چهارشنبه, مې 14, 2025
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    پنجشېر کې د څه باندې ۹۷ زره ډالرو په ارزښت زمرد وپلورل شول

    ایران کې د افغان کډوالو پر ستونزو خبرې شوې دي

    کورني پانګه وال د حاجي‌ګک پر کان۶۵۰ میلیونه ډالره پانګونه کوي

    بدخشان؛ اشکاشم ولسوالۍ کې ۳ کان‌کیندونکي تر خاورو لاندې شوي

  • نړۍ

    این بي سي: ترمپ خپل لومړی بهرنی سفر له سعودي عربستانه پیل کړ

    (250225) -- TEHRAN, Feb. 25, 2025 (Xinhua) -- Iranian Foreign Minister Seyed Abbas Araghchi speaks at a joint press conference with Russian Foreign Minister Sergei Lavrov (not in the picture) in Tehran, Iran, on Feb. 25, 2025. Iran will not negotiate over its nuclear program while facing external pressure or sanctions, Iranian Foreign Minister Seyed Abbas Araghchi declared Tuesday during a joint press conference with his visiting Russian counterpart, Sergei Lavrov, in Tehran. (Xinhua/Shadati)

    عراقچي: له امریکا سره څلورم پړاو مذاکرات جدي او روښانه و

    د ایران او امریکا ترمنځ څلورم پړاو مذاکرات نن پیلېږي

    د امریکا او ایران ترمنځ څلورم پړاو خبرې سبا په عمان کې پیلیږي

    پاکستان د هند پر ځینو سیمو بریدونه رد کړي دي

    شمالي کوریا نن د لنډ واټن ویشتونکي څو توغندي ازمویلي

    سره سمندرګي کې د امریکا یوه جنګي الوتکه لوېدلې ده

    د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د هند شارژدافیر احضار کړ

    رویټرز: امریکا پر حوثیانو بمبارۍ دروي

  • دریځ

    د هند او پاکستان د اوربند هیله؛ نړۍ سولې ته تږې ده

    د جګړې پر ځای تفاهم؛ د سیمې د ثبات لپاره د هند او پاکستان د سولې اړتیا

    د پانګونې فرصتونو پراخوالی؛ د بېکارۍ د حل او اقتصادي ثبات یوازینۍ لاره

    نور د پردیو هېوادونو رحم ته هیله مه کوئ، د خپل وطن غېږ درته خلاصه ده

    امریکا ولې د چین پر وړاندې د سوداګرۍ جګړه نه شي ګټلی؟

    افغان کډوالو په زور ایستل؛ یوه بوږنوونکې تراژیدي او نړیواله بې‌پروايي

    د تعرفو له لارې د امریکا یواړخیز سیاست او پر نړیوال اقتصاد یې ناوړه اغېزې

    د نړیوالو مرستو کمیدو سره، له داخلي فرصتونو باید غوره استفاده وشي

    د غزې د مظلوم ولس د وینې بهېدو لړۍ؛ نړیواله چوپتیا د شرم وړ ده!

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    نوی علمي اثر «نړيوال قانون» چاپ شو

    د حضرت عباده بن صامت رضي الله عنه ژوند اثر چاپ شو

    د “کډوالي” کتاب مخکتنه وشوه

    د افغانستان پنځه زره کلن تاریخ هېنداره کتاب خپور شو

    کډوالي کتاب چاپ شو

    “هنرستان” کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result

کورپاڼه معلوماتي پوهنتون

احمدشاه ابدالي د لوړو زده کړو خصوصي موسسه

حمیدالله حمیدي

نوومبر 10, 2019
in پوهنتون
0 0

احمدشاه ابدالي د لوړو زده کړو خصوصي موسسې په ۱۳۹۲ لمریز کال کې د هېواد د لوړو زده کړو وزارت په منظورۍ، په خوست ولایت کې پر فعالیت پیل وکړ. دغه موسسه له هماغه لومړي سره تر دې دمه پورې یوازې یو پوهنځی (طب) لري، خو تر څنګ یې د دې موسسې په چوکاټ د منځنیو طبي زده کړو یو انسټېټیوت هم فعال دی، چې په اوو څانګو کې په منځنۍ کچه محصلین روزي. د دې موسسې مسوول ډاکټر نورالله قاضي زاده وایي، د منځنیو زده کړو په طبي انسټېټیوت کې د عالي نرسنګ، عالي قابلګۍ، انېستېزۍ، د غاښونو برخه، راډیولوژي، فارمسي، طبي ټکنالوژي او لابراتوار څانګې لري چې محصلین پکې زده کړې کوي.

