نجیب محفوظ په ۱۹۱۱ز کال کې په قاهره کې دې نړۍ ته راغلی دی. په ۱۹۳۵ز کال کې یې د قاهرې له پوهنتون د فلسفې په برخه کې د لیسانس سند اخیستی دی. له ۱۷کلنۍ یې لیکوالي پيل کړې ده او لومړنی ناول یې په ۱۹۳۹ز کال کې خپور کړی دی. د قاهرې په اړه د هغه دری ټوکیز ناول د نوموړي له مهمو کارونو ګڼل کېږي. دا ټوکونه بینالقصرین، قصرالشوق او السوکریه نومېږي.
د هغه پلار حکومتي کارکوونکی و، ده هم په حکومت کې کار او فعالیت پيل کړ. له ۱۹۳۴ ز کاله بیا تر ۱۹۷۱ز کال پورې یې د حکومت په بېلابېلو برخو په تېره فرهنګي برخه کې کار کاوه. په لومړي سر کې یې د موقوفاتو په نامه وزارت کې په کار پيل وکړ، بیا د هنر په اداره کې د سانسور مدیر شو، بیا له سینماګرانو د ملاتړ بنسټ رییس شو او په پای کې د مصر د فرهنګ وزارت سلاکار و. هغه ۳۰ داستاني کتابونه لیکلي دي.
د محفوظ ډېری اثار د مصر د هغه وخت د ټولنې له حالاتو سره په اړیکه کې دي. په دې کیسو او ناولونو کې یې د هغه وخت د خلکو ژوند انځور کړی دی. د هغه ډېر کتابونه په فلمونو هم اوښتي. په دې مانا چې تکړه ډایرکټرانو فلمونه ترې جوړ کړي دي. له دې ډلې یو هم (زموږ د سیمې هلکان) دی چې پر داستان یې فلم جوړ شوی دی. د دې داستان د لیکلو له امله پر نجیب محفوظ په ځینو هېوادونو کې بندیزونه هم ولګېدل. نجیب محفوظ تورن شو چې په دې داستان کې یې د دینونو په برخه کې بې احترامي کړې ده او باید پر اثارو یې بندیز ولګول شي. وروسته سلمان رشدي هم ځينې کتابونه ولیکل، خو مصري علماوو به ویل، که نجیب محفوظ مجازات شوی و، نو سلمان رشدي به هم دا جرئت نه وی کړی چې د محفوظ په څېر یې په ځینو کتابونو کې مذهبونو او دینونو ته سپکاوی کړی وی.
سره له دې چې لیکوال د ټي ایس ایلېټ په باور، د خپلو افکارو په بیان کې ازاد دی، خو له ټولنې سره د لیکوال ټکر د هغه د بربادۍ په مانا دی. ډېر لیکوالان شته چې له خپلو ټولنو او د دوی له افکارو سره د ټکر له امله له سترګو لوېدلي دي. محفوظ هم ډېر وخت په مصر کې د خپلو ځینو لیکنو او داستانونو له امله تر بندیزونو لاندې و او مخالفان یې هم کم نه وو. په مصر کې د هغه وخت مشهور دیني عالم عمر عبدالرحمن هم یو ځل همداسې ویلي وو، چې سلمان رشدي د نجیب محفوظ د بښل کېدو له امله د هر څه لیکلو جرئت پیدا کړی دی. همدا خبره وه چې د عمر عبدالرحمن ځينو پلویانو په نجیب محفوظ پسې را واخیسته. سره له دې چې عمر عبدالرحمن وویل، د ده د خبرې مانا د نجیب محفوظ پر ضد د کومې فتوا صادرول نه وو، خو پلویانو یې هغه فتوا وګڼله او یو ځل یې پر نجیب محفوظ برید وکړ. دوی هڅه وکړه چې هغه ووژني، خو محفوظ په ستوني کې سخت ټپي شو. له درملنې وروسته بیا د عمر تر پایه له ساتونکو سره ګرځېده او حکومت د ده ساتنه کوله.
نجیب محفوظ په یوه ځانګړي ماحول او تاریخي پېر کې ژوند کاوه. د هغه ماشومتوب د مصر په کړکېچنو کلونو کې تېر شوی دی. په ۱۹۱۹ز کال کې چې په مصر کې جګړې روانې وې، محفوظ د ماشومتوب کلونه تېرول. په همدې وخت کې انګلیسي ځواکونو هم په مصر کې حضور درلود. ده به چې د کور له کړکۍ بهر کتل، نو انګریزي عسکر به یې لیدل. محفوظ وايي، همدې کشمکشونو د ده پر شخصیت ډېر اغېز پرېښود. د محفوظ مور بیا د الاظهر پوهنتون د یوه استاد لور وه، مورنی نیکه یې هم لیکل کول او تکړه استاد و. تر څنګ یې پلار هم دولتي مامور و، نو ځکه یې پر ده هم اغېز وکړ او د شخصیت په وده کې یې دا مسایل مثبت تمام شول.
