کې د دوی ترمنځ لوی توپیرونه ښکاري او ۳۱مه میاشت کې دا توپيرونه دومره لوی ښکاري چې هره څوک ورته ګوته په غاښ پاتې کېږي. دا وخت به براډ ډېر چاغ شوی وي، سکاټ به ښایسته او مناسب ښکاري، هغه د ورځې ۱۲۵ کلورۍ کمې کړې دي او په دې توګه یې ۱۵ کیلوګرامه وزن کم کړی دی».
د مرکب اغېز خارق العاده قوت همدا او همدومره ساده دی. څوک چې مرکب اغېز د ځان په ګټه کاروي، له هغو خلکو سره ډېر توپير لري چې همدا اغېز د ځان پر وړاندې کاروي. په دغو دواړو ډلو خلکو کې لوی او د پام وړ بدلونونه وي، مرکب اغېز ډېر جالب دی، جادو ته ورته دی، تر ۳۱ میاشتو وروسته چې کوم سړي د مرکب اغېز مثبت ماهیت کارولی وي، داسې به وي لکه یو کس چې بریالیتوب ته نږدې شوی وي، لوی بریالیتوب اصلاً د هغو وړو او ځیرکو ټاکنو پایله ده چې انسان یې پرله پسې کوي.
یاد کتاب تازه اکسوس چاپ کړی، د کتاب لیکوال ډارن هارډي دی، پښتو ژباړه یې میراحمد یاد او بیاکتنه یې احمدشا ویاړ کړې، چې ټولټال د شپږو څپرکو په درلودو سره په ۲۲۱ مخونو کې راټول شوی دی.
مینه وال کولای شي دغه کتاب له اکسوس او د ښار له نورو لویو کتابپلورنځیو څخه په مناسب قېمت ترلاسه کړي.