دوشنبه, مې 12, 2025
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    یو این ډي پي: تېر کال مو د ۱۵.۸میلیونه ډالرو په ارزښت د وړو کاروبارونو ملاتړ کړی

    پکتیا کې د ۴ رغنیزو پروژو چارې پیل شوې دي

    هوا حالات؛ د هیواد په ۱۷ ولایتونو کې نن د ورښت اټکل شوی

    د غصب شویو ځمکو راګرځولو لپاره نوی وزارت جوړیږي

  • نړۍ
    (250225) -- TEHRAN, Feb. 25, 2025 (Xinhua) -- Iranian Foreign Minister Seyed Abbas Araghchi speaks at a joint press conference with Russian Foreign Minister Sergei Lavrov (not in the picture) in Tehran, Iran, on Feb. 25, 2025. Iran will not negotiate over its nuclear program while facing external pressure or sanctions, Iranian Foreign Minister Seyed Abbas Araghchi declared Tuesday during a joint press conference with his visiting Russian counterpart, Sergei Lavrov, in Tehran. (Xinhua/Shadati)

    عراقچي: له امریکا سره څلورم پړاو مذاکرات جدي او روښانه و

    د ایران او امریکا ترمنځ څلورم پړاو مذاکرات نن پیلېږي

    د امریکا او ایران ترمنځ څلورم پړاو خبرې سبا په عمان کې پیلیږي

    پاکستان د هند پر ځینو سیمو بریدونه رد کړي دي

    شمالي کوریا نن د لنډ واټن ویشتونکي څو توغندي ازمویلي

    سره سمندرګي کې د امریکا یوه جنګي الوتکه لوېدلې ده

    د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د هند شارژدافیر احضار کړ

    رویټرز: امریکا پر حوثیانو بمبارۍ دروي

    هند: د پاکستاني لوري په ډزو کې درې ملکي هندیان وژل شوي

  • دریځ

    د هند او پاکستان د اوربند هیله؛ نړۍ سولې ته تږې ده

    د جګړې پر ځای تفاهم؛ د سیمې د ثبات لپاره د هند او پاکستان د سولې اړتیا

    د پانګونې فرصتونو پراخوالی؛ د بېکارۍ د حل او اقتصادي ثبات یوازینۍ لاره

    نور د پردیو هېوادونو رحم ته هیله مه کوئ، د خپل وطن غېږ درته خلاصه ده

    امریکا ولې د چین پر وړاندې د سوداګرۍ جګړه نه شي ګټلی؟

    افغان کډوالو په زور ایستل؛ یوه بوږنوونکې تراژیدي او نړیواله بې‌پروايي

    د تعرفو له لارې د امریکا یواړخیز سیاست او پر نړیوال اقتصاد یې ناوړه اغېزې

    د نړیوالو مرستو کمیدو سره، له داخلي فرصتونو باید غوره استفاده وشي

    د غزې د مظلوم ولس د وینې بهېدو لړۍ؛ نړیواله چوپتیا د شرم وړ ده!

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    نوی علمي اثر «نړيوال قانون» چاپ شو

    د حضرت عباده بن صامت رضي الله عنه ژوند اثر چاپ شو

    د “کډوالي” کتاب مخکتنه وشوه

    د افغانستان پنځه زره کلن تاریخ هېنداره کتاب خپور شو

    کډوالي کتاب چاپ شو

    “هنرستان” کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    یو این ډي پي: تېر کال مو د ۱۵.۸میلیونه ډالرو په ارزښت د وړو کاروبارونو ملاتړ کړی

    پکتیا کې د ۴ رغنیزو پروژو چارې پیل شوې دي

    هوا حالات؛ د هیواد په ۱۷ ولایتونو کې نن د ورښت اټکل شوی

    د غصب شویو ځمکو راګرځولو لپاره نوی وزارت جوړیږي

  • نړۍ
    (250225) -- TEHRAN, Feb. 25, 2025 (Xinhua) -- Iranian Foreign Minister Seyed Abbas Araghchi speaks at a joint press conference with Russian Foreign Minister Sergei Lavrov (not in the picture) in Tehran, Iran, on Feb. 25, 2025. Iran will not negotiate over its nuclear program while facing external pressure or sanctions, Iranian Foreign Minister Seyed Abbas Araghchi declared Tuesday during a joint press conference with his visiting Russian counterpart, Sergei Lavrov, in Tehran. (Xinhua/Shadati)

