تازه مېوې تر ټولو ګټور خواړه دي چې د بدن د اړتیا وړ ټول معدني مواد په کې شته. تازه مېوې په زیاته کچه معدني مواد لکه کلسيم، پوتاشیم، اوسپنه او د بدن د اړتیا وړ نور ويټامینونه لري چې هر یو یې د بدن لپاره حیاتي ارزښت لري.
هغه چې ناروغان دي، معلومه خبره ده چې د معدني موادو او یا هم د اړتيا وړ ويټامینونو له کمښت سره به مخ شوي وي، کله چې بیا ډاکټر ته مراجعه کوي، هغه ده چې د دغو خوړو سپارښتنه ورته کوي.
څېړونکي وایي، د غاښونو لوېدو د مخنیوي لپاره تر ټولو غوره مېوې مڼې، الو او کېلې دي.
دوی وایي، د دې لپاره چې عمر خوړلي کسان روغ غاښونه ولري، باید په هره غذایي وعده کې لږ تر لږه ۲،۵ ګرامه فیبر واخلي. پر مېوو سربېره، ځینې سابه او حبوبات هم کولی شي د غاښونو د روغتیا لپاره ګټور تمام شي.
څېړونکي وایي، ډېرې لږ مېوې او سابه دي چې د غاښونو د روغتیا لپاره ګټور دي چې له دې ډلې پورته ذکر شوې مېوې ۱۴ سلنه او سابه پنځه سلنه کولی شي د غاښونو د خرابېدو مخه ونیسي.