یکشنبه, مارچ 8, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    القره داغي: د مسلمانانو ترمنځ جګړه حرامه ده

    غزني کې د ۱۳۰ میګاواټه لمریزې برېښنا دستګاه جوړیږي

    مجاهد: که کابل ویشتل کېږي نو اسلام اباد به هم ویشتل کېږي

    یوناما: د پاکستان هوايي بریدونو کې ۵۶ تنه ملکي وګړي شهیدان شوي

  • نړۍ

    ټرمپ: د وسلو د تولید کچه څلور برابره لوړوو

    په پاکستان کې د تېلو بیې لوړې شوې دي

    امریکا د ایران په جګړه کې هره ورځ نږدې ۹۰۰ میلیونه ډالره لګښت لري

    Portrait of American financier Jeffrey Epstein (left) and real estate developer Donald Trump as they pose together at the Mar-a-Lago estate, Palm Beach, Florida, 1997. (Photo by Davidoff Studios/Getty Images)

    راپورونه: د اپسټین د قضیې ورک شوي اسناد به بېرته خپاره شي

    نیوزیلینډ؛ له منځني ختیځه د خپلو ۳زره وګړو د اېستلو لپاره دوه پوځي الوتکې استوي

    الجزیره: تېرو ۵ ورځو کې په ایران کې تر زرو زیات کسان وژل شوي دي

    منځني ختیځ کې په تېرو ۵ ورځو کې تر ۲۰زره ډېرې الوتنې لغوه شوې

    د ایران دفاع وزارت: تر اوسه مو پرمختللې وسلې نه دي کارولي

    د پنا غوښتنې اداره: تیر کال غوښتنلیکونو کې ۲۰ سلنه کموالی راغلی

  • دریځ

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

    د ژمي ساړه او د انساني همدردۍ مسؤلیت

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    القره داغي: د مسلمانانو ترمنځ جګړه حرامه ده

    غزني کې د ۱۳۰ میګاواټه لمریزې برېښنا دستګاه جوړیږي

    مجاهد: که کابل ویشتل کېږي نو اسلام اباد به هم ویشتل کېږي

    یوناما: د پاکستان هوايي بریدونو کې ۵۶ تنه ملکي وګړي شهیدان شوي

  • نړۍ

    ټرمپ: د وسلو د تولید کچه څلور برابره لوړوو

    په پاکستان کې د تېلو بیې لوړې شوې دي

    امریکا د ایران په جګړه کې هره ورځ نږدې ۹۰۰ میلیونه ډالره لګښت لري

    Portrait of American financier Jeffrey Epstein (left) and real estate developer Donald Trump as they pose together at the Mar-a-Lago estate, Palm Beach, Florida, 1997. (Photo by Davidoff Studios/Getty Images)

    راپورونه: د اپسټین د قضیې ورک شوي اسناد به بېرته خپاره شي

    نیوزیلینډ؛ له منځني ختیځه د خپلو ۳زره وګړو د اېستلو لپاره دوه پوځي الوتکې استوي

    الجزیره: تېرو ۵ ورځو کې په ایران کې تر زرو زیات کسان وژل شوي دي

    منځني ختیځ کې په تېرو ۵ ورځو کې تر ۲۰زره ډېرې الوتنې لغوه شوې

    د ایران دفاع وزارت: تر اوسه مو پرمختللې وسلې نه دي کارولي

    د پنا غوښتنې اداره: تیر کال غوښتنلیکونو کې ۲۰ سلنه کموالی راغلی

  • دریځ

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

    د ژمي ساړه او د انساني همدردۍ مسؤلیت

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه معلوماتي څېره

هنري فورډ

شفیق امیرزی

جولای 23, 2019
in څېره
0 0

هنري فورډ امریکايي نوښتګر، تیوریسن او لیکوال و. هغه په ۱۹۰۳ ز کال کې د امریکا د موټر جوړونې د یوې سترې کمپنۍ فورډ کاروبار پیل کړ. هغه د صنعتي تولیدي خط مخترع دی. هغه د لومړي ځل لپاره د ارزان بیه موټرونو د تولید لپاره له دې خط څخه ګټه پورته کړه. هغه نه یوازې چې په اروپايي صنعت کې یې انقلاب راوست، بلکې په امریکا کې یې هم د تولید، کاروبار او نوښتونو یوه نوې لړۍ پيل کړه. هغه خپلو کارکوونکو ته لوړ مزد ورکاوه، سخته پالنه یې کوله، ډېر تولیدات یې لرل چې له دې سره یې د کاروبار، کمپنیو او بازار په برخه کې شته دودونه له منځه یوړل.

