جان کوینسي ادامز د امریکا شپږم ولسمشر دی. هغه په ۱۷۶۷ ز کال کې په ماسوچست کې زیږېدلی او د ۱۸۴۸ ز کال د فبرورۍ په ۲۳مه مړ شوی دی. هغه د ۱۸۲۵ او ۱۸۲۹ ز کلونو ترمنځ د امریکا ولسمشر و. د امریکا د ولسمشرانو ترمنځ جان کوینسي ادامز وتلی نوم دی او د خپل واک په موده کې یې دغه هېواد ته مهم خدمتونه کړي دي. د دې تر څنګ، کلونه کلونه په کانګرېس کې د امریکايي وګړو استازی پاتې شوی دی. هغه ډيپلومات و، پوځي کارپوه و، په امریکا کې یې اصلاحات غوښتل او د پرمختګ پلوی و.
جان کوینسي ادامز د امریکا لومړنی ولسمشر دی، چې د دغه هېواد د یوه تېر ولسمشر زوی ګڼل کېږي. ده ته له کاري اړخه ډېرې ځانګړنې او ځیرکتیاوې له پلاره په میراث پاتې وې. ډېری خویونه او عادتونه یې پلار ته ورته وو. د ده پلار جان ادامز د امریکا دویم ولسمشر و، چې نن هم په دغه هېواد کې له ځانګړي ځای او درناوي برخمن دی.
ادامز په هاروارډ پوهنتون کې حقوق لوستي وو. په ۲۶کلنۍ کې د امریکایي استازي په توګه هالنډ ته لاړ. په همدې ځای کې یې فعالیتونه تر سره کول او کارونه یې د پام وړ وو. بیا یې پرمختګ وکړ او د برلین سفارت ته لاړ. په برلین کې یې هم د امریکا ښه استازولي وکړه. په ۱۸۰۲ ز کال کې د امریکا د سنا غړی شو. شپږ کاله پس ولسمشر مدیسون؛ جان کوینسي ادامز په روسیه کې د امریکا سفیر او استازی وګوماره. هغه په دې سخت ماموریت کې مهم کارونه تر سره کړل او هڅه یې کوله چې د امریکا او روسیې ترمنځ اړیکې ښې کړي.
د مونرو د واکمنۍ پر مهال، جان کوینسي ادامز د بهرنیو چارو د وزیر په توګه دنده تر سره کوله. هغه په دې ماموریت کې خورا پیاوړی او تکړه کس و. امریکایي حکومت د هغه هڅې او فعالیتونه نه هېروي. ډېری امریکایان پر دې باور دي چې ښایي ادامز د امریکا په تاریخ کې د بهرنیو چارو تر ټولو پیاوړی وزیر و.
جان کوینزي ادامز د ۱۹مې پېړۍ په لومړیو کې د شته عرف په اساس، د ولسمشر د ځای ناستي په توګه وپېژندل شو. هغه وخت عرف دا و، چې د بهرنیو چارو وزیر تر ولسمشر وروسته یا د ستونزې په صورت کې د ولسمشر ځای ناستی کېدای شي. خو د ولسمشر د ګومارل کېدو دودیز عرف په امریکا کې نور د بدلېدو په حال کې و.
په ۱۸۲۵ز کال کې په امریکا کې د یوازیني ګوند په منځ ټوټې کېدل او د نوو ډلو رامنځ ته کېدل پيل شوي وو. هرې ډلې غوښتل چې د ولسمشریزو ټاکنو لپاره یو نوماند ولري. په هغه وخت کې د شمالي وګړو نوماند جان کوینسي ادامز و، هغه په الکترال او عمومي رایې اچونه کې له جنرال اندرو جکسون وروسته و. خو په دې منځ کې یې له ویلیام کرافورد او هنري کلي ډېرې رایې ګټلې وې. نو دا چې له دریو نوماندانو یوه هم اکثریت رایې نه وې خپلې کړې، نو د استازو مجلس اړ و چې له دریو نوماندانو یو د ولسمشر په توګه ومني. دا دری باید هغه کسان وي چې تر نورو ډېرې رایې یې خپلې کړې وي. دوی ټولو جان کوینسي ادامز د ولسمشر په توګه وګوماره. په دې توګه نو هغه د امریکا شپږم ولسشر شو. په هغه وخت کې امریکا ۱۲،۸۶ میلیونه نفوس درلود.
