یکشنبه, مې 11, 2025
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    د غصب شویو ځمکو راګرځولو لپاره نوی وزارت جوړیږي

    د جرمني او افغانستان د سوداګرۍ خونو ترمنځ د همکارۍ هوکړه شوې

    فراه کې ۶۵ روغتیایي مرکزونو ته طبي او غیر طبي وسایل وېشل شوي

    بلخ کې لسګونه کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي

  • نړۍ

    د ایران او امریکا ترمنځ څلورم پړاو مذاکرات نن پیلېږي

    د امریکا او ایران ترمنځ څلورم پړاو خبرې سبا په عمان کې پیلیږي

    پاکستان د هند پر ځینو سیمو بریدونه رد کړي دي

    شمالي کوریا نن د لنډ واټن ویشتونکي څو توغندي ازمویلي

    سره سمندرګي کې د امریکا یوه جنګي الوتکه لوېدلې ده

    د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د هند شارژدافیر احضار کړ

    رویټرز: امریکا پر حوثیانو بمبارۍ دروي

    هند: د پاکستاني لوري په ډزو کې درې ملکي هندیان وژل شوي

    بلوچستان ایالت؛ وسله‌والو د برید پرمهال ۵ پولیس له ځان سره تښتولي

  • دریځ

    د جګړې پر ځای تفاهم؛ د سیمې د ثبات لپاره د هند او پاکستان د سولې اړتیا

    د پانګونې فرصتونو پراخوالی؛ د بېکارۍ د حل او اقتصادي ثبات یوازینۍ لاره

    نور د پردیو هېوادونو رحم ته هیله مه کوئ، د خپل وطن غېږ درته خلاصه ده

    امریکا ولې د چین پر وړاندې د سوداګرۍ جګړه نه شي ګټلی؟

    افغان کډوالو په زور ایستل؛ یوه بوږنوونکې تراژیدي او نړیواله بې‌پروايي

    د تعرفو له لارې د امریکا یواړخیز سیاست او پر نړیوال اقتصاد یې ناوړه اغېزې

    د نړیوالو مرستو کمیدو سره، له داخلي فرصتونو باید غوره استفاده وشي

    د غزې د مظلوم ولس د وینې بهېدو لړۍ؛ نړیواله چوپتیا د شرم وړ ده!

    د غزې د مظلوم ولس د وینې بهېدو لړۍ؛ نړیواله چوپتیا د شرم وړ ده!

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    نوی علمي اثر «نړيوال قانون» چاپ شو

    د حضرت عباده بن صامت رضي الله عنه ژوند اثر چاپ شو

    د “کډوالي” کتاب مخکتنه وشوه

    د افغانستان پنځه زره کلن تاریخ هېنداره کتاب خپور شو

    کډوالي کتاب چاپ شو

    “هنرستان” کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    د غصب شویو ځمکو راګرځولو لپاره نوی وزارت جوړیږي

