محمد هاشم میوندوال په ۱۹۲۳ ز کال کې دې نړۍ ته سترګې غړولې دي. نوموړی په یوه روحاني او علمي کورنۍ کې دې نړۍ ته راغلی دی او د همدې کورنۍ تر سیوري لاندې رالوی شو. پلار یې په اصل کې د غزني د مقر ولسوالۍ و، خو د کابل په عاشقان عارفان کې اوسېده او په همدې سیمه کې د یوه جومات ملا امام هم و. پلار یې ملنګ سړی و. د دنیا او شتمنۍ په غم کې نه و او عادي ژوند یې کاوه، خو په پوهه او علم سمبال و. مورنی نیکه یې هم عالم سړی وی. صاحبزاده مولوي ګل احمد احمدزی نومېده چې د هېواد په نومتو دیني علماوو کې شمېرل کېږي. نوموړی د اسلامي کنفرانس په لومړۍ غونډه کې د افغانستان استازی و. هلته یې د علمي درایت لرلو له امله، د غونډې مشري هم وکړه او ټولو علماوو یې لیاقت ستایه.
محمد هاشم لومړنۍ زده کړې په غازي لیسه کې بشپړې کړې. بیا حبیبیې لېسې ته لاړ او پاتې زده کړې یې دلته وکړې. قوي استعداد او ذکاوت یې درلود. ځيرک زده کوونکی و. چوپتیا یې تر ټولو ستره ځانګړنه وه. ډېرې خبرې یې نه کولې، خو د خپلو همزولو په منځ کې تر ټولو چالاک، ځیرک او با استعداده و.
د لیسې په وروستیو کلونو کې یې پردیس تخلص کاوه. په ښوونځي کې به یې کنفرانسونه جوړول او ویناوې به یې کولې. په دې وخت کې یې په عاشقان عارفان سیمه کې په خپله غریبانه جونګړه کې له مور، دوو وروڼو او خپلې مېرمنې سره ژوند کاوه. مېرمن یې د توبرکلوز پر ناروغۍ اخته شوه. له یوې خوا یې اقتصادي وضعیت کمزوری و او له بلې خوا د دې ناروغۍ علاج هغه مهال سخت و، نو د همدې ناروغۍ له امله یې مېرمن مړه شوه. میوندوال د خلکو له منځه راپاڅېدلی شخصیت و او تر مرګه یې د خلکو په منځ کې ژوند وکړ.
په ۱۹۴۲ ز کال کې چې کله له ښوونځي فارغ شو، نو هڅه یې وکړه چې خپل سیاسي ذکاوت او فکري پراختیا ډېره کړي. ده په ورځپاڼو کې کار پیل کړ او لیکوال شو.
په ۱۹۴۷ ز کال کې یې د انیس ورځپاڼې مسوولیت پر غاړه واخیست او د میوندوال تخلص یې پر ځان کېښود. هغه په ورځپاڼه کې د خپلو اصلاحي افکارو د خپرولو پیل وکړ. لومړی ګزار یې پر فیوډالېزم او خان خانۍ و. ده غوښتل دا دود د خپلو لیکنو پر مټ ختم کړي او یا لږ تر لږه دې موضوع ته د روشنفکره طبقې پام کړي، چې خان خانۍ څومره خلک له ستونزو سره مخ کړي دي. بیا یې دا نظریه مطرح کړه چې د ښاروالانو ګومارل باید د خلکو خوښې ته پرېښودل شي او دوی رایه ورکړي. دې مسایلو د دربار حساسیتونه وپارول او داسې یې و انګېرله، چې ګواکې دا مسایل د دوی له پالیسۍ او سیاستونو سره په ټکر کې دي.
میوندوال چې کله د انیس ورځپاڼې مسوول و، نو د ژوندون په نامه مجله هم بازار ته راووته. ده هم پکې همکاري لرله. په انیس کې تر کار وروسته، د څه مودې لپاره د مطبوعاتو د مستقل ریاست مرستیال و. وروسته د پادشا مطبوعاتي سلاکار وګومارل شو. بیا یو کال وروسته د مطبوعاتو د مستقل ریاست د رییس په توګه وګومارل شو. دی چې کله دې څوکۍ ته ورسېد، نو انیس ورځپاڼې به د ولسي جرګې ټولې غونډې او بیانیې خپرولې. په دې وخت کې مهم شخصیتونه لکه استاد حبیبي، ډاکتر محمودي، ګل پاچا الفت او نور د ولسي جرګې غړي وو.
