جمعه, اپریل 24, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    بغلان کې د نساجي فابریکه هره ورځ نږدې ۲۰۰۰ متره ټوکر تولیدوي

    اسلام‌کلا بندر؛ څه باندې ۳۳ ټنه بې‌کیفیته اوسپنیز مواد بېرته مسترد شول

    د بهرنیو اتباعو د کاري ویزو او جوازونو د تنظیم په اړه ناسته وشوه

    مطیع‌الحق خالص؛ د ایکولوژیکي سرمشرییزې پرانیسته کې ګډون کړی

  • نړۍ

    د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا اعلان کړې ده

    پزشکیان: د ژمنو ماتول او بندیزونه د ایران او امریکا د خبرو خنډ دي

    امریکا له ایران سره اوربند غځولی دی

    قالیباف: ایران د ګواښونو تر سیوري لاندې خبرې نه مني

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    پاکستان؛ کراچۍ کې روان کال دترافیکي پېښو له امله ۳۱۲ کسان مړه شوي

  • دریځ

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    بغلان کې د نساجي فابریکه هره ورځ نږدې ۲۰۰۰ متره ټوکر تولیدوي

    اسلام‌کلا بندر؛ څه باندې ۳۳ ټنه بې‌کیفیته اوسپنیز مواد بېرته مسترد شول

    د بهرنیو اتباعو د کاري ویزو او جوازونو د تنظیم په اړه ناسته وشوه

    مطیع‌الحق خالص؛ د ایکولوژیکي سرمشرییزې پرانیسته کې ګډون کړی

  • نړۍ

    د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا اعلان کړې ده

    پزشکیان: د ژمنو ماتول او بندیزونه د ایران او امریکا د خبرو خنډ دي

    امریکا له ایران سره اوربند غځولی دی

    قالیباف: ایران د ګواښونو تر سیوري لاندې خبرې نه مني

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    پاکستان؛ کراچۍ کې روان کال دترافیکي پېښو له امله ۳۱۲ کسان مړه شوي

  • دریځ

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه معلوماتي پوهنتون

تابش پوهنتون

حمیدالله حمیدي

دسمبر 1, 2019
in پوهنتون
0 0

تابش پوهنتون په ۱۳۸۸ لمریز کال کې د یوه انسټېټیوټ په کچه په ښوونیزه برخه کې فعالیت پیل کړی دی. د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت په منظورۍ یې د لوړو زده کړو موسسې ته ارتقاع کړې ده او بالاخره یې د ۱۳۹۵ لمریز کال په وروستیو کې د لوړو زده کړو له موسسې څخه پوهنتون ته ارتقاع وکړه. د دغه پوهنتون مالي او اداري مرستیال ښاغلی فرهاد جمشید وایي، تابش پوهنتون اوسمهال څلور پوهنځي(اقتصاد، حقوق او سیاسي علوم، شرعیات او ژورنالېزم) لري. د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي په ۱۳۸۸ لمریز کال کې د دوو ډېپارټمنټونو (قضا او څارنوالۍ او ادارې او ډیپلوماسۍ)  په لرلو سره د تابش پوهنتون  په چوکاټ کې فعالیت پیل کړ. د اقتصاد پوهنځی یې بیا دری ډېپارټمنټونه لري. د تابش پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځی په ۱۳۸۹ لمریز کال کې د دوو ډېپارټمنټونو په درلودلو سره تاسیس شوی دی او د یاد پوهنتون د شرعیاتو پوهنځی په ۱۳۹۰ لمریز کال کې د دې پوهنتون د دریو نورو پوهنځیو تر څنګ، د دوو ډېپارټمنټونو (فقه او قانون او حدیث او تفسیر) په درلودلو سره تاسیس شوی دی. ښاغلی جمشید وایي، د کلونو په اوږدو کې یې د محصلینو شمېر توپير کوي، خو اوسمهال د یاد پوهنتون په څلورو فعالو پوهنځیو کې د ۱۳۰۰ په شاوخوا کې محصلین زده کړې کوي، چې له دې ډلې ۲۵۰ یې ښځینه او پاتې یې نارینه محصلین دي.

په تابش پوهنتون کې د ورځې دوه وخته تدریس کېږي چې لومړی پړاو یې د سهار اته بجې پیلېږي او د غرمې تر دوولسو بجو پورې دوام کوي او دویم پړاو یې بیا د مازیګر پنځه بجې پیلېږي. دا چې په خصوصي پوهنتونونو کې تر ډېره هغه کسان زده کړې کوي چې ډېری د ورځې په اوږدو کې په دولتي او غیر دولتي ادارو او یا نورو برخو کې پر کار بوخت وي، نو یاد پوهنتونونه اړ دي چې د محصل له خوښې سره سم ورته درسي وختونه برابر کړي. ښاغلی فرهاد جمشید وایي، په ځینو پوهنځيو کې د ماسټرۍ پروګرام د پیل کولو هوډ لري، کارونه یې تر یوې کچې مخه ته تللي، خو په عملي ډول یې تر اوسه په دې برخه کې فعالیت نه دی پیل کړی. دی وایي، تر اوسه یې په اتو دورو کې چې راتلونکې دوره به یې نهمه دوره وي، لږ تر لږه ۳۰۰۰ محصلین له خپلو څلورو پوهنځیو څخه د لېسانس په کچه فارغ کړي دي او ټولنې ته یې د خدمت په موخه وړاندې کړي دي. ښاغلی جمشید وایي، هر کال خپلو امکاناتو او اړتیاوو ته په کتو، د پنځو سو په شاوخوا کې نوي محصلین جذبوي.

تابش پوهنتون پر کابل سربېره، په میدان وردګو ولایت کې هم څانګه لري. د دغه پوهنتون مالي او اداري مرستیال وایي، د میدان وردګو ولایت په یاده څانګه کې په حقوقو او سیاسي علومو او دغه راز په اقتصاد پوهنځیو کې د ۲۰۰ په شاوخوا کې محصلین لري. دی وایي، کولی شي په شرعیاتو او ژورنالېزم پوهنځیو کې هم محصلین جذب کړي، خو تر اوسه پورې د فعالو همدې پوهنځیو مینه‌وال زیات ي. ښاغلی جمشید وایي، دا چې د هېوادوالو اقتصادي وضعیت ښه نه دی، نو دوی هم د نورو خصوصي پوهنتونونو په څېر خپلو محصلینو ته تخفیف ورکوي، څو وکولی شي خپلې لوړې زده کړې مخ ته یوسي. هغه وایي چې په شرعیاتو او ژونالېزم پوهنځیو کