ابو علي سینا یا ابن سینا د نړۍ په کچه یو ستر عالم، لیکوال، فیلسوف، ساینسپوه، شاعر او طبیب تېر شوی دی. دغه نامتو پوه د افغانستان د بلخ دی او د نړۍ په بېلو هېوادونو کې یې قدر او درناوی کېږي. هغه د شرق تر ټولو ستر فیلسوف او عالم تېر شوی دی او څوک چې د شرق د فلسفې او ساینس په اړه پلټنې کوي، نو لومړی ګام تر ابو علي سینا اوچتوي او له ده د هر څه څېړنه او پلټنه پيلوي. پلار یې د بلخ او د سامانیانو د حکومت کارکوونکی و.
د خپل اولاد په روزنه کې یې له پوره احتیاط او هڅې کار اخیست. پلار یې د اسماعلیانو د تعلیماتو تر اغېز لاندې و، خو ابن سینا ته بیا د دې ډلې عقاید دومره مهم نه برېښېدل او له دغه ډلې سره یې د یو ځای کېدو یا دوی ته یې تمایل نه درلود. ابن سینا د علم او هنر سخت مینه وال و، په څوارلس کلنۍ کې له خپل استاد عبدالله ناتلي په ډېری مسایلو کې مخکې شو. ویل کېږي چې خپل استاد ته به یې د منطق علم ډېری غوټې سپړلې او لارښوونه به یې ورته کوله.
په شپاړس کلنۍ کې په طب او طبابت کې دومره ورسېد چې لویو او مهمو ډاکټرانو یې تر لاس لاندې کار کولو. کله چې ابن سینا د ساماني کورنۍ د یوه امیر نوح بن منصور درملنه وکړه، نو دغه امیر اجازه ورکړه چې له کتابتون یې ګټه پورته کړي او خپل علم ډېر کړي.
په اتلس کلنۍ کې د هغه وخت په اصطلاح جامع العلوم شو. ډېری علوم یې زده کړل او د هغه وخت پر مروجو ټولو مسایلو باندې یې سر خلاص کړ. تر دې وروسته یې چې په علومو کې هر پرمختګ کاوه، خپل اجتهاد یې و. لیکل یې کول، لوستل یې کول، تحقیق یې کاوه او پر اجتهاد به بوخت و. نوموړي د خپلې علمي بډاینې په لړ کې په یوویشت کلنۍ کې لومړنی کتاب ولیک. هغه په فلسفه کې پراخه مطالعه لرله، نو لومړنی فلسفي اثر یې هم العروضیه نومیده. دا کتاب یې د ابوالخیر عروضي په غوښتنه لیکلی و.
ابو علي بن عبدالله بن سینا په ۳۷۰ هجري قمري کال کې په بخارا کې زیږېدلی دی. پلار یې د بلخ و. د نوح بن منصور ساماني د حکومت پر مهال یې پلار بخارا ته لاړ. پلار یې د خپلې استوګنې ځای ته نږدې له ستارې نومې نجلۍ سره واده وکړ او د همدې واده ثمر ابو علي سینا دی. پنځه کاله وروسته یې بل اولاد هم وشو، چې محمود یې نوماوه.
ابن سینا په لومړي سر کې د قران او ادبیاتو زده کړې ته مخه کړه. لس کلن و چې قران کریم او د هغه وخت ټول بحثونه یې زده کړي وو. هغه پخپل هوښ او ذکاوت نور خلک حیران کړي وو. په دې وخت کې یې پلار د یوه مصري په بلنه د اسماعلیانو مذهبي اصول ومنل. د ابن سینا ورور پر همدې ګروهه و. پلار یې له ابن سینا هم وغوښتل چې د ده لار ونیسي، خو و یې نه منله. ده د پلار خبرې منلې، خو د دوی اصول ورته مهم نه برېښېدل.
