د وینزویلا اوسنی ولسمشر نېکولاس مادورو په ۱۹۶۲ ز کال کې د دغه هېواد په پلازمېنه کارکاس کې په يوه کارګره کورنۍ کې زيږېدلی دی. نوموړی د دغه هېواد د پخواني ولسمشر هوګو چاوېز له مړینې وروسته د وینزویلا موقت مشر وټاکل شو. مادورو له ۲۰۰۶ تر ۲۰۱۳ ز کلونو پورې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر او له ۲۰۱۲ تر ۲۰۱۳ ز کال پورې د جمهور رییس چاوېز لومړی مرستیال و، خو په ۲۰۱۳ ز کال کې د دغه هېواد په ټاکنو کې د ۵۱ سنله رایو په ګټلو سره، د یاد هېواد د ولسمشر په توګه وټاکل شو.
نوموړی په کوچنیوالي کې موټروان و، له هغه وروسته د سوداګرو د ټولنې مشر شو او بالاخره په ۲۰۰۰ ز کال کې د وینزویلا د قانون جوړونې د ملي کنګرې غړی شو.
که څه هم د هغه مور او پلار یهودان وو، خو نوموړي په وروستيو کې د کاتوليک عيسيوي دين قبول کړ. نېکولاس مادورو دوه وادونه کړي او يو ماشوم هم لري.
نوموړي په وینزويلا کې ښوونځی پيل کړ، خو په درسونو کې ډېر کمزوری و او له همدې کبله ويل کېږي چې له ښوونځي نه دی فارغ شوی او همدا ډول هېڅ ډول لوړې زده کړې نه لري.
مادورو په لومړیو کې موټروان و، خو هغه وخت چې نوموړی د ښوونځي زده کوونکی شو، نو فکر يې کمونیستي شو او د زده کوونکو په ټولنه کې له غړيتوب وروسته يې يو څه سياسي فعاليتونه پيل کړل. هغه وخت چې نېکولاس مادورو بس چلوونکی و، نو د بس چلوونکو ټولنې مسووليت یې واخيست او په دې ډول سره يې د کارګرې طبقې د يوې برخې لپاره مبارزه پيل کړه.
په ۲۴ کلنۍ کې د سويلي امريکا کمونيسټ هېواد کيوبا ته لاړ او هلته يې د يو کال لپاره سياسي زده کړې وکړې. دغه راز په ۱۹۹۸ز کال کې يې د (پنځم جمهوریت) په نوم سياسي ډله جوړه کړه او په واک کې له ولسمشر هوګو چاوېز څخه یې ملاتړ کاوه.
نوموړی د وینزويلا د پارلمان په ټاکنو کې نوماند شو او له ۲۰۰۰ تر ۲۰۰۶ ز کلونو پورې د ولسي جرګې غړی او يو کال د جرګې مشر و.
نوموړی د ولسي جرګې له وکالت او مشرۍ څخه وروسته، په ۲۰۰۶ ز کال کې د وېنزويلا د بهرنيو چارو وزير په توګه دنده پيل کړه.
مادورو د وینزويلا پخواني ولسمشر هوګو چاوېز ته ډېر نږدې کس و، نو له همدې کبله یې په ۲۰۱۱ ز کال کې خپل لومړی مرستيال کړ.
کله چې په ۲۰۱۲ ز کال کې هوګو چاوېز اعلان وکړ چې پر سرطاني ناورغۍ اخته دی، نو د خپلې ناروغۍ د درملنې په پار کيوبا ته لاړ او د هېواد چارې يې نېکولاس مادورو ته پرېښودې.
په ۲۰۱۳ ز کال کې په وینزويلا کې ولسمشريزې ټاکنې وشوې او په پايله کې يې نېکولاس مادورو د ولسمشر په توګه وټاکل شو. د مادورو او د هغه د سيال نوماند د رايو ترمنځ یوازې ۱،۵ سلنه توپير او همدا توپير د دې لامل شو چې د وینزويلا سياسي ثبات يې د کړکېچ پر لور کش کړ.
نېکولاس مادورو په وینزويلا کې ډېر اصلاحي پروګرامونه پيل کړل او تر يو بريده پکې بريالی هم شو. نوموړی د امريکا په ګډون، د لوېدیځو هېوادونو د سياستونو سرسخت مخالف دی او له همدې کبله په کور دننه ورته سياسي ناخوالې رامنځته شوې دي. نېکولاس مادورو د هوګو چاوېز پر لار روان سړی دی. چاوېز په وینزويلا او فېډل کاسټرو په کيوبا کې يوازیني کمونېست مشران وو چې له لوېدېځې نړۍ سره يې اړيکې ترېنګلې وې.