    عراقچي: له امریکا سره څلورم پړاو مذاکرات جدي او روښانه و

    د ایران او امریکا ترمنځ څلورم پړاو مذاکرات نن پیلېږي

    د امریکا او ایران ترمنځ څلورم پړاو خبرې سبا په عمان کې پیلیږي

    پاکستان د هند پر ځینو سیمو بریدونه رد کړي دي

    شمالي کوریا نن د لنډ واټن ویشتونکي څو توغندي ازمویلي

    سره سمندرګي کې د امریکا یوه جنګي الوتکه لوېدلې ده

    د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د هند شارژدافیر احضار کړ

    رویټرز: امریکا پر حوثیانو بمبارۍ دروي

    هند: د پاکستاني لوري په ډزو کې درې ملکي هندیان وژل شوي

  • دریځ

    د هند او پاکستان د اوربند هیله؛ نړۍ سولې ته تږې ده

    د جګړې پر ځای تفاهم؛ د سیمې د ثبات لپاره د هند او پاکستان د سولې اړتیا

    د پانګونې فرصتونو پراخوالی؛ د بېکارۍ د حل او اقتصادي ثبات یوازینۍ لاره

    نور د پردیو هېوادونو رحم ته هیله مه کوئ، د خپل وطن غېږ درته خلاصه ده

    امریکا ولې د چین پر وړاندې د سوداګرۍ جګړه نه شي ګټلی؟

    افغان کډوالو په زور ایستل؛ یوه بوږنوونکې تراژیدي او نړیواله بې‌پروايي

    د تعرفو له لارې د امریکا یواړخیز سیاست او پر نړیوال اقتصاد یې ناوړه اغېزې

    د نړیوالو مرستو کمیدو سره، له داخلي فرصتونو باید غوره استفاده وشي

    د غزې د مظلوم ولس د وینې بهېدو لړۍ؛ نړیواله چوپتیا د شرم وړ ده!

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    نوی علمي اثر «نړيوال قانون» چاپ شو

    د حضرت عباده بن صامت رضي الله عنه ژوند اثر چاپ شو

    د “کډوالي” کتاب مخکتنه وشوه

    د افغانستان پنځه زره کلن تاریخ هېنداره کتاب خپور شو

    کډوالي کتاب چاپ شو

    “هنرستان” کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه معلوماتي څېره

نیل آرمسترانګ

شفیق امیرزی

اکتوبر 29, 2019
in څېره
0 0

نیل آرمسترانګ امریکايي فضانورد، ساینسپوه او لومړنی انسان و، چې د سپوږمۍ پر سطحه یې ګام کېښود. دی د ناسا فضانورد یا ستورمزلی، ازمویونکی پيلوټ، د هوا فضا انجنیر، د پوهنتون استاد او د امریکا د سمندري ځواک پيلوټ و. ده د کوریا په جګړه کې هم ماموریت تر سره کړی دی. د جګړې له پای سره سم آرمسترانګ د امریکا په هوایي پوځ کې و او ۹۰۰ پروازونه یې کړي دي. نوموړی له پرودوست پوهنتون څخه فارغ شوی دی او پاتې زده کړې یې د جنوبي کالیفرنیا په پوهنتون کې بشپړې کړې دي.

هغه په فضايي برخه کې تر فعالیتونو مخکې، د امریکا په هوايي ځواک کې و. د جګړې تر پای ته رسېدو وروسته، آرمسترانګ د امریکا د هوايي ځواک په یوه اداره کې د ازمویونکي پیلوټ دنده تر سره کوله. ده به الوتکې ازمویلې او د تخنیکي نیمګړتیاوو د له منځه وړلو مشورې به یې ورکولې.

هغه په سمندري ځواک کې د خپلې دندې تر پرېښودو وروسته، په ۱۹۶۲ز کال کې له ناسا سره یو ځای شو. لومړنی پرواز یې په ناسا کې دا و، چې د جمینای اته ماموریت مشري وروسپارل شوه. په ۱۹۶۶ز کال کې یې د یوه غیرنظامي کس په توګه فضا ته سفر وکړ. دی لومړنی کس و، چې په فضا کې یې د دوو سپوږمکیو د یو ځای کولو ماموریت مخ ته وړ. ده باید دوې داسې سپوږمکۍ سره وصل کړې وای چې دواړو له ځان سره فضانوردان لېږدول او دا ماموریت باید بریالی شوی وای.