    د جرمني او افغانستان د سوداګرۍ خونو ترمنځ د همکارۍ هوکړه شوې

    فراه کې ۶۵ روغتیایي مرکزونو ته طبي او غیر طبي وسایل وېشل شوي

    بلخ کې لسګونه کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي

  • نړۍ

    د ایران او امریکا ترمنځ څلورم پړاو مذاکرات نن پیلېږي

    د امریکا او ایران ترمنځ څلورم پړاو خبرې سبا په عمان کې پیلیږي

    پاکستان د هند پر ځینو سیمو بریدونه رد کړي دي

    شمالي کوریا نن د لنډ واټن ویشتونکي څو توغندي ازمویلي

    سره سمندرګي کې د امریکا یوه جنګي الوتکه لوېدلې ده

    د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د هند شارژدافیر احضار کړ

    رویټرز: امریکا پر حوثیانو بمبارۍ دروي

    هند: د پاکستاني لوري په ډزو کې درې ملکي هندیان وژل شوي

    بلوچستان ایالت؛ وسله‌والو د برید پرمهال ۵ پولیس له ځان سره تښتولي

  • دریځ

    د جګړې پر ځای تفاهم؛ د سیمې د ثبات لپاره د هند او پاکستان د سولې اړتیا

    د پانګونې فرصتونو پراخوالی؛ د بېکارۍ د حل او اقتصادي ثبات یوازینۍ لاره

    نور د پردیو هېوادونو رحم ته هیله مه کوئ، د خپل وطن غېږ درته خلاصه ده

    امریکا ولې د چین پر وړاندې د سوداګرۍ جګړه نه شي ګټلی؟

    افغان کډوالو په زور ایستل؛ یوه بوږنوونکې تراژیدي او نړیواله بې‌پروايي

    د تعرفو له لارې د امریکا یواړخیز سیاست او پر نړیوال اقتصاد یې ناوړه اغېزې

    د نړیوالو مرستو کمیدو سره، له داخلي فرصتونو باید غوره استفاده وشي

    د غزې د مظلوم ولس د وینې بهېدو لړۍ؛ نړیواله چوپتیا د شرم وړ ده!

    د غزې د مظلوم ولس د وینې بهېدو لړۍ؛ نړیواله چوپتیا د شرم وړ ده!

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    نوی علمي اثر «نړيوال قانون» چاپ شو

    د حضرت عباده بن صامت رضي الله عنه ژوند اثر چاپ شو

    د “کډوالي” کتاب مخکتنه وشوه

    د افغانستان پنځه زره کلن تاریخ هېنداره کتاب خپور شو

    کډوالي کتاب چاپ شو

    “هنرستان” کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه معلوماتي پوهنتون

طلوع افتاب د لوړو زده کړو موسسه

حمیدالله حمیدي

نوومبر 24, 2019
in پوهنتون
0 0

طلوع افتاب د لوړو زده کړو موسسې په ۱۳۹۲ لمریز کال کې په خوست ولایت کې د لوړو زده کړو وزارت په منظورۍ پر فعالیت پیل وکړ. د دغې موسسې موسس او مشر حکیم الله سهیلي وایي، له پیله تر اوسه پورې یوازې دوه پوهنځي(اقتصاد او حقوق او سیاسي علوم) لري. نوموړی وایي، په اقتصاد پوهنځي کې یې د (اداره او منجمنټ، او مالي او حسابي) ډېپارټمنټونه او حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي کې بیا د (ډیپلوماسۍ او قضا او څارنوالۍ) ډېپارټمنټونه لري.

د لوړو زده کړو یاده موسسه ۵۵۰ محصلین لري، چې له دې ډلې ۱۵ سلنه یې ښځینه محصلینې دي. ښاغلی سهیلي وایي، په دریو دورو کې یې ۲۵۶ محصلین د لېسانس په کچه ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړي دي، چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې په دولتي او غیر دولتي ادارو کې پر کار بوخت دي. دی وایي، هڅه یې کړې ده چې پر کار پوه او متخصص کسان وروزي، څو وکولی شي د کار په مارکېټ کې ګټور واقع شي، چې تر ډېره په دې چاره کې بریالي هم دي. ځکه دوی خپلو محصلینو ته د تجربه لرونکو استادانو پر مټ په نظري او عملي ډول زده کړې ورکوي.

په طلوع افتاب د لوړو زده کړو موسسه کې د تدریس چارې د ۳۸ تجربه لرونکو استادانو له خوا مخ ته وړل کېږي، چې اویا سلنه یې د ماسټرۍ تر کچې پورې لوړې زده کړې لري. د دې موسسې د رییس په خبره، اویا سلنه دایمي او دېرش سلنه قرادادي استادان لري، چې  په رسمي وخت کې د خوست په دولتي پوهنتون کې پر تدریس بوخت وي او له هغه وروسته راځي په طلوع افتاب د لوړو زده کړو موسسه کې د تدریس چارې مخ ته وړي. دا چې د لوړو زده کړو وزارت د قانون اړوند له دې وروسته باید د پوهنتون استاد لږ تر لږه د ماسټرۍ تر کچې پورې لوړې زده کړې ولري، نو ښاغلی سهیلي هم وایي، هڅه کوي څو هغو استادانو ته هم په کور د ننه یا بهر کې د ماسټرۍ کولو زمینه برابره کړي، چې د لېسانس تر کچې پورې یې لوړې زده کړې کړې دي.