محفوظ خپل ډېر اثار او کیسې په قاهره کې لیکلي دي. هغه په لومړي سر کې د مصر له تاریخ سره خورا ډېره علاقه لرله. ده به د مصر تاریخ مطالعه کاوه او بیا به یې کوښښ کاوه چې د دغه هېواد پخوانی تاریخ په هره بڼه چې وي، تر خلکو ورسوي. د مصر تاریخي عظمت، دودونه، افکار، د افکار بدلون او نور ورته مسایل د محفوظ د داستانونو تر ټولو مهمې سوژې وې.
محفوظ هغه وخت ځوان و، نو د نړۍ د نورو لیکوالانو لیکنې یې لوستلې. مدرنیزم او د مصر د دودیزې ټولنې بدلول یې د لیکلو مفکوره شوه. ده غوښتل په مصر کې ځینې حاکم دودونه ختم کړي او په دې توګه دغه هېواد د نړۍ له مدرنیستي جریانونو سره یو ځای کړي. تر ډېره یې د فرانتیس کافکا، مارشل پروسټ او جیمز جویس اثار لوستل. بیا به یې د دوی تر اغېز لاندې لیکل کول. ده په لیکنو کې خپله مفکوره پاللــه، د ده اثار چې ولوستل شي، لوستونکي پوهېږي چې دی پر کومه لار روان و. هغه غوښتل چې سوسیالېزم او ځينو نورو مواردو ته هم په خپلو لیکنو کې ځای ورکړي. ده داسې ډېر شیان هم لیکل چې د مصر په هغه وخت ټولنه کې یې لیکل جرم و او له همدې امله ډېر وخت له ربړونو او ستونزو سره هم مخ شوی دی.
د دې تر څنګ یې کلاسیک روسي لیکوالان هم لوستل او له دوی په خپلو اثارو کې اغېزمن و. محفوظ تر ډېره په قاهره کې لیکل کړي دي، نو د لیکوالۍ چاپېریال یې هم قاهره او شاوخوا سیمې دي. د هغه کرکټرونه د قاهرې عادي اوسېدونکي دي چې په دغه ښار کې له روانو بدلونونو او حالاتو سره لاس او ګریوان دي. دوی د مدرنیزم او د نړۍ د پرمختګ له امله او همدا راز په خپل ذهن کې د دودونو د بایللو له وېرې سره لاس او ګریوان دي او د محفوظ اثارو همدغه وېره او وهم انځور کړی دی.
هغه په ډېره بریالۍ توګه د خپلو کرکټرونو داخلي یا ذهني حالت انځوروي. په دې لړ کې خپل فلسفي او ټولنیز افکار هم ځایوي. دی د خپلو نظریاتو پر مټ په کرکټرونو کې سیاسي، اخلاقي او سنتي تحرک پیدا کوي.
مخکې مو هم وویل چې د محفوظ کار په اصل کې په ۱۹۵۰ز کال کې د مصر په اړه د دریو کتابونو له لیکلو پیل شو. دغه کتابونه په بېلو پړاوونو کې د مصر د دریو نسلونو ژوند بیانوي او په دریو بېلو کتابونو او داستانونو کې راځي. همدې کتابونو نجیب محفوظ ته په مصر کې یو ځانګړی ځای ورکړ، ځکه په هغه کې یې د مصر ډېرو ناوړه دودونو ته د نقد ګوته نیولې وه. د یو څه وخت لپاره په ۱۹۵۲ز کال کې محفوظ له لیکلو او خپرولو لاس واخیست. خو بېرته یې په ۱۹۵۹ز کال کې بیا لیکوالۍ، لیکلو او خپرولو ته مخه کړه. له همدې وروسته یې سلګونه کیسې او نندارې ولیکلې.