ادامز سره له دې چې پوهېده، کنګره له دښمنیو او مخالفتونو سره مخ کېږي، خو بیا یې هم په لومړني کلني پیغام کې خپله ملي برنامه معرفي کړه. هغه په ملي کچه ستر پروګرامونه لرل او غوښتل یې د دغو برنامو پر مټ امریکا واحده کړي، اختلافونه له منځه یوسي او یو پیاوړی مرکزي نظام جوړ کړي. ده په لومړي سر کې داسې طرحه وړاندې کړه چې د امریکا ټولې فدرال ادارې یې د شبکو او کانالونو له لارې سره وتړلې. ده په دې توګه غوښتل بېل ایالتونه او فدرالي حکومتونه په یو بل پورې وتړي او یو بل ته یې اړ کړي، څو د اختلاف او کشمکشونو مخه ونیول شي.
هغه په لومړي سر کې د ستورو او فضايي تحقیقاتو لپاره هم ملي مرکز رامنځ ته کړ، د علومو د پراختیا لپاره یې له ملي بودجې پیسې ځانګړې کړې، د هنرونو د ودې لپاره یې هم ځانګړې پاملرنه وکړه او غوښتل یې امریکایي وګړي په علمي، هنري او تحقیقاتي برخه کې پیاوړي او مخکښ وي.
په امریکا کې د ۱۸۲۸ ز کال د ټاکنو لپاره تیاری روان و. په ټاکنیزو منډو ترړو کې د هغه ټاکنیز سیال جکسون او ملاتړو یې دی پر فساد تورن کړ. دوی ویل چې کوینسي ادامز حکومتي امکانات په ناسمه لار کاروي، له صلاحیتونو ناسمه ګټه پورته کوي. یوازې په دې یې بسنه ونه کړه، دوی کوینسي ادامز فاسد شخص وباله او په اختلاس یې تورن کړ. کوینسي ادامز دغه تورونه ونه زغمل، نو په ټاکنو کې تر ماتې وروسته ماسوچست ته لاړ او هلته یې په مطالعه او څېړنو پيل وکړ. ده په خپله پلرنۍ مزرعه کې مطالعه کوله، کار یې کولو او پرېکړه یې وکړه چې پاتې عمر به همدلته تېروي.
په ۱۸۳۰ز کال کې په ټاکنو کې تر ماتې خوړلو پوره دوه کاله وروسته، ادامز په ناڅاپي توګه د پلیموت د سیمې د خلکو د استازي په توګه د امریکا استازو مجلس ته لار پيدا کړه. په دې توګه یې نو د عمر دوې لسیزې د یوه پیاوړي رهبر په توګه تېرې کړې.
کله چې ادامز د امریکا د استازو مجلس ته راځي، نو په دغه مجلس کې ګڼ خلک د خپلو ګټو لپاره قوانین تصویبوي او ځینې اقدامات کوي. خو دی د هغو مسایلو ملاتړی وي چې د امریکایانو په ګټه وي او عدالت تامین کړي. په ۱۸۳۶ز کال کې د استازو مجلس داسې قانون تصویبوي چې له مخې یې د غلامانو د ازادولو او د دوی د حقوقو لپاره هر ډول شکایت او اعتراض باید بېرته رد کړل شي، خو کوینسي ادامز د دې سخت مخالف و، چې په امریکا کې دې غلام ساتنه ادامه پیدا کړي. هغه پوره اته کاله مبارزه وکړه، څو وکړی شي دغه قانون بېرته د استازو د مجلس په وسیله لغوه اعلان کړي.
ادامز د استازو له مجلس او په دې مجلس کې له کار سره مینه لرله. هغه د خلکو له حقونو د دفاع لپاره شپه او ورځ هڅې کولې او هېڅ وخت تسلیم نه شو. کوینسي ادامز د عمر تر وروستیو پورې په همدې مجلس کې و. په ۱۸۴۸ز کال کې یې د مجلس په تالار کې سکته وکړه او پر ځمکه وغورځيد. هغه یې د مجلس اطاق ته یووړ. دوې ورځې وروسته یې همدلته ساه ورکړه، کوینسي ادامز په ماسوچست کې د خپل پلار، مور او مېرمنې څنګ کې خاورو ته سپارل شوی دی.
کوینسي ادامز د جیمز مونرو په څېر د امریکا ګټو او یووالي ته ژمن کس و. ده نه غوښتل چې یوازې یو ګوند دې په حکومت کې ونډه ولري او ټول واک دې له دوی سره وي. له همدې امله همدا چې واک ته ورسېد، نو په کابینه کې یې تغیرات په دوو بنسټونو کې راوستل. یو دا چې کسان باید د وړتیا پر بنسټ وګومارل شي او بل دا چې د امریکا د بېلو برخو اوسېدونکي وي، څو په دې توګه هم پرمختګ رامنځ ته شي او هم ټول خلک ځان په حکومت کې وویني.