د طلوع افتاب د لوړو زده کړو موسسې رییس وایي، په خوست ولایت کې د سیمه ییز کلتور او عنعناتو له مخې په لومړي سر کې له طبي پوهنځیو پرته ښځینه محصلینو زړه نه ښه کاوه چې په نورو برخو کې لوړې زده کړې وکړي؛ خو په ۱۳۹۶ لمریز کال کې طلوع افتاب د لوړو زده کړو موسسې په اقتصاد او حقوقو پوهنځي کې په وړیا ډول د ښځینه محصلینو لپاره د زده کړو زمینه برابره کړه، هماغه وو چې اوس دوی په خپلو پوهنځیو کې ډېرې ښځینه محصلینې لري چې شمېر یې ورځ تر بلې زیاتېږي.

ښاغلی سهیلي وایي، موسسه یې د خصوصي پوهنتونونو د اتحادیې د غړیتوب تر څنګ، په کور د ننه او بهر کې له ځینو پوهنتونونو سره علمي اړیکې او هوکړې لري. دی وایي، په هند کې د اېل پي یو له پوهنتون سره هوکړه لري، چې له مخې یې د دوی محصلین کولی شي په ډېرې اسانۍ او ځانګړي تخفیف سره په دغه پوهنتون کې د ماسټرۍ او دوکتورا تر کچې پورې لوړې زده کړې وکړي او خپلې وړتیاوې لوړې کړي. دغه راز په کور د ننه له دولتي او غیر دولتي پوهنتونونو سره ښې اړیکې او له ځینو سره یې هوکړې هم لري. دی وایي، هڅه یې دا ده چې له هېواده بهر له ځینو نورو پوهنتونونو سره هم اړیکې جوړې کړي، هوکړې ور سره لاسلیک کړي، څو خپل استادان او محصلین ورته د وړتیا لوړولو لپاره ور ولېږي.

دغه موسسه د خپلو محصلینو او استادانو لپاره مجهز کتابتون لري، چې استادان ترې د خپل تدریس او څېړنې او محصلین ترې د خپلې مطالعې لپاره ګټه اخلي. حکیم الله سهیلي وایي، په کتابتون کې لږ تر لږه دری زره ټوکه بېلابېل کتابونه لري. دی وایي، د فزیکي کتابتون تر څنګ، ډیجیټالي کتابتون هم لري، چې محصلین او استادان یې کولی شي په انلاین ډول هم له یاد کتابتون څخه ګټه واخلي. سهیلي وایي، هڅې یې پيل کړې دي چې کتابتون لا غني کړي، څو د پوهنځیو اړوند او نور علمي کتابونه ورته راوړي.

د یادې موسسې اداره وایي، د نظري زده کړو تر څنګ یې د خپلو محصلینو لپاره د عملي زده کړو زمینه هم برابره کړې ده. د دې موسسې رییس وایي، وخت ناوخت د پوهنتون په د ننه کې د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي محصلینو ته تمثیلي محکمې جوړوي، د خوست استناف څارنوالۍ، استناف محکمې او امنیه قوماندانۍ د جنایي جرمونو پر ضد د مبارزې اړوند چارواکي را غواړي، څو خپلې تجربې له محصلینو سره شریکې کړي. دغه راز ملي بانک، مرکزي بانک او په خوست کې اړوند نورو ادارو ته د هوکړو له مخې د اقتصاد پوهنځي محصلین ور استوي، څو هلته په عملي ډول کار وکړي او تجربې یې لوړې شي.

د لوړو زده کړو دغه موسسه، د محصلینو د بېلابېلو کټه‌ګوریو لپاره مناسب تخفیف لري. ښاغلی سهیلي وایي، په ۱۳۹۶ لمریز کال کې یې د ښځینه محصلینو لپاره سل سلنه تخفیف او په ۱۳۹۷ لمریز کال کې یې د لوړو زده کړو وزارت له مقررې سره د امنیتي ځواکونو او شهیدانو د ورثه‌و‌و لپاره هم ځانګړی تخفیف په پام کې نیولی و، چې له مخې یې اوس د دغو کورنیو زیات شمېر محصلین په طلوع افتاب د لوړو زده کړو موسسه کې پر زده کړو بوخت دي. دی وایي، د دې تر څنګ، له ځینو نورو دولتي ادارو په ځانګړي ډول د ځوانانو له معینیت سره د هوکړې له مخې یو زیات شمېر محصلین له دوی سره لوړې زده کړې کوي.