پلار یې ابن سینا یوه هندي ته چې پر حساب کتاب پوه و، ولېږه او هغه یې دا فن زده کړ. په دې وخت کې یو ستر عالم بخارا ته راځي. دا عالم حسین بن ابراهیم الطبري ناتلي نومېږي چې په ابو عبدالله ناتلي مشهور و. ده به ویل چې په بخارا کې د فلسفې تر ټولو مهم پوه کس دی او په دغه ښار کې د فلسفې بنسټ اېږدي. د ابن سینا پلار هغه ته پخپل کور کې ځای ورکړ.
ابن سینا له دې عالم د زده کړې او لوستلو چاره پيل کړه. ده غوښتل له دې عالم څخه فلسفه زده کړي، خو خدای ورکړی ذهن او ذکاوت یې استاد ته د حیرانتیا سبب شو. بخارا ته د ناتلي تر راتګ مخکې یې له اسماعیل زاهد فقه زده کوله. په دې برخه کې یې سخت زیار ایست او د فقهیانو په هنرونو یې سر خلاص و. دلته یې له ناتلي د ارسطو منطق زده کړه پيل کړه.
د اقلیدس د هندسې د اصولو کتاب او همدا راز د بطلیموس المجسطی کتاب یې له خپل استاده زده کړل او په دې اړه یې لا ډېره مطالعه پيل کړه. یو څه موده وروسته یې استاد له بخارا بېرته لاړ. په دې موده کې ابن سینا له خپل ځان سره مطالعې او زده کړې ته ادامه ورکړه. ده په الهایاتو او طبیعت کې مطالعه پيل کړه. وروسته یې له طب او طبابت سره مینه پيدا شوه او په دې برخه کې یې د اثارو لوستل پيل کړل.
له دې سره یې هممهاله له نورو کسانو سره په فقه او نورو مطالعاتو کې مناظرې هم کولې. تر دې وروسته یې یو نیم کال نور هم زده کړو ته ادامه ورکړه. بیا یې د منطق او فلسفې د کابونو مطالعه له سره پيل کړه. په دې موده کې داسې هم پېښه شوې چې تر سهاره نه دی ویده شوی او ټوله ورځ یې بې مطالعې او زده کړې بل کار نه دی کړی.
هغه به تر ډېره پر خپله پوهه مغرور نه و. په ډېری مسایلو کې به چې له ستونزې سره مخ شو، لمونځ اودس به یې کول او له خدای به یې د ستونزې د حل غوښتنه کوله. ابن سینا همداسې مخ ته روان و. ډېر څه یې زده کړل او د ده په خبره ټوله هڅه یې دا وه چې ځان ورسوي او علم حاصل کړي.
په اتلس کلنۍ کې ابن سینا، په منطق، ریاضیاتو، طبعي علومو او ورته مسایلو کې مخ ته تللی و. په الهیاتو کې یې مطالعې ته ادامه ورکوله. په دې وخت کې د بلخ حاکم نوح بن منصور ساماني و. هغه ناروغ شو او طبیبان یې په درملنه کې پاتې راغلل. په دې وخت کې د ابن سینا نوم مشهور شوی و. ډاکټرانو امیر ته د ابن سینا نوم واخیست. ده هم ابن سینا خپل حضور ته را وغوښت.
دی ۲۲ کلن و چې پلار یې ومړ. پلار یې د ساماني امیر کارونه کول، نو ځکه ابن سینا هم اړ شو، چې دغه ماموریت مخ ته یوسي. له دې سره هممهاله اړ شو چې پر سیاست هم ځان پوه کړي. د امیرانو ترمنځ کشمکشونو کې هم ښکېل شو او له همدې امله یې ډېر سفرونه، ستونزې او ان زندان ولید. ډېر کتابونه او رسالې یې ولیکلې. دا هر کتاب د هغه وخت اړتیاوو او حالاتو ته په کتو لیکل شوی دی.
دی چې د ساماني پادشا په دربار کې و، نو کتابونو او معلوماتو ته یې پوره لاسرسی درلود. په همدې لړ کې یې د فلسفې یو مهم کتاب هم ولیک؛ خو کله به یې چې سفرونه کول، نو واړه یادښتونه به یې لیکل او رسالې به یې تکمیلولې. په زندان کې یې شاعري کړې ده او د خدای ج د قدرتونو او حکمتونو په اړه به یې فکر او ذکر کاوه.