فورډ نړیوال لیدلوری درلود. هغه په خپله شاوخوا یا کمپنۍ کې نه و بوخت. ده به ویل چې د تولید پالنې او نړیوالو تقاضاوو ته کتل به ټولې نړۍ ته سوله راولي. همدې لوی فکر له هنري فورډ څخه لوی شخصیت جوړ کړ. همدې نړیوال فکر فورډ هم پر نړیوال نوښتګر او سوداګر بدل کړ. هغه د صنعت په تاریخ کې د نړۍ په تر ټولو شتمن کس مشهور دی. هغه تر مرګ وروسته خپله ټوله شتمني فورډ خیریه بنسټ ته وسپارله. له دې سره یې کارونه داسې تنظیم کړل، چې کورنۍ وکولی شي په دغه بنسټ کې لګښتونه کنټرول کړي او څارنه ورباندې ولري. مخکې مو هم وویل چې فورډ یوازې تر صنعت او تجارت محدود پاتې نه شو، بلکې د نړۍ په کچه تکړه تیوریسن او ځيرک لیکوال هم و.

هغه په جګړو کې د امریکا پر حضور سختې نیوکې کولې. په دویمه نړیواله جګړه کې د امریکا له ګډون سره د هنري فورډ مخالفت خورا مشهور دی. فورډ یوه بله عجیبه مفکوره هم درلوده. ده په لومړي سر کې ټول تور موټر جوړول، ده به ویل، هر څوک کولی شي د خپلې خوښې رنګ موټر ولري، خو تر هغه چې دا رنګ تور وي. په دې مانا چې د نوموړي کمپنۍ یوازې او یوازې تور رنګه موټر تولیدول او دا یې د ټولو لپاره د خوښې رنګ باله، خو وروسته یې ټي موډل موټر تولید کړل، چې په هغه کې سور رنګي موټرونه هم وو.

هنري فورډ د ۱۸۶۳ ز کال د جولای په ۳۰مه زیږېدلی دی. هغه په کرینفیلډ کې په یوه مزرعه کې سترګې نړۍ ته غړولې دي او پلار یې ویلیام فورډ نومېده. د دوی اصلیت د انګلستان غرب ته ورګرځي. مور یې ماري لیتوګت فورډ نومېده. دا بیا له بیلژيکي کورنۍ وه. فورډ دوه وروڼه او دوې خویندې لرلې. فورډ له میکانیکي توکو سره خورا ډېره مینه لرله. ده به ټوله ورځ په ښوونځي کې ساعتونه خلاصول او تړل. په پنځلس کلنۍ کې یې د ټولو ګاونډیانو خراب ساعتونه ورته جوړول او دوی به هم خپل خراب شوي ساعتونه تر فورډه رسول.

په ۱۸۷۶ ز کال کې یې مور مړه شوه. دا غم ورته دروند و. د مور له مړینې سره هغه خپل سکون بایلود. پلار یې له ده تمه درلوده، چې د هغه کرونده وپالي او چارې یې سمبال کړي. خو فورډ له کروندو او زراعته کرکه درلوده.

د نړۍ لومړنی موټر په فورډ کمپنۍ کې جوړ شوی دی. دا شرکت په ۱۹۰۳ ز کال کې جوړ شوی دی. خو د دې شرکت تر جوړېدو اووه کاله مخکې د همدې شرکت بنسټ اېښودونکي خلاق هنري فورډ د نړۍ لومړنۍ څلور ټایره وسیله جوړه کړې وه.

ځوان  فورډ د خپلې دغې وسیلې تر جوړولو پنځه کاله مخکې یانې په ۱۸۹۱ ز کال کې د ادیسون په شرکت کې په دتیرویت کې کار کاوه، دوه کاله وروسته د انجنیرانو مشر شو، دومره پیسې وګټلې چې وروسته یې له خپلو تجربو په استفادې دا وړتیا پیدا کړه چې په یاد صنعت کې پخپله د یوه کار څښتن شي.

کله چې په ۱۹۰۳ ز کال کې فورډ خپله ۲۸ زره ډالره پانګه را واخیسته او له ۱۱ نورو کسانو سره شریک شو، په مشیګان ایالت کې یې یوه هوکړه لاسلیک کړه، په همدې سره د  فورډ شرکت رامنځ ته شو، تر یوې میاشتې یې لږ وخت و نیو چې د دوی د شرکت موټر پر یوه ډاکټر وپلورل شو.