دویم او وروستی ماموریت یې آپولو ۱۱ و. په همدې ماموریت کې له آلدرین سره یو ځای د ۱۹۶۹ز کال د جولای په ۲۰مه د لومړي ځل لپاره د سپوږمۍ پر سطحه راښکته شو. په دې توګه نو آرمسترانګ لومړنی کس و، چې پر سپوږمۍ ګام اېږدي او په یوه خطرناک ماموریت کې ځان د سپوږمۍ سطحې ته رسوي. دوی پوره دوه نیم ساعته د سپوږمۍ پر مخ ځینې پلټنې او څېړنې وکړې. مایکل کولینز بیا له دوی سره ملتیا کوله او په سپوږمکۍ کې د دوی په تمه و.

د نیل آرمسترانګ پلار کونیګ آرمسترانګ نومېده. مور یې لوئیس انګل وه. دی د اوهایو ایالت په واپاکونیتا ښار کې دنیا ته راغلی و. نیل د ایرلنډي- سکاټلنډي ټبر له خلکو و. دوه خویندې او دوه وروڼه یې لرل. پلار یې د اوهایو ایالت دولتي محاسب و، چې له همدې امله یې په ځلونو د هېواد ګوټ ګوټ ته سفرونه کړي او کوچېدلی دی. ویل کېږي چې له پلار سره یې نیل تر شل کلنۍ پورې نږدې د امریکا په شلو بېلو ښارونو کې ژوند کړی دی.

پلار یې د هغه د زده کړو لپاره په بلوم ښوونځي کې ده ته فرصت برابر کړ او د وروستي ځل لپاره یې د هغه د زده کړو لپاره په ۱۹۴۴ز کال کې بېرته واپاکونتا ښار ته کډه وکړه. آرمسترانګ په ۱۵کلنۍ کې د پرواز زده کړه پيل کړه او د ښار په هوايي ډګر کې یې د الوتکو د الوځولو زده کړې ته ادامه ورکوله، تر دې چې د الوتکې د پرواز سند یې تر لاسه کړ. هغه د موټر چلولو تر جواز مخکې د الوتکې د پرواز جواز اخیستی و. هغه یو فعال ځوان و، په پروازونو کې یې ډېرې ژر مهمې رتبې خپلې کړې، چې له همدې امله بیا وروسته د امریکا په پوځ کې د مخکښو پيلوټانو له ډلې و.

نیل د کورنۍ دویم غړی و، چې پوهنتون ته منل شوی و. ده خپل لېسانس د هوانوردۍ د انجنیر په توګه په ۱۹۵۵ز کال کې واخیست. له پردیو پوهنتون فارغ شو او د زده کړو ټول لګښت یې د هالووی پلن له لوري ورکول کېده. په دې کې یې ده ته د دوو کلونو زده کړو، دوو کلونو عملي پروازونو او بیا دوو کلونو نورو زده کړو چې په دې توګه یې لېسانس بشپړې ده، ټول لګښتونه ورکړل. دوی تر فراغت وروسته د واده کولو حق نه درلود، ځکه خو اړ و چې تر فراغت وروسته پوره څلور کاله په فضايي برخه کې کار وکړي.

آرمسترانګ په ۱۹۷۰ز کال کې د جنوبي کالیفرنیا له پوهنتونه ماسټري یا د هوا فضا د برخې تخصص واخیست. خو تر څنګ یې د امریکا له څو پوهنتونونو افتخاري دوکتوراوې هم لري. آرمسترانګ په ۱۹۵۶ز کال کې له ژانت شرون سره واده وکړ او تر بېلتون وروسته یې په ۱۹۹۴ز کال کې له کارول نایت سره د ګډ ژوند اړیکه جوړه کړه.

