د کينيا د ملي مجلس مشر موسيس ويتانګولا په دې وروستيو کې د پارلمان د غړو د دوستانو تګ راتګ د نړيوال فورم لپاره چين ته سفر کړی او د دې په څنډه کې يې له چين ميډيا ګروپ سره ځانګړې مرکه کړې ده.
نوموړي چين د افريقا د نويو سمسورو اقتصادونو نږدې ملګری بللی او په خبره يې، د ټولنيز او اقتصادي پرمختګ، صنعتي کېدا، توليدي صنعت، انجينري ټېکنالوژۍ او د خلکو د ژوند د اړوندو چارو په برخو کې د چين تجربې د افريقايي هېوادونو لپاره ګټورې او د زده کړې وړ دي.
ويتانګولا د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د يو لړ وړانديزونو ستاينه کړې او زياته يې کړې، چې د رئيس شي جين پينګ څلور مهم نړيوال وړانديزونه د ټولو انسانانو لپاره مهم ارزښت لري، که بېلا بېلې خواوې د دغو وړانديزونو پر عملي کولو ټينګار وکړي، په سوله ييز ډول به ګډ ژوند وکړي.
ويتانګولا په مرکه کې د يو چين پېژندنې پر اصل ټينګ دريځ څرګند کړی. ده ويلي، کله چې هغه د کينيا د خارجه وزير و، منځګړيو څو ځله ورڅخه د تايوان سيمې د خپلواکۍ د منلو پوښتنه وکړه، هغه دغې پوښتنې ته روښانه ځواب ورکړی، چې ” نه، زه به داسې ونه کړم او کينيا به همداسې ونه کړي! “
![]()
Ray ID: 8f3a2c1b9d4e5f6a · Performance & security by Cloudflare
site-verification-ok































