په ټوله کې مېوه د بدن لپاره ګټوره ده، خو ځینې مېوې په بېلو وختونو کې خپلې ځانګړې ګټې هم لري. په مېوه کې د بدن د اړتیا ټول مواد په اصلي شکل پیدا کېږي. د بېلګې په توګه، انار چې له خوړلو پرته یې ان په لیدلو د انسان زړه تازه کېږي او د خوښۍ احساس ورکوي.
انار د زړه ناروغیو، لوړ فشار، التهاب او ځینو سرطانونو، په تېره بیا د پروستات سرطان لپاره تر ټولو ښه نسخه ده. انار د فیبر اصلي سرچینه ګڼل کېږي او په زیاته اندازه ويټامین اې، سي، اي، اوسپنه او انتي اکسیدان لري.
د انارو اوبه د پروستات له سرطان څخه مخنیوی کوي؛ د هغې څېړنې په پایله کې چې په ۲۰۰۶ ز کال کې تر سره شوه، ثابته شوې چې د ورځې یو ګیلاس د انارو اوبو څښل د پروستات پر سرطان د ډېرو اخته کسانو درملنه کړې ده او دغه ناروغي یې تر ټولو لږې کچې ته راټیټه کړې ده.
په ۲۰۰۴ ز کال کې پر هغو کسانو چې شریانونه یې تنګ شوي وو، یوه څېړنه تر سره شوې او ثابته کړې یې ده چې د ورځې یو ګیلاس د انارو اوبه کولای شي په رګونو کې ان د دریو کلونو مخکیني رسوب شوي کلسټرول له منځه یوسي او دغه راز په وینه کې د کلسټرول اندازه کنټرول کړي.