د دې موسسې اداره وایي، طلوع افتاب د لوړو زده کړو موسسه په خوست کې یوازینۍ هغه ده چې د لومړي ځل لپاره یې خپلو فارغ شویو محصلینو ته د تصدیق پاڼې پر ځای، هغه ډيپلومونه ورکړل چې د لوړو زده کړو وزارت له خوا ورکړل شوي وو. دوی وایي، له دې وروسته به هم خپلو فارغ شویو محصلینو ته هغه اسنادونه ورکوي، چې لوړو زده کړو وزارت تایید کړي وي، څو محصلین بې ځای سرګردانه نه شي او پر وخت له خپلو تحصیلي اسنادونو ګټه واخلي. په یاده موسسه کې د ورځې دوه وخته تدریس کېږي.

ښاغلی حکیم الله سهیلي وایي، که څه هم چې د دولتي او خصوصي پوهنتونونو تر منځ کوم توپیر نه لیدل کېږي، خو دی وایي چې تر ډېره دغه توپیر خپله د لوړو زده کړو وزارت رامنځ ته کړی دی. نوموړی وایي، لوړو زده کړو وزارت د خصوصي  پوهنتونونو استادان د علمي درجو په پروګرام کې نه شامېلوي او هغه برسونه چې د لا لوړو زده کړو او یا ظرفیت لوړونې په برخه کې له بهره استادانو او محصلینو ته راځي، یوازې د دولتي پوهنتونونو استادان او محصلین پکې ګډون کوي، چې په خبره یې دا خپله د دولتي او خصوصي پوهنتونونو تر منځ توپیر پیدا کول دي. دی له لوړو زده کړو وزارت څخه غواړي، چې دولتي او خصوصي پوهنتونونو ته په یوه سترګه وګوري او متوازن پرمختګ ته یې زمینه برابره کړي.

د دې موسسې اداره غواړي چې ډېر ژر د حقوقو پوهنځي لپاره یو حقوقي کلینیک جوړ کړي، څو محصلین وکولی شي په عملي ډول هم زده کړې وکړي او هم خپلې تجربې زیاتې کړي. تر څنګ یې غواړي چې نوي پوهنځي ولري، د حقوقو او اقتصاد په پوهنځیو کې د ماسټرۍ پروګرامونه پیل کړي، البته که وزارت ورته دویم ځلي اجازه ورکړي. ځکه لوړو زده کړو وزارت تر اوسه پورې په خصوصي پوهنتونونو کې د هر ډول نویو فعالیتونو تر سره کول تر دویم ځلي امر پورې ځنډولي دي.

د طلوع افتاب د لوړو زده کړو موسسې رییس له لوړو زده کړو وزارت او په ټوله کې له افغان حکومت څخه غواړي، چې لومړی خو باید خصوصي پوهنتونونو ته په اړوند ولایتونو کې ځمکې ورکړل شي، څو پکې پانګونه وکړي او د خپلو ودانیو او نورو ملحقاتو څښتن شي او تر څنګ یې دا چې خصوصي پوهنتونونه په ډېره لوړه کچه مالیه ورکوي، مالیه یې یو څه کمه او د تحویلۍ چارې یې ورته اسانه شي، څو خصوصي پوهنتونونه پر خپلو پښو ودرېږي.

Share4Tweet1Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

د دویمې نړیوالې جګړې د بریا له لاسته راوړنو باید دفاع اړینه ده

مې 11, 2025

سروې: د امريکا په پرتله له چين سره سوداګري ګټوره ده

مې 11, 2025

وانګ يي روسيې ته د شي جين پينګ د سفر د لاسته راوړنو په اړه خبریالانو ته معلومات ورکړل

مې 11, 2025

بېجینګ به د چین، لاتینې امریکا او کارابین سمندر هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د څلورمې غونډې کوربه وي

مې 11, 2025
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In