زه چې کوچنی وم، پلار مې راته یوه خبره کړې وه او هغه خبره مې اوس هم په یاد ده. هغه ویل: «زویه ته چې پیدا شوې، تا ژړل او خلکو خندل، خو داسې ژوند وکړه چې ته مړ شې، ته وخاندې او خلکو وژاړي».
موږ په داسې دور کې اوسېږو چې د ژوند موخه را نه هېره شوې ده. موږ سپوږمۍ ته انسان په منډه خېژولای شو، خو خپله کوڅه کې ګاونډي کره ورتلو ته مو ملا ماته ده. موږ په نړۍ کې هر ځای ته توغندي دقیق او په دقیق وخت ویشتلی شو، خو له خپلو بچو سره کتابتون ته د تلو ژمنه په خپل وخت نه شو پوره کولای.
موږ برېښنالیک، فکس او ډیجیټل عکسونه لرو، له دې لارو تل په اړیکه کې یو، خو بیا هم موږ په داسې وخت کې اوسېږو چې د انسانانو ترمنځ په کې اړیکې ډېرې لږې او تیتې دي. موږ له خپل انسانیت سره اړیکه پرې کړې ده، موږ له خپلو موخو لرې شوي یو او لنډه دا چې موږ پر ډېرو مهمو شیانو ړانده یو.
اوس چې تاسې دا کتاب پیل کړ، حتماً به مو دا پوښتنه له اوله ذهن کې پيدا شوې وي، چې که موږ ومرو څوک به ژاړي؟ تاسې چې دې نړۍ ته د راتلو او په دې نړۍ کې د ګرځېدو امتیاز لری، نو څومره خلکو ته به مو خیر ورسېږي؟ ستاسې ژوند به له تاسې وروسته پر نورو نسلونو څومره اغېز وکړي؟ کله چې تاسې خپله وروستۍ ساه اخلی، تاسې به دې نړۍ ته څه په میراث پرېږدی؟
اورېدلي به مو وي، که ژوند ونه کاروی، ژوند به مو وکاروي. ورځې به مو اونیو، اونۍ به مو میاشتو او میاشتې به مو کلونو او بالاخره کلونه به مو یوه ورځ پای ته ورسېږي. پوهېږی؛ ستاسې به د ژوند اخر کې یوازینی ارمان څه وي؟ هو،وایی به، ولې مې داسې نیمګړی ژوند وکړ.
پوهېږی، دې نړۍ ته له راغلو ټولو انسانانو سره همدا پوښتنه وي، چې څنګه خپل غږ واروي، څنګه په خپل کاروبار کې ارزښت پيدا کړي او څنګه هغه کس شي چې غواړي یې. دا کار او دې ارمان ته رسېدل اسانه دي، بیخي اسانه، تاسې خپل غږ واورئ، زړه مو څه غواړي، څه مو خوښېږي، هغه څه دي چې ورته رسېدل یې تاسې ته بلها خوشالیانې درکوي؟ ایا هغه کسان چې ورته رسېدلي دي، له تاسې کوم زیات امتیاز لري؟ نه، نه، هېڅ یې نه لري. هغوی یوازې خپل غږ اورېدلی، هغوی یوازې هیلې خپلې ژوندۍ ساتلې او هغوی ته یې د رسېدو لپاره شپه او ورځ هڅې کړې دي. هغوی نه دي ډار شوي چې موږ به پر دې لاره لاړ نه شو، دا لاره نه ده سخته، پر هغه تللي کسان اوس ډېر خوشاله دي، هغوی چې تاسې ته دا لاره سخته معرفي کوي، تل ځورېږي، نه یې خوشالي شته او نه یې ارام. له هغوی يې پوښتنه وکړئ چې پر دې لاره تللي.
که غواړی چې رښتینی ژوند وکړی، داسې چې په مرګ مو خلک وژاړي، رښتیا له زړه درپسې وژاړي، نو دا کتاب ولولئ، رښتیا مو د ژوند کولو په مانا پوهوي.
یاد کتاب تازه پښتو ته ژباړل شوی، د کتاب لیکوال روبېن شرما او ژباړن یې میراحمد یاد دی. کتاب ټولټال په ۱۵۷ مخونو کې راټول او د اکسوس کتابپلورنځي لخوا چاپ شوی دی. مینه وال کولای شي پر اکسوس سربېره یې د ښار له لویو کتابپلورنځیو هم په مناسب قېمت تر لاسه کړي.