د ۱۹۵۰ز کال د اګست په ۱۶مه د آرمسترانګ له شل کلنۍ پوره دوې اونۍ اوښتې وې، چې هغه په سمندري ځواک کې له ګومارل کېدو خبر شو. له دې وروسته یې دلته فعالیتونه او زده کړې پیل کړې. دی د سکادران ۷ د پيلوټ په توګه مقرر شو. دوه میاشتې وروسته د سکادران ۵۱ جنګې الوتکې پيلوټ شو. دا په هغه وخت کې پیاوړې جيټ الوتکې وې. دی چې کله د دویم کال محصل و، نو مهم پروازونه یې تر سره کړل او له همدې لارې یې ورځ په ورځ وده کوله. زده کړې یې لا بشپړې شوې نه وې، چې د ایف ۵۱ الوتکې په ملتیا د کوریا جګړې ته واستول شو او په دې ماموریت کې یې برخه واخیسته. په ټوله کې نیل د کوریا په جګړه کې ۸۷ پروازونه تر سره کړي. په مجموعي توګه یې په همدې مهال ۱۲۱ ساعته د جګړې پر مهال په هوا کې تېر کړي دي. ده د هوايي ماموریت له امله د سرو زرو شل مډالونه او شل زرین ستوري په خپل نامه ثبت کړي دي. په ۲۲ کلنۍ کې یې د امریکا سمندري ځواک پرېښود او خپلو زده کړو ته ور وګرځيد.

د امریکا په هوايي ځواک کې د دندې تر پرېښودلو وروسته، آرمسترانګ بېرته پوهنتون ته ورګرځي او په لومړیو څلورو ازموینو کې تر ټولو لوړې نمرې اخلي. ده په ۱۹۵۵ز کال کې لېسانس په پرودو پوهنتون کې بشپړ کړ. مېرمنې یې په همدې پوهنتون کې اقتصاد لوست چې دی ورسره معرفي شو او وروسته یې په ۱۹۵۶ز کال کې واده وکړ. دوی دری اولادونه لرل.

آرمسترانګ چې له پوهنتونه فارغ شو، نو د امریکا په ازمویښتي هوايي اډه کې یې دنده پیل کړه. دی ازموونکی پیلوټ و او الوتکې به یې ازمویلې. همدا راز یې په هوايي برخه کې له تحقیقاتو سره مرسته کوله. دا مرکز وروسته په ۲۰۱۴ز کال کې د آرمسترانګ په نامه ونومول شو او اوس هم په همدې نامه یادېږي. دی د امریکا د نظامي کمېټې تر ډېرو بحثونو او رایو وروسته دې دندې ته غوره شوی و او ازمویښتي پروازونه به یې کول. ده د ازمویښتي پروازونو په لړ کې  په څو مهمو نظامي اډو او روزنځایونو کې دندې تر سره کړې دي. نوموړي په دې موده کې په مجموعي توګه ۲۴۰۰ ساعته ازمویښتي پروازونه کړي دي او د خپل ژوند په اوږدو کې یې په ۲۰۰ ډول ډول الوتکو کې د پرواز تجربه لرله.

آرمسترانګ هېڅ وخت دا فکر نه و کړی او نه یې هم په دې اړه پرېکړه کړې وه چې دی به یوه ورځ د نړۍ پر مشهور فضانورد بدلېږي. هغه په ۱۹۵۸ز کال کې د (فضا کې انسان) پروژې په لړ کې فضا ته د تګ لپاره انتخاب کړل شو. په ۱۹۶۰ز کال کې آرمسترانګ د ایکس۲۰ د ازمویښتي ډلې د غړي په توګه انتخاب شو. د ۱۹۶۲ز کال د مارچ په ۱۵مه د هوایي چلند د شپږو غوره پيلوټانو او انجنیرانو په ډله کې راغی. په همدې وخت کې څو میاشتې وروسته ناسا د اپولو پروګرام په لړ کې د فضانوردانو لېست خپراوه. آرمسترانګ ډېر هیجاني و. وروسته د ۱۹۶۲ز کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه په فضايي مرکز کې پر دنده وګومارل شو. د همدې کال د سپټمبر په ۱۳مه دک اسلایتون له آرمسترانګ سره اړیکه ونیوله او له هغه یې وغوښتل چې د ناسا له فضانوردانو سره یو ځای شي. آرمسترانګ هم له ځنډ او تشویش پرته ژر د هو ځواب ورکړ. دری ورځې وروسته ورځپاڼو راپور خپور کړ چې آرمسترانګ لومړنی غیر نظامي فضانورد دی.

کله چې اپولو ۱۱ ماموریت پيلېده، نو آرمسترانګ په سپوږمکۍ کې سپور و او ساترن ۵ توغندي باید دغه سپوږمکۍ لېږدولې وای. د آرمسترانګ د زړه ضربان ۱۱۰ ته رسېدلی و. ده ځان کنټرول کړ. ده وړتیا لرله او پر دې بریالی شو چې خپل حالت کنټرول کړي. له ده سره دوه مل ملګري هم له دې خطرناک حالته روغ ووتل. د اپولو ۱۱ ماموریت موخه دا وه چې سپوږمکۍ د سپوږمۍ پر یوې امنه او ځانګړې سیمه راښکته شي.

