جمعه, اپریل 24, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    بغلان کې د نساجي فابریکه هره ورځ نږدې ۲۰۰۰ متره ټوکر تولیدوي

    اسلام‌کلا بندر؛ څه باندې ۳۳ ټنه بې‌کیفیته اوسپنیز مواد بېرته مسترد شول

    د بهرنیو اتباعو د کاري ویزو او جوازونو د تنظیم په اړه ناسته وشوه

    مطیع‌الحق خالص؛ د ایکولوژیکي سرمشرییزې پرانیسته کې ګډون کړی

  • نړۍ

    د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا اعلان کړې ده

    پزشکیان: د ژمنو ماتول او بندیزونه د ایران او امریکا د خبرو خنډ دي

    امریکا له ایران سره اوربند غځولی دی

    قالیباف: ایران د ګواښونو تر سیوري لاندې خبرې نه مني

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    پاکستان؛ کراچۍ کې روان کال دترافیکي پېښو له امله ۳۱۲ کسان مړه شوي

  • دریځ

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    بغلان کې د نساجي فابریکه هره ورځ نږدې ۲۰۰۰ متره ټوکر تولیدوي

    اسلام‌کلا بندر؛ څه باندې ۳۳ ټنه بې‌کیفیته اوسپنیز مواد بېرته مسترد شول

    د بهرنیو اتباعو د کاري ویزو او جوازونو د تنظیم په اړه ناسته وشوه

    مطیع‌الحق خالص؛ د ایکولوژیکي سرمشرییزې پرانیسته کې ګډون کړی

  • نړۍ

    د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا اعلان کړې ده

    پزشکیان: د ژمنو ماتول او بندیزونه د ایران او امریکا د خبرو خنډ دي

    امریکا له ایران سره اوربند غځولی دی

    قالیباف: ایران د ګواښونو تر سیوري لاندې خبرې نه مني

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    پاکستان؛ کراچۍ کې روان کال دترافیکي پېښو له امله ۳۱۲ کسان مړه شوي

  • دریځ

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه معلوماتي پوهنتون

وادي هلمند د لوړو زده کړو موسسه

حمیدالله حمیدي

اکتوبر 20, 2019
in پوهنتون
0 0

وادي هلمند د لوړو زده کړو موسسې په ۱۳۸۹ لېږدیز لمریز کال کې د لوړو زده کړو وزارت له منظورۍ وروسته، په هلمند ولایت کې د یوه پوهنځي (طب) په درلودلو سره پر فعالیت پیل وکړ او عملاً یې په یاد پوهنځي کې محصلین د زده کړو لپاره جذب کړل. د دې موسسې د علمي چارو مرستیال ولي محمد افغان لشکري وایي، وادي هلمند د لوړو زده کړو موسسه په جنوب- غرب حوزه کې یوازینی خصوصي بنسټ دی، چې پر فعالیت یې پیل کړی دی. د معیارونو تر پوره کولو وروسته، په ۱۳۹۲ لېږدیز لمریز کال کې لوړو زده کړو وزارت یادې موسسې ته د ښوونې او روزنې او شرعیاتو پوهنځي د تاسیس جوازونه هم ورکړل. دغه موسسه اوسمهال څلور پوهنځي (طب، ښوونه او روزنه، شرعیات او حقوق) لري. ښاغلی لشکري وایي، لوړو زده کړو وزارت ته یې د اقتصاد او ژورنالېزم پوهنځي غوښتنلیکونه هم سپارلي، دا چې څه وخت به یې جواز ورکړل شي، په اړه یې معلومات نشته.