ښاغلی قاضي زاده وایي، یوازې په طب پوهنځي کې د ۱۱۰۰ په شاوخوا کې محصلین لري چې نارینه او ښځینه دواړه پکې شامل دي. دغه راز د منځنیو طبي زده کړو په انسټېټیوت کې بیا د ۳۷۰ په شاوخوا کې محصلین زدکړې کوي، چې له ډلې یې اویا سلنه ښځینه او پاتې نارینه محصلین دي. دی وایي، د ښځینه محصلینو شمېر یې ځکه زیات دی، چې موسسه یې یوازینۍ هغه ده چې په خوست ولایت کې یوازې په طبي برخه کې خدمتونه وړاندې کوي او تر ډېره داسې برخې پکې دې چې د ښځینه محصلینو علاقه ور سره زیاته ده. نو له همدې کبله یو زیات شمېر نجونو د دوی په موسسه کې زده کړو ته زړه ښه کړی دی. نوموړی وایي، تر اوسه یې په دوو دورو کې د ۵۰۰ په شاوخوا کې محصلین فارغ کړي، چې ډېری یې خپله د خوست ولایت په روغتونونو او نورو خصوصي طبي برخو کې پر دندو بوخت دي.

د دې موسسې د طب په پوهنځي کې د تدریس چارې د ۳۳ استادانو له خوا مخ ته وړل کېږي. ډاکټر نورالله قاضي زاده وایي، ډېری استادان یې د ماسټرۍ تر کچې پورې لوړې زده کړې لري او په خپل مسلک کې یې تخصص اخیستی دی. دغه راز د منځنیو زده کړو په انسټېټیوت کې چې کومې څانګې فعالې لري، په هغو کې یې هم د هماغو څانګو اړوند متخصص ډاکټران او استادان پر دندو ګومارلي، څو وکولی شي په سم ډول د تدریس چارې مخ ته یوسي او په ټوله کې پر کار پوه او متخصص کسان ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړي. دی وایي، دا چې د ښځینه او نارینه محصلینو ټولګي یې بېل دي، نو د ښځینه محصلینو لپاره یې ښځینه او د نارینه محصلینو لپاره یې نارینه استادان پر دندو ګومارلي دي.

ښاغلی قاضي زاده وایي، که څه هم چې خوست یو لرې پروت او سرحدي ولایت دی او په لرې پرتو ولایتونو کې د ځینو دودونو او پښتني کلتور له مخې خلک خپلو خویندو میندو ته د لا ډېرو لوړو زده کړو اجازه نه ورکوي، خو په خبره یې، د پخوا په پرتله اوس دغه ستونزه په خوست ولایت کې تر یوه بریده پورې هواره شوې ده. دی وایي، نه یوازې د خوست ولایت له لرې پرتو ولسوالیو، بلکې د لویې پکتیا له ډېری ولسوالیو څخه ښځینه محصلینې لري. د ده په خبره، دا چې دوی د ښځینه او نارینه محصلینو لپاره بېل بېل ټولګي لري، نو کورنۍ کولی شي په ډاډه زړه خپلې لوڼې د زده کړو لپاره ور ولېږي.

د احمدشاه ابدالي د لوړو زده کړو موسسې مسوول وایي، دا چې د لویې پکتیا په کچه په لرو پرتو ولسوالیو کې د مرکز یا نورو ولایتونو ډاکټران کار کولو ته زړه نه ښه کوي، هغه که نارینه وي او یا ښځینه، نو هغه محصلین چې تر اوسه پورې دوی په دوو دورو کې فارغ کړي، ټول یې د خوست، پکتیا او پکتیکا ولایتونو په مرکز او ولسوالیو کې په دولتي او خصوصي روغتونونو او کلینیکونو کې پر دندو بوخت دي. دی وایي، تر اوسه هم د دغو ولایتونو اوسېدونکي د ښځینه ډاکټرانو یا قابلو د نشتون له ستونزې سره مخ دي چې په خبره یې، د دوی د محصلینو په فارغېدو سره به دغه ستونزه ځکه تر یوې کچې پورې را ټیټه شي، چې محصلین یې خپله د اړوندو ولایتونو دي او په پوره زړورتیا به خپلو خلکو ته په هره لرې پرته ولسوالۍ کې چې وي، خدمت وکړي.

دا چې احمدشاه ابدالي یوازینۍ موسسه ده چې د زون په کچه د طب پوهنځی لري، نو د لویې پکتیا په کچه په ټول زون کې له فعالو پوهنتونونو سره ښې اړیکې لري، خو ښاغلي قاضي زاده له دې پوهنتونونو یا نورو نړیوالو پوهنتونونو سره د کومې علمي هوکړې د لرلو یادونه ونه کړه، خو وایي چې طب پوهنځی یې د روغتیا له نړیوال سازمان سره راجستر دی.