د ابن سینا د تالیفاتو له ډلې شفا په فلسفه او قانون په طب کې نړیوال شهرت وموند. شفا کتاب په اتلسو ټوکونو کې لیکل شوی دی. دا کتاب د علومو، فلسفې، منطق، ریاضي، طبعیاتو او الهیاتو په اړه لیکل شوی دی. د شفا منطق نن هم د اسلامي منطق په باوري او مهمو کتابونو کې راځي. دقانون کتاب چې له پېړیو راهیسې مهم طبي کتاب و، پر بېلو مسایلو بحث کوي. په کتاب کې درملو، د طب عمومي قوانینو او نورو مسایلو په اړه خبرې راغلې دي.
هغه د علومو په نورو برخو کې هم فعالیت وکړ. د اقلیدس اثار یې ترجمه کړل. نجومي علومو کې یې تحقیقات وکړل. د حرکت، قوې، خلا، نور، حرارت او نورو مسایلو په برخه کې یې هم پراخ تحقیقات او مطالعه وکړه. د کانونو، او معدني موادو په اړه د ده لیکلې رساله تر ډېرو کلونو په اروپا کې مهم درسي مضمون و.
هغه هڅه کوله چې په طب کې درملنه د ریاضیاتو تابع کړي. په دې توګه چې غوښتل یې ځینې وسایل رامنځ ته کړي او دا پروسه اسانه کړي. هغه فلسفه د یوه پوه کس لپاره اړینه بلله او ویل یې چې فلسفه د عالم او پوه د کمال په مانا ده. هغه د ارسطو افکار او نظریات لوستل، خو وروسته متوجه شو چې باید د شرقي علماوو فلسفه ولولي. په همدې لړ کې یې د شرق فلسفې ته مخه کړه او دلته یې د پام وړ کارونه وکړل. هغه د شرقي فلسفې سل کلن مزل مطالعه کړ.
د فارابي او نورو علماوو په څېر چې کارونه یې نیمګړي پاتې وو، اثار یې ولوستل. په دې توګه یې یو منظم فلسفي نظام رامنځ ته کړ. سره له دې چې تر ده وړاندې کسانو په دې برخه کې کار کړی و، خو د ابن سینا کار دا و، چې ستونزې رابرسېره کړي، هغه حل کړي او په یوه ډول نه یو ډول یې له منځه یوسي.
ابن سینا د سیاسي کشمکشونو او هغه وخت روانو حالاتو له امله په یوه ځای پاتې نه شو. څو ښارونو او هېوادونو ته یې سفرونه وکړل. د عمر په وروستیو کې د اوسني ایران همدان ته ځي. هلته هم له سیاسي کشمکشونو سره مخ وي. د امیرانو له غوښتنو سره یې زړه تنګ وي. زنداني کېږي او په زندان کې هم ډېر کتابونه لیکي. په همدان کې د طب، ځینو ناروغیو او نورو مسایلو په اړه مهم کتابونه لیکي.
ایراني حکومت په همدان کې د بلخ د دغه ستر نامتو عالم مقبره ډېره ښکلې جوړه کړې ده. ایرانیان وایي، ابن سینا بلخي ایراني وګړو ته ویاړ وربښلی دی، ځکه یې دومره درناوی کوي. د هغه له مقبرې سره د ابن سینا د اثارو یو موزیم، ستر کتابتون او لوی پارک دی چې هر کال یې سیلانیان لیدو ته ورځي.
د شرق دغه ستر فیلسوف، شاعر، منجم، طبیب او سیاستوال د ۴۲۸ هجري قمي کال د روژې میاشتې په لومړۍ نېته د جمعې په ورځ د ورپېښې ناروغۍ له امله په ۵۷ کلنۍ کې له دې فاني نړۍ سترګې پټوي.
نړۍ نن هم د هغه د خدمتونو پوروړې ده او په هر ځای کې د هغه درناوی کېږي. افغانان هم هغه خپل اصیل بچی بولي او په نامه یې پوهنتونونه او علمي مرکزونه جوړ کړي دي.