هاشم میوندوال په مطبوعاتو کې مهم او له ويښتیا سره مل کارونه وکړل. ده په شعوري توګه هڅه کوله څو خپله ټولنه او وګړي د نړۍ له نوو او ګټورو افکارو سره اشنا کړي. له همدې امله یې لیکنې کولې او خلک یې په نړۍ کې د نوو حکومتونو له جوړښتونو او پرمختګونو خبرول. له دې ګټورو او اغېزناکو فعالیتونو وروسته، میوندوال په امریکا کې د افغانستان په سفارت کې د مستشار په توګه وګومارل شو. بیا یې د بهرنیو چارو وزارت د مرستیالۍ دنده پر غاړه واخیسته.
میوندوال به د کابینې په غونډو کې ګډون کاوه. له مشهورو نړیوالو سیاستوالو سره یې کتل او پر مهمو هوکړو یې څرګندونې او نظرونه ورکول. یو ځل یې پر دې نظر ورکړ چې له روسیې سره د افغانستان پر تړون باید بیاکتنه وشي. د ده په خبره، په دې کې داسې موارد دي چې د افغانستان استقلال ته زیان رسوي، خو روسیې پر دې کار غبرګون وښود او له افغان چارواکو سره یې دا خبره ونه منله. له همدې امله په حکومت کې هم ځینې مخالفتونه ورسره پیل شول او حکومت دی امریکا ته ولېږه او هلته د افغانستان سفیر شو. کله چې سردار داوود خان استعفا ورکړه، نو د دوکتور محمد یوسف په حکومت کې میوندوال د مطبوعاتو د وزیر په توګه وګومارل شو، خو وروسته د ځينو دسیسو ښکار شو چې نږدې وو د مخالفینو په توطئه کې ووژل شي.
وروسته دوکتور محمد یوسف خپله دنده پرېښوده او میوندوال د صدر اعظم په توګه وګومارل شو. میوندوال د صدارت پر څوکۍ تر ګومارل کېدو وروسته، د باور رایې د اخیستو لپاره پارلمان ته لاړ. هلته یې د خپل حکومت تګلاره بیان کړه او د وکیلانو له تاوده هرکلي سره مخ شوه. ده په خپله وینا کې وویل، د افغانستان نوی حکومت غواړي ټولو هغو توقعاتو ته پاملرنه وکړي چې د افغانستان خلک یې لري او د قانون په چوکاټ کې دي. ده وویل، ستر هدف دا دی چې په ټول هېواد کې بشري کرامت ته درناوی وشي، ولسواک نظام د افغانستان د ترقۍ او پرمختګ وسیله وګڼل شي او د خلکو معنوي او مادي پرمختګ تامین کړل شي.
میوندوال ځيرک واکمن و. هغه چې کله پارلمان ته وینا پیل کړه، نو د وکیلانو تشویقونه یې له ځان سره لرل. ټولو په پوره خوشالۍ او چکچکو رایه ورکړه. ځینو وکیلانو خو د باور رایې تر ورکولو وروسته، هغه پر اوږو پورته کړ او په همدې شورماشور کې یې له پارلمان څخه را و ایست. په همدې وخت کې د کابل پوهنتون محصلینو ځینې لاریونونه کړي وو چې د حکومت له غبرګون سره مخ شوي وو. میوندوال لومړنی کار دا وکړ چې د پوهنتون وضعیت یې ځان ته روښانه کړ. ټولو مشوره ورکړه چې باید پوهنتون ته لاړ نه شي، ځکه محصلین به یې زیان ورته ورسوي. بلخوا شاهي کورنۍ نه غوښتل چې صدراعظم دې له مخالفو جهتونو سره وګوري، خو دی له ساتونکو پرته پوهنتون ته لاړ، له محصلینو سره یې غمشریکي وکړه، د دوی غوښتنې یې واورېدې او د عدالت د تامین ژمنه یې وکړه.
میوندوال د باور رایې له تر لاسه کولو سره سم په اصلاحاتو پیل وکړ. ده د پولیسو او نورو حکومتي ادارو په برخه کې اصلاحاتو ته مټې و نغاړلې، خو په دې هم سترګې پټول نه دي پکار چې مخالفین یې آرام نه وو ناست. په تېره هغه کسان چې له روسیې سره یې خواخوږي لرله او یا په یو ډول نه یو ډول شاهي کورنۍ ته نږدې وو. دواړو لورو دا احساسوله چې ښایي خطرونه ورته متوجه وي، نو ځکه به يې په کارونو کې خنډونه ورته جوړول.