احمدشاه ابدالي د لوړو زده کړو موسسه د خپلو محصلینو لپاره یو کتابتون لري، چې د مسوول په خبره یې، د ۱۵۰۰ په شاوخوا کې طبي کتابونه پکې دي او تر څنګ یې د محصلینو او استادانو لپاره کمپیوټر لب هم برابر کړی، چې پر انټرنېټ سمبال دی. د دې موسسې مسوول وایي، محصلین او استادان یې کولی شي له یاد کتابتون او کمپیوټر لب څخه هر وخت چې وغواړي، ګټه واخلي. ښاغلی قاضي زاده وایي، د نارینه او ښځینه محصلینو لپاره يې بېلابېل جوماتونه، کانټین، جمنازیوم، د مطالعې ځای او نور هغه امکانات برابر کړي، چې یو پوهنتون یې باید ولري.

قاضي زاده وایي، په طب پوهنځي کې د ورځې دوه وخته تدریس کېږي، خو د منځنیو طبي زده کړو په انسټېټیوت کې بیا د ورځې په دریو وختونو کې محصلین د زده کړو لپاره ورغواړي. دی وایي، په ټوله کې د محصلینو لپاره شل سلنه تخفیف لري، خو هغه محصلین چې اقتصادي ستونزې ولري، هغوی ته یې ځانګړی تخفیف په پام کې نیولی دی. د نوموړي په خبره، داسې محصلین هم لري چې ان په وړیا ډول د دوی په موسسه کې لوړې زده کړې کوي.

ډېری خصوصي پوهنتونونه محصلینو ته د تحصیلي اسنادونو په ورکړه کې ځنډ کوي او محصلین سرګردانه په خپلو اسنادونو پسې ګرځي، خو د احمدشاه ابدالي د لوړو زده کړو موسسې مسوول وایي، دا چې دوی یوازې طب پوهنځی لري او له محصلینو څخه یې تر فراغت وروسته د عامې روغتیا وزارت له خوا ازموینه اخیستل کېږي، نو که دوی پر وخت خپلو محصلینو ته د فراغت سندونه ورنه کړي، په یاده ازموینه کې ګډون نه شي کولی. دی وایي، مخکې له دې چې د تخصصي ازموینې نېټه اعلان شي، دوی خپلو فارغو محصلینو ته تایید شوي تحصیلي اسنادونه برابروي او محصلین یې په یاده ازموینه کې برخه اخلي، چې لوړه سلنه یې بریالي شوي هم دي.

د دې موسسې اداره وایي، دا چې ولسمشر په خصوصي پوهنتونونو کې د هر ډول نویو تاسیساتو مخه نیولې ده، خو که دغه څه ته دویم ځلي اجازه ورکړي، دوی به د پکتیا او پکتیکا ولایتونو په کچه هم خپلې څانګې ولري، څو وکړای شي خلکو ته لا ډېر خدامات وړاندې کړي. قاضي زاده وایي، دا چې طب پوهنځی دواړو برخو یاني نظري او عملي زده کړو ته اړتیا لري، نو دوی د خپل پوهنځي لپاره ځانګړی خصوصي روغتون لري، چې محصلین کولی شي د نظري زده کړو تر څنګ په یاد روغتون کې عملي زده کړې هم وکړي. نوموړی وايي، د دې تر څنګ یې د خوست له ولایتي روغتون سره د هوکړې له مخې خپل محصلین هلته هم د عملي زده کړو لپاره ور استوي.

د احمدشاه ابدالي د لوړو زده کړو موسسې اداره وایي، یوازینۍ ستونزه یې دا ده چې په خوست کې بیا د زون په کچه یوازې په خصوصي برخه کې همدا یو د طب پوهنځی فعالیت کوي، خو لوړو زده کړو وزارت ورته په کال کې یوازې د سلو محصلینو د جذب اجازه ورکړې ده، په داسې حال کې چې هر کال د زرو په شاوخوا کې محصلین په یاد پوهنځي کې د زده کړو لپاره نوملیکنه کوي. دوی وایي، له لوړو زده کړو وزارت څخه یې هیله دا ده چې د دوی امکاناتو ته په کتو چې برابر کړي یې دي، باید لږ تر لږه د څلورو سوو په شاوخوا  کې د نویو محصلینو د جذب اجازه ورکړي.

Share7Tweet1Share

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

پنجشېر کې د څه باندې ۹۷ زره ډالرو په ارزښت زمرد وپلورل شول

مې 13, 2025

ایران کې د افغان کډوالو پر ستونزو خبرې شوې دي

مې 13, 2025

ګډې همکارۍ د چين او امريکا ترمنځ د موجودو ستونزو د حل يوازېنۍ لار ده

مې 13, 2025
新华社照片,北京,2025年5月13日
    5月13日上午,国家主席习近平在北京国家会议中心出席中国-拉美和加勒比国家共同体论坛第四届部长级会议开幕式并发表主旨讲话。
    新华社记者 殷博古 摄

شي جين پينګ د چين، لاتيني امريکا او کاربين اتحاد فورم د وزيرانو څلورمې غونډې د پرانيستلو په مراسمو کې ګډون وکړ

مې 13, 2025
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In