هغه د مونرو د کابینې له ځینو غړو وغوښتل چې د ده په حکومت کې هم خپلو فعالیتونو ته ادامه ورکړي. د خزانې وزیر، د سمندري ځواک وزیر او ډېر نور وزیران د مونرو له کابینې ورپاتې وو. د ځینو څوکیو وړاندیز یې خپلو ټاکنیزو سیالانو ته وکړ، خو دوی ورسره و نه منله. ادامز د دې پلوی و، چې امریکا دې مرکزي پیاوړی حکومت ولري، خو د دې مخالف و، چې د حکومت واک دې ټول له یوه کس سره وي.
ده د امریکا د اقتصادي ودې او داخلي پرمختګ لپاره پر اړینو اصلاحاتو او پلانونو لاس پورې کړ. هغه د امریکايي حکومت د لګښتونو د پوره کولو او دغه راز د لویو ملي پروژو د عملي کولو لپاره پیسو ته اړتیا لرله، خو دغه پیسې له امریکایي حکومت سره نه وې. ده د تېرو حکومتونو په څېر د مالیاتو لوړولو ته مخه نه کړه، بلکې پر ځای یې په امریکا کې د دولتي ملکیتونو او ځمکو پلورلو ته مخه کړه. هغه ځمکې پلورلې او پر ځای یې په امریکا کې لویې پروژې پلې کولې. سړکونه یې جوړول، پوهنتونونه یې ودانول، علمي تحقیقات یې تر سره کول او عامه تاسیسات یې رغول. ده په دې توګه غوښتل چې د امریکا ملي اقتصاد پیاوړی کړي او د امریکا ودې او دایمي پرمختګ ته لار جوړه کړي.
ادامز د دغو کارونو په مقابل کې ډېر مخالفین لرل. دوی ویل چې فدرالي ادارو ته باید واک ډېر ورکړل شي او مرکزي حکومت دې دومره ډېر فعالیتونه نه تر سره کوي.
د کوینسي ادامز له نورو مهمو کارونو یو هم د سوداګرۍ لپاره د ځانګړي پلان جوړول وو. هغه وکړی شول چې له ډېرو هېوادونو سره سوداګریزې هوکړې رامنځ ته کړي او هغه عملي کړي. تر دې وړاندې هم د امریکا او ځینو هېوادونو ترمنځ هوکړې رامنځ ته شوې وې، خو امریکايي ولسمشرانو عملي نه شوی کړی، اما کوینسي ادامز پر دې بریالی شو، چې سوداګریزې هوکړې عملي کړي او په امریکا کې د سوداګرۍ د ودې او پرمختګ لپاره لار پرانیزي.
کوینزي ادامز ډېر وخت چوپ او ګوښه ناستی سړی و. تر ډېره یې خویونه د خپل پلار په څېر و. ده به ویل چې ښایي پر ژور خپګان یا ډېپرېشن اخته وي. له همدې امله یې ډېر وخت د ژور خپګان د علاج هڅه هم کوله. ډېر یې په عمومي ځایونو او سیمو کې ناسته ولاړه نه خوښېدل. تر ډېره به عامه کارونو ته نورو هڅاوه. هغه له خپل پلاره خورا ډېر متاثر و. کوینسي چې کله زلمی و، نو د امریکا د ازادۍ جګړه روانه وه. د هغه مور به یې د پلار ستاینې ورته کولې، له همدې امله یې پلار ته خورا ډېر درناوی درلود. بلخوا یې مور ان په ځوانۍ کې له ده ډېره تمه لرله. دی وایي، ښايي اندېښنې او ژور خپګان یې د مور له ډېرې تمې ورته پیدا وي؛ ځکه هغې به ډېر هڅاوه، کله کله به یې د ځینو لټیو له امله رټلو او ډارولو هم.
بالاخره د امریکا دغه پیاوړی ولسمشر، رهبر او څو دورې د دغه هېواد د سنا مجلس غړی د ۷۸ کلنۍ په عمر د مغزي سکتې له امله ومړ. نوموړي ته د امریکا د استازو په مجلس کې ټولو د یوه اتل، نه ماتېدونکي او صادق انسان په سترګه کتل. هغه تل د حق مسایلو پلویتوب کاوه، د جګړې سخت مخالف و او د امریکايي وګړو له حقوقو یې د شتمنو او سیاسیونو په مقابل کې دفاع کوله.