(Palace of Desire) یې د همدې دریو کتابونو له ډلې دی. په هغه کې د یوه توند خویه، دودپال او خورا قهرجن کس کیسه بیان شوې ده چې خپله کورنۍ په ډېرو سختو شرایطو کې ساتي او له هر ډول ازادۍ یې محرومه کړې ده. کیسه نه یوازې دا کورنۍ تر بحث لاندې نیسي؛ بلکې په مصر کې د هغه وخت ظالمانه دودونه ټول څېړي او پایلې یې له لوستونکو سره شریکوي. د انډېپېنډنټ مجلې د ادبې برخې د تحلیلونو او لیکنو مسوول او نقاد فیليپ سټوراټ وايي، چې د محفوظ ډېر کتابونه یې انګلیسي ته ژباړلي دي. د ده په خبره، د نړۍ په ادبیاتو کې د (Palace of Desire) په څېر اثر نشته او دا یو بې جوړې اثر ګڼل کېږي. هغه وايي، دا د تولستوی او نورو لیکوالانو شهکارونو ته ورته اثر دی، چې تر اوسه یې مثال په نړۍ کې نشته. داستان ورور ورو مخ ته روان وي، عجله او بېړه پکې نشته. د نړیوالو لیکوالانو او نقادانو په باور، محفوظ بریالی شوی دی چې مهمې صحنې په خورا ښه شکل سره و اوبي او د کرکټرونو ترمنځ ابهام ورک کړي. هغه په خورا زړه راښکونکې توګه صحنې انځور کړې دي او د مصر د دودیزې ټولنې مسایل یې په دغه کتاب کې نقد کړي. تر څنګ یې د هغه وخت سیاسي جریان ته هم اشاره کړې ده. د اېټالیا او انګلیس لاسوهنې یې تر ارزونې لاندې نیولې دي او د دوی تاثیرات یې پر مصري ټولنه هم د بحث موضوع ده.
محفوظ په سیاسي لحاظ هم له ځینو مفکورو متاثر و. دی پخپله هم وايي چې له ټولو لیکنو مې د سیاست بوی حس کولی شی. هغه د سوسیالېزم او ډیموکراسۍ دواړو پلوی و. دواړو ته یې په خپلو لیکنو کې کمپاین کړی، خو تر څنګ یې بیا د مذهبي افراطیت سخت مخالف سړی و او پر وړاندې یې کلک دریځ درلود.
محفوظ په ۱۹۸۸ز کال کې د بشریت د فکري ودې او په دې برخه کې د نوو افکارو د پنځولو له امله د نوبل نړیواله ادبي جایزه وګټله. په دې توګه نو دی لومړنی عرب لیکوال و چې د نوبل جایزه ګټي. محفوظ د ناروغۍ له امله د نوبل جایزې اخیستو ته له تګه پاتې شو، خو په یوه متن کې یې لیکلي وو:((زه د دوو تمدنونو اولاد یم. دغو دوو تمدنونو د تاریخ په یوه ځانګړي پړاو کې له خوښۍ ډک امتزاج درلود. لومړنی تمدن اووه زره کلن دی او دویم تمدن چې تر ۱۴۰۰ کاله پورې عمر لري. زه د اسلامي تمدن په اړه ډېر څه نه وایم، دا چې موږ په بشریت کې برابري رامنځ ته کړه، یو باعظمته پیغمبر مو درلود، موږ ازادي راوسته، بشر او نړۍ ته دا هرڅه معلوم دي. خو یوه بل څه ته اشاره کوم، مسلمانانو چې کله په بریالۍ توګه بیزنتین ونیو، نو سلګونه کسان یې له ځان سره بندیان کړل. بیا یې له مقابل لوري وغوښتل چې مسلمانان به بندیان ور ازادوي، خو دوی به د بندیانو په مقابل کې د لرغوني یونان د طب، ریاضیاتو، هندسې او فلکیاتو کتابونه ورکوي. مسلمانانو کتابونه واخیستل او بیزانتین ته یې بندیان ورخوشي کړل. همدا د انساني روح عظمت او راتلونکي بشریت ته د سپېڅلې روح پاک نیت ثابتوي)).
محفوظ د ۲۰۰۶ز کال په اګسټ کې د زړه د حملې له امله په قاهره کې ومړ. سره له دې چې هغه مخکې هم د زړه، سږو، معدې او ګردو له ناروغیو کړېده، خو کله کله به یې د زړه ناروغي خورا شدیده شوه. هغه د حکومت له لوري په خورا شانداره جوړو شوو مراسمو کې خاورو ته وسپارل شو. حکومت داسې مراسم ورته جوړ کړي وو، لکه د یوه ولسمشر لپاره چې جوړېږي او سلګونو کسانو یې په جنازه کې ګډون کړی و. هغه د خپل عمر تر پایه ۳۴ ناولونه او ۳۵۰ لنډې کیسې ولیکلې. پښتو ته یې هم ځينې لنډې کیسې او لیکنې ترجمه شوې دي.