د وادي هلمند د لوړو زده کړو موسسې د طب پوهنځی دوه ډېپارټمنټونه (کلینیک او پارا کلینیک)، حقوقو پوهنځي دوه ډېپارټمنټونه (اداره او ډیپلوماسي، قضا او څارنوالي)، شرعایتو پوهنځی دوه ډېپارټمنټونه (اسلامي تعلیمات او فقه او قانون) او ښوونې او روزنې پوهنځی بیا د ( پښتو او انګلیسي ادبیاتو) ډېپارټمنټونه لري. د لوړو زده کړو دغه موسسه ټولټال ۱۴۵۰ محصلین لري، چې له دې ډلې ۶۵۰ یې ښځینه او پاتې نور یې نارینه محصلین دي. د وادي هلمند له لوړو زده کړو موسسې څخه تر اوسه پورې ۱۲۵۰ محصلین چې ښځینه محصلینې هم پکې شاملې دي، تر اوسه پورې فارغ شوي او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شوي دي. ښاغلی لشکري وایي، دوې دورې محصلین یې له طب پوهنځي، پنځه دورې له حقوقو پوهنځي، دری دورې له شرعایتو پوهنځي او له ښوونې او روزنې پوهنځي څخه بیا تر اوسه پورې یوه دوره محصلین فارغ شوي، چې ډېری یې خپله د هلمند ولایت په ښوونځیو کې د مسلکي ښوونکو په توګه پر دندو ګومارل شوي دي.

په وادي هلمند د لوړو زده کړو موسسه کې د تدریس چارې په ټولو پوهنځيو کې د ماسپښین له یوې بجې وروسته شروع کېږي او د مازدیګر تر څلور بجو پورې دوام کوي. دا چې په دغه موسسه کې د تدریس چارې د څو استادانو لخوا مخ ته وړل کېږي، لشکري یې په اړه څه ونه ویل، خو د استادانو د تحصیلي کچې په اړه وايي چې د لوړو زده کړو وزارت له غوښتنو سره سم یې ځینې ماسټر استادان پر دندو ګومارلي او پاتې نور یې لېسانس دي. ښاغلی لشکري وايي، تر اوسه پورې یې د استادانو په ډله کې کوم دوکتور استاد نشته، خو هڅه به وکړي چې لومړی خپل ټول استادان ماسټر کړي او له هغه وروسته به ورته په کور د ننه او بهر کې د دوکتورا زمینه هم برابره کړي.

د لوړو زده کړو دغه موسسه په کور د ننه بیا په ځانګړې توګه له هلمند دولتي پوهنتون او په دغه ولایت کې له نورو خصوصي پوهنتونونو او د لوړو زده له موسسو سره ښې علمي اړیکې لري. د دې موسسې علمي مرستیال ولي محمد افغان لشکري وایي، کله چې په خپله موسسه کې ورکشاپ او یا هم کوم سمینار جوړوي، د دغو پوهنتونونو استازو ته بلنه ورکوي او دغه راز وخت ناوخت له دغو پوهنتونونو سره خپلې تجربې شریکوي او تر څنګ یې د هغوی له تجربو هم ګټه اخلي. وادي هلمند د لوړو زده کړو موسسه د خپلو محصلینو او استادانو لپاره مجهز کتابتون لري، چې اوسمهال یې تر یوې کچې پورې ستونزې حل کړې دي، خو د دې موسسې اداره په پام کې لري چې په راتلونکي کې خپل کتابتون لا غني او ډیجیټالي کړي.

ښاغلی لشکري وایي، کتابتون، کمپیوټر لب او تحقیقي مرکزونه د پوهنتونونو اساسي پایې دي، چې باید محصلینو ته یې امکانات برابر شي. دی وایي، پر رسمي ساعت سربېره، د دې موسسې محصلین کولی شي په غیر رسمي وخت کې هم له کتابتون، کمپیوټر لب، سپورټي میدانونو او شنې ساحې څخه ګټه واخلي. نوموړی وایي، د کتابتون تر څنګ د محصلینو لپاره مجهز کمپیوټر لب لري او نور هغه امکانات یې ورته برابر کړي، چې په یوه پوهنتون کې د محصلینو اړتیا بلل کېږي.