په ۱۹۱۴ ز کال کې د دغې شرکت د کار کوونکو شمېر ۱۳ زرو تنو ته رسېده، دوی په دې وخت کې دری لکه موټر تولید کړي وو، په هغه وخت کې د موټر جوړولو ټولو ۲۹۹ شرکتونو په ګده د ۶۶۳۵۰ کارکوونکو په درلودو یوازې د نړۍ دوه لکه او اتیا زره موټر تولید کړي وو.

په ۱۹۱۸ ز کال کې د امریکا نیمايي موټر فورډ ټي موډ‌ل و، په ۱۹۲۲ ز کال کې یاد شرکت یو میلیون ټي موډل فورډ موټرونه تولید کړل، چې دا نو په یوازې ځان د نړۍ د موټرونو ۵۶ سلنه وه. دا شمېره ورځ تر بلې زیاتېده. فورډ کمپنۍ هر کال دوه مېلیونه ټي موډل فورډ موټرونه تولیدول.

په ۱۹۱۹ ز کال کې  فورډ او زوی یې ادسل غوښتل شرکت پراخ کړي، خو په دې برخه کې د خپلو شریکانو له خنډونو سره مخ وو، نو دوی اړ شول چې د ټولو شریکانو سهام واخلي، په همدې کال کې هنري  فورډ د شرکت ټول مدیریت خپل زوی ادسل ته وسپاره.

ادسل  فورډ د خپل پلار خلاف چې د میکانیک انجنیر او مینوال و، ادسل بیا د طراحی مینوال و، هغه به پر دې ټينګار کاوه چې که د موټر طراحي ښه وه، مینوال به یې ډېر وي. نوموړي په ۱۹۳۳ ز کال کې د طراحۍ لپاره یوه ځانګړې برخه پرانیسته، د دوی د کار ګټه د نویو طراحیو جوړول وو، په ۱۹۴۳ ز کال کې د  فورډ زوی ادسل  فورډ چې له ۱۹۱۹ ز کال راهیسې د شرکت رییس و، ومړ او هنري  فورډ د دویم ځل لپاره د  فورډ کمپنۍ ریاست ته را وګرځېد. وروسته له دې چې کارونه یې خپل لمسي او د ادسل زوی ته برابر کړل، هغه یې د دې شرکت مشر وټاکه، دا نو په دویم هنري  فورډ مشهور و، هغه تر ۱۹۷۹ ز کال پورې په بریالۍ توګه د  فورډ شرکت مدیریت کړ، دی نو د یوه پیاوړي او قدرتمند مدیر په توګه صحنې ته راغی، دی هم اته کاله وروسته له دې چې د  فورډ کمپنۍ ریاست یې وکړ، ومړ.

وروسته له دې چې دویم هنري  فورډ ومړ، د ورور زوی یې بیل  فورډ د شرکت رییس شو، نوموړي چې کله د نړۍ د موټرو د حرکت مسیر او اړتیا ولیده، نو کمپنۍ یې هغه لوري ته هدایت کړه، په ۱۹۹۸ ز کال کې  فورډ لومړنی شرکت و چې ایزو ۱۴۰۰۱ سند یې د دې لپاره وګاټه چې چاپېریال ساتنې ته یې پام کړی و.

په ټوله کې  فورډ کمپنۍ د هنر  فورډ د فکر محصول ده، طراحي، تولیدات د کمپنیو په خپل منځ کې سره تړل، ښه مدیریت او د موټرونو ښه کیفیت دا هر څه له هنري  فورډه د کمپنۍ نورو مدیرانو ته په میراث پاتې وو.

 فورډ شرکت له تاسیس تر دې دمه خپل موټرونه په نهو برنډونو کې بازار ته وړاندې کړي دي.  فورډ، لینکلن، مرکوري، جګوار، استون مارتین، مزدا، ولوو، لندرور، رنجر او ادسل دا هغه برنډونه دي چې  فورډ کمپنۍ یې تولیدوي.