پر وینزویلا نړیوال بندیزونه او په ځانګړي ډول د لوېدېځو هېوادونو فشارونه، بېوزلي او د ژوند د کچې ټيټېدل هغه لاملونه وو چې په ۲۰۱۴ ز کال کې د دغه هېواد ځینو مخالفینو ته یې موکه په لاس ورکړه، چې د مادورو د حکومت پر وړاندې لاریونونه پیل کړي. د نوموړي د حکومت پر وړاندې لاریونونو هغه مهال زور واخیست، کله چې د دغه هېواد په پلازمېنه او ځینو نورو ښارونو کې د لاریون کوونکو او پولیسو ترمنځ نښتې پیل شوې او لاریون پر تاوتریخوالي واوښت.
د نیویارک ټایمز امریکایي ورځپاڼې په حواله: «د مادورو حکومت خپل مخالفین په داسې حال کې په ډېرې بې رحمۍ سره وځپل، چې دوی په هېواد کې د روانو ناخوالو او بې عدالتیو پر وړاندې ودرېدل».
د مادورو د حکومت پر وړاندې لاریونونه او مخالفتونه روان وو، چې په ۲۰۱۸ ز کال کې د دغه هېواد د ولسمشریزو ټاکنو وخت راورسېد. نیویارک ټایمز لیکي: «کله چې په ۲۰۱۸ ز کال په وینزویلا کې د ولسمشریزو ټاکنو وخت راورسېد، دغه مهال د حکومت ډېری سرسخته مخالفین د مادورو له خوا په زندانونو کې اچول شوي وو، ځینې نور یا له هېواده تبعید شوي وو او یا دغه هېواد ته په ټاکنو کې د نوماند کېدو لپاره اجازه ورنه کړل شوه. له بلې خوا د دغه هېواد یادې ټاکنې د ملګرو ملتونو په ګډون، د ځینو نړیوالو بنسټونو له خوا هم په رسمیت ونه پېژندل شوې».
مادورو د ۲۰۱۸ ز کال په ټاکنو کې یو ځل بیا وتوانېد چې د دغه هېواد ولسمشري تر لاسه کړي. کله چې نوموړي په ۲۰۱۸ ز کال کې ځان د دغه هېواد د ولسمشر په توګه اعلان کړ او لوړه یې وکړه، ورسره سم په دغه هېواد کې قهرجن لاریون کوونکي د پلازمېنې کاراکاس په ګډون، د دغه هېواد په ډېرو ښارونو کې لارو او کوڅو ته راووتل او د نوموړي پر ضد یې شعارونه ورکول.
مادورو له ولسمشرۍ وړاندې هم کله چې د هوګوچاویز په حکومت کې یې په بېلابېلو بستونو کار کاوه، په یو سر زوري مامور مشهور و. هغه به تر ډېره په حکومتي کچه لوی تصمیمونه هم له مشرانو سره تر مشورو پرته نیول. هغه د خپل ماموریت په دوران کې چې د وینزویلا د بهرنیو چارو وزیر و، د منځني ختیځ په سیاستونو کې هم ونډه درلوده، هغه د لیبیا د پخواني ولسمشر معمرالقذافي، چې لوېدیځ هېوادونه یې مخالف وو، کلک ملاتړ کاوه. دغه راز یې د غزې د جنګ په دوران کې له اسرایلو سره خپلې ډيپلوماټیکې اړیکې قطعه کړې او له فلسطینیانو څخه یې خپل ملاتړ څرګند کړ. نوموړي د دې ترڅنګ، په ۲۰۰۸ او ۲۰۱۰ ز کلونو کې په کولمبیا کې د بدلونونو په راتلو سره، له دغه هېواد سره په اړیکو کې ژور بدلونونه راوستل. هغه د سوریې په اوږده جګړه کې تر دې مهاله د ولسمشر بشارالاسد ملاتړی پاتې شوی دی.
له دې ټولو سره سره، په وینزویلا کې سیاسي کړکېچ د بل هر وخت په پرتله اوج ته رسېدلی دی. د ۲۰۱۸ ز کال له ټاکنو وروسته کله چې په دغه هېواد کې لاریونونه پیل شوي، د یاد هېواد د پارلمان مشر خواندګوایدو چې د حکومت پر وړاندې د روانو لاریونونو او مخالفتونو مشري کوي، ځان د دغه هېواد د موازي حکومت د مشر په توګه اعلان کړ. تر دغه اعلان وروسته د امریکا په ګډون ځینو لوېدیځو هېوادونو لکه فرانسې، انګلستان، جرمني او نورو، خوان ګوایدو د دغه هېواد د ولسمشر په توګه په رسمیت هم پېژندلی دی. خو بل پلو د روسیې په ګډون، چین، ایران، ترکیې او ځینو نورو هېوادونو له مادورو څخه خپل ملاتړ اعلان کړی دی او وایي چې نوموړی د دغه هېواد قانوني مشر او پر مخالفینو یې هم بیا بیا غږ کړی چې هلته روان کړکېچ د خبرو له لارې حل کړي.
اوسمهال نېکولاس مادورو له امريکا، کاناډا، برېټانيا او د سويلې امريکا له ځینو هېوادونو سره خرابې سياسي اړيکې لري او د امریکا له متحده ایالتونو سره یې خپلې اړیکې پرې کړې دي.