د میوندوال په خبره، د افغانستان ملي ژوند او کړه وړه باید ملي، تاریخي او فرهنګي اړتیاوو ته په کتو تنظیم شي. نوموړي به ویل، ولسواکي، ازادي، انساني کرامت ته درناوی، د قانون حاکمیت، مساوات، تعاون، ټولنیز پرمختګ او دې ته ورته نور هغه موارد دي چې افغانان شدیده اړتیا ورته لري او حکومت باید د خلکو دا ارمانونه پوره کړي. ده ویل، ملت د هر ډول تبعیض پر وړاندې ولاړ دی، خو د دې اړتیا ده چې دغه برخه نوره هم فعاله شي، خلک سره متحد شي، تبعیض ختم کړل شي، قبیله پرستي ختمه شي، تعصبات له منځه لاړ شي او استبداد زوال وکړي. هغه په اقتصادي، ټولنیزه، فرهنګي، مدني اخلاقي او معنوي برخه کې د ژوند د ښه کولو لپاره پراخ پلانونه لرل.
هاشم میوندوال په نړیواله کچه هم ثابت او واضح دریځ درلود. هغه په ۱۹۳۷ ز کال کې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان په استازیتوب وینا وکړه. هلته یې د اسرایلو پر فعالیتونو او پلانونو سخته نیوکه وکړه. ده وویل، په هر مکر او فریب چې وي، د خپلې خاورې پراخول او د نورو حقوق تر پښو لاندې کول د بشري او نړیوالو قوانینو ضد عمل دی، نو امریکا او اسرایلو ته پکار ده چې له ورته جنایتونو لاس واخلي. د هغه بیانیه خورا تونده او امریکا یا هم اسرایلو د افغان حکومت د داسې بیانیې تمه نه لرله. ډېری تاریخپوهان پر دې باور دي چې همدې بیانیې امریکایان او ځينې نور هېوادونه میوندوال ته متوجه کړل او د ده پر ضد یې د توطئو جوړولو ته ملا وتړله. په ده پسې لیکنې وشوې، په کور د ننه هم ځينې کړۍ په دې کار کې له امریکا سره ملې وې او ښايي په یو ډول نه یو ډول یې ملاتړ کاوه. همدا کشمکشونه وو، چې د میوندوال د حکومت دوره دومره اوږده نه شوه او د هغه ټول ارمانونه پوره نه شول.
د خپل حکومت پر مهال یې مهم کارونه کړي دي. د ګازو د استخراج کارونه یې پیل کړل، د اوبو بندونه یې جوړ کړل، د کابل- کندهار په څېر د لویو لارو د جوړولو چارې یې پرانیستې، فابریکې یې فعالې کړې، پراخ اقتصادي پلانونه یې لرل، خو د وخت حکومتونو یې پر وړاندې خنډونه جوړول او پلانونه یې ناکام بلل کېدل. سره له دې چې د میوندوال د اقتصادي پلانونو ان په نړۍ کې تود هرکلی له ځان سره درلود، خو دلته یې د عملي کولو څوک نه وو.
میوندوال هڅه کوله چې له ولس سره له نږدې اړیکه ولري. له ولس سره هسک ټيټ کېده. د خلکو غوښتنې یې اورېدې. مطبوعاتو ته یې پراخه ازادي ورکړې وه. کتابونه چاپېدل او راډیوګانو فعالیت پيل کړ. ده یې ملاتړ کاوه او د دې پلوی و چې خلک په هر څه خبر وي. میوندوال له فشارونو وروسته استعفا ته اړ شو. بیا تر استعفا وروسته د درملنې لپاره بهر ته لاړ. پادشا ورپسې احوال واستاوه چې هېواد ته دې نه راځي، که وغواړي هر ځای یې د سفیر په توګه ګومارلی شي. خو میوندوال و نه منله او بېرته هېواد ته راستون شو. د خلکو په منځ کې هسک ټيټ کېده او د خلکو په مجلسونو کې یې برخه اخیسته.
بیا چې کله شهید سردار داوودخان واک ته رسېږي، نو د حکومت په لومړیو کې یې ځینې کسان د یوې کودتا د پلانولو په تور نیول کېږي. له هغه ډلې یو هم هاشم میوندوال و. میوندوال همدلته د څرخي پله په زندان کې سا ورکوي او د نوموړي د مرګ په اړه هم ضد نقیض معلومات دي. مخالفین یې پر دې باور دي چې هغه ځان زندۍ کړی دی. خو پلویان یې وايي چې هغه د مخالفینو له لوري تر محکمې مخکې په زندان کې ووژل شو.
میوندوال د هېواد لپاره مهم پلانونه لرل، خو د ولسواکۍ لسیزه په افغانستان کې نوې وه. ولسواکي او مشروطه نظام په افغانستان کې نوې تجربه وه، نو ځکه لا هم له صدراعظم سره دومره واک نه و، چې هغه دې د خپلو پلانونو په عملي کولو کې دومره پیاوړی وي. نو ځکه د میوندوال او نورو مطرحو شخصیتونو د هغه وخت ډېر مهم او اغېزناک پروګرامونه او پلانونه بې پایلې پاتې شول.