فورډ په ۱۹۱۴ ز کال کې ټول امریکایي شرکتونه حیران کړل. ده ویل چې خپل هر کارکوونکي ته د ورځې پنځه ډالره معاش ورکوي. هغه وخت پنځه ډالره معاش د اوس له ۱۵۰ ډالره سره برابر دی. دا په هغه وخت کې د نورو کمپنیو تر دری برابره معاش هم لوړ معاش و. په دې توګه فورډ بریالی شو، چې د هغه وخت د کمپنیو تر ټولو تکړه او مهم کسان له ځان سره ونیسي. دا کار د تولید د ډېرېدو او ښو کارکوونکو د ګومارل کېدو سبب شو. فورډ یوازې معاش لوړ نه کړ، بلکې کاري ساعتونه یې هم راکم کړل او پر دې باور و چې لږ کاري فشار د ډېر خلاقیت سبب ګرځي.

فورډ هغو کسانو ته په خپله کمپنۍ کې سهام ورکړل، چې دوی د لوړ استعداد خاوندان وو. په دې مانا چې دوی یې په کمپنۍ کې په یوه معلومه سلنه شریکان کړل. هغه د خپلې کمپنۍ مدیریت په سمه توګه کاوه، اخلاقي مسایل یې جدي نیول او ټولو ټولنیزو سرحدونو ته یې درناوی درلود. هغه په خپله کمپنۍ کې د ټولنیزو فعالیتونو په نامه ځانګړې برخه جوړه کړې وه چې هغه مهال یې پنځوس کارکوونکي درلودل. دوی به د کمپنۍ د کارکوونکو اخلاقي مسایل څېړل او قوانین یې وضع کول. دا قوانین تر ډېره پر هغو کسانو عملي کېدل چې غوښتل یې د فورډ کمپنۍ غړیتوب او یا ونډه ولري.

فورډ د جګړې مخالف هم و. هغه د جګړې پر ضد سختې او توندې څرګندونې او لیکنې کولې. ده پر هغو کسانو هم سختې نیوکې کولې چې په لومړۍ نړیواله جګړه کې یې له جګړې سره مالي مرسته کوله. په ۱۹۱۵ ز کال کې یې عملاً د هغو کسانو پر ضد فعالیتونه پيل کړل چې د جګړې مالي ملاتړ یې کاوه.

 فورډ په دویمه نړیواله جګړه کې هم سخت د جګړې خلاف و. ده به ویل، جګړه هغو شتمنو روانه کړې چې د بشریت په ختمولو پسې دي. ده به ویل، شتمن کسان د هېوادونو ترمنځ د نښتو او جګړو لپاره توطیې جوړوي او په دې توګه غواړي ملتونه تبا کړي. هغه به ویل، په دې جګړه کې لوی لاس د یهودانو دی، لومړۍ نړیواله جګړه یهودیانو پیل کړې وه او له فرانکلن یې هم ځکه نفرت درلود چې له نازي المان سره یې سوداګري کوله.

فورډ د دېربورن اینډپنډنټ په نامه نشریه جوړه کړه. په دې نشریه کې یې تر ډېره تورپوستي پر دنده وګومارل او په دې توګه یې ثابته کړه چې نژادي مسایل ورته مطرح نه دي. هغه په دې نشریه کې د یهودانو ضد لیکنې کولې. هنري فورډ د یهودانو پر ضد لسګونه مقالې لیکلې دي. هغه سره له دې چې د یهودانو پر ضد لیکنې کولې، خو ویل به یې چې له دوی سره د تاوتریخوالي ملاتړی هم نه دی. فورډ یوازینی امریکایی دی چې هټلر په خپل کتاب کې د هغه یادونه کړې ده او وایي، فورډ یوازینی مستقل امریکایی دی. بالاخره دغه امریکایي خلاق مدیر په ۱۹۴۷ز کال کې د ۸۳ کلونو په عمر له دې نړۍ ځي. هغه ځي، خو یوه ستره کمپنۍ چې نن هم زرګونه کسان کار ورسره کوي، تر شا پرېږدي او له خدماتو یې ټوله نړۍ ګټه پورته کوي.

Share24Tweet6Share2

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

شي جين پينګ د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کمېټې له غړو سره ولیدل

مارچ 7, 2026

د چين د ۱۴م ملي ولسي کانګرس ۴مې غونډې د خلکو د ژوند په اړه مطبوعاتي غونډه ترسره کړه

مارچ 7, 2026

د چين په لوړو زده کړو کې د شمولیت کچه له ۶۰٪ څخه اوښتې ده

مارچ 7, 2026
_cuva

د چین د فلمي ټکټونو عوایدو د نړۍ لومړی مقام خپل کړی دی

مارچ 7, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In