 دری دقیقې د سپوږمکۍ او سپوږمۍ تر منځ فاصله وه چې سپوږمکۍ له فضايي ستونزو سره مخ شوه او په سپوږمکۍ کې د خطر زنګونه روښانه شول. د سپوږمکۍ سون توکي هم مخ په خلاصېدو وو، کمپیوټرونو هر څه تحلیلول. آرمسترانګ سپوږمۍ ته وکتل، و یې لیدل چې مستقیماً د یوې لویې ډبرې پر لوري ور روانه ده. که دوی کوم کار نه وی کړی، دغه ماموریت به پر یوه درنه چاودنه پای ته رسېدلی وای. آرمسترانګ د سپوږمکۍ کنټرول له کمپیوټره واخیست او پخپله لاس پکار شو. ده د سپوږمکۍ مسیر بدل کړ. په سختۍ یې سمه ساحه پیدا کړه او سپوږمکۍ یې همغه مسیر ته برابره کړه. ۳۰ ثانیې پاتې وې چې سپوږمکۍ یې خاموش کړه او په دې توګه لومړنی انسان د ۱۹۶۹ز کال د جنورۍ په ۲۰مه د شپې په اتو بجو، ۱۷ دقیقو او ۳۹ ثانیو سپوږمۍ ته ورسېد. تر ساعتونو وروسته یې د سپوږمکۍ کړکۍ پرانیسته او  د شپې په ۲ بجو او ۵۶ دقیقو یې د لومړني انسان په توګه خپله چپه پښه د سپوږمۍ پر مخ کېښوده. همدا ماموریت و چې نیل آرمسترانګ یې نړیوال شهرت ته ورساوه او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې یې زرګونه خلک ګوته په غاښ کړل.  ده د پښې اېښودلو پر مهال وویل، دا د یوه انسان واړه ګامونه، خو د بشریت د خوځښت لپاره ستر ګامونه دي.

وروسته سپوږمۍ ته لومړنی تللی انسان له مالي ستونزو سره مخ کېږي. همدا چې په ناسا کې له خپلې دندې استعفا ورکوي، اړ کېږي چې د موټر جوړونې له یوې کمپنۍ سره د تبلیغاتو په برخه کې کار وکړي. بیا د شرکت د ویاند په توګه دنده تر سره کوي. همدا راز یې د امریکا د بانکدارانو په عمومي انجمن کې هم کار کړی دی. ده د خپل ژوند د چلولو لپاره کار کاوه. هغه پیاوړی، زحمتکشه او هڅاند شخصیت و.

آرمسترانګ د ۲۰۱۲ز کال د اګست په ۷مه د زړه د تکلیف له امله بستري شو. د ده یو شریان بند و او باید عملیات شوی وای. د همدې عملیات له امله د همدې کال د اګست په ۲۵مه یې په روغتون کې سا ورکړه. تر هغه وروسته د نړۍ له ګوټ ګوټه زرګونو کسانو د هغه په مرګ د خواشینۍ پیغامونه خپاره کړل. د امریکا ولسمشر د دوی له کورنۍ سره د خواشینۍ پیغام شریک کړ. خو د آرمسترانګ کورنۍ وویل، دوی خواشیني نه دي. دوی د خپلې کورنۍ د یوه بریالي شخصیت پر کارونو ویاړي. د دوی په خبره باید خپل حیرانوونکی ژوند تجلیل کړي. د نړۍ په ګوټ ګوټ کې باید بشریت د پرمختګ او همپالنې لپاره کار وکړي. د ملتونو وګړي باید د خپلو خلکو ارمانونه پوره کړي او د آرمسترانګ په څېر ناممکن کارونه ممکن کړي.

 

 

 

Share4Tweet1Share

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

ولې امریکا په تجارتي جګړه کې ناکامه ده؟

مې 12, 2025

د هند او پاکستان د اوربند هیله؛ نړۍ سولې ته تږې ده

مې 12, 2025

یو این ډي پي: تېر کال مو د ۱۵.۸میلیونه ډالرو په ارزښت د وړو کاروبارونو ملاتړ کړی

مې 12, 2025

پکتیا کې د ۴ رغنیزو پروژو چارې پیل شوې دي

مې 12, 2025
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In