د خصوصي پوهنتونونو ډېری محصلین شکایت کوي، چې پر وخت ورته تحصیلي اسنادونه نه ورکول کېږي، څو دوی ترې د دندې پیدا کولو او یا هم نورو لوړو زده کړو په برخه کې ګټه واخلي، خو د وادي هلمند د لوړو زده کړو موسسې علمي مرستیال وایي، هڅه کوي چې په وخت محصلینو ته تحصیلي اسناد یا تصدیق پاڼې وسپاري، خو دا چې په افغانستان کې هېڅ شی هم د وړاندوینې وړ نه دي، نو په دې برخه کې پر ستونزو اعتراف کوي. لشکري وایي، دوی په دې برخه کې هڅه کوي، خو دا چې د خصوصي پوهنتونونو شمېر زیات او په لوړو زده کړو وزارت کې د دغو پوهنتونونو د ریاست د کار کوونکو شمېر کم دی، نو کله کله د فارغ شویو محصلینو د تحصیلي اسنادونو تایید یو څه ځنډېږي.

ښاغلی لشکري وایي، وادي هلمند د لوړو زده کړو موسسه، د محصلینو لپاره په بېلابېلو کټګوریو کې تخفیف لري. هغه وایي، د نوملیکنې پر مهال او د سمیسټر په شروع کې د محصلینو لپاره بېلابېل تخفیفونه لري. د نوموړي په خبره،  اداره یې د محصل اقتصادي وضعیت او دغه راز ذکاوت ته ګوري او د هغه له مخې ورته تخفیف ورکوي. لشکري وایي، نه یوازې د زده کړو په برخه کې ورته تخفیف ورکوي، بلکې هڅه کوي چې د زده کړو تر څنګ، د محصل لپاره نور هغه امکانات برابر کړي، چې له مخې یې د هغه په تجربو او وړتیاوو کې زیاتوالی راځي. د دغې موسسې اداره وايي، په هلمند ولایت کې هم له ځینو سکټوري ادارو او ځینو ریاستونو سره هوکړې لري، چې له مخې یې ځینې محصلین دوی ته ور پېژندل کېږي او دوی ورته د یو څه تخفیف په بدل کې د زده کړو زمینه برابروي.

د وادي هلمند د لوړو زده کړو موسسې اداره غواړي چې د خپل ستراتیژیک پلان او د لوړو زده کړو وزارت د معیارونو پر اساس د محصلینو لپاره ټول د اړتیا وړ توکي او امکانات برابر کړي. ښاغلی لشکري وایي، د کتابتون غني کول، مجهز کول او ډیجیټالي کول، دغه راز د یوه مجهز کمپیوټر لب جوړول، د شنې ساحې پراخول، په ښه کیفیت د یوه اکاډمیک چاپېریال برابرول او د ماسټرۍ پروګرام پیلول یې لومړیتوبونه دي.

د دې موسسې اداره له لوړو زده کړو وزارت څخه غواړي، چې د تضمین کیفیت د معلومولو لپاره لومړی باید د ولایتونو اقتصادي او امنیتي وضعیت په پام کې ونیول شي او تر څنګ یې هغه کوم پلاوی چې د کیفیت د تضمین معلومولو لپاره پوهنتونونو ته استول کېږي، باید مسلکي وي او له هر ډول تبعیض پرته پرېکړه وکړي. د دې ترڅنګ، ښاغلی لشکري له لوړو زده کړو وزارت څخه غواړي، چې کارونه یې پر وخت ورته اجرا کړي او پر وخت ورته د هو او نه ځواب ورکړي.

Share16Tweet1Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

شي‌ جين پينګ: د يي وو ښار د پرمختګ تجربه دې راغونډې او وکارول شي

اپریل 23, 2026

بېجينګ: د ياسوکوني معبد په اړه د جاپان منفي کړنې د نړيوال عدالت خلاف پاروونکی عمل دی

اپریل 23, 2026

د چین او کمبوډیا د خارجه او دفاع وزیرانو (۲+۲) د ستراتیژیک ډیالوګ میکانیزم لومړی غونډه ترسره شوه

اپریل 23, 2026

کوریا جمهوريت چين ته د داوطلبه پوځيانو جسدونه وسپارل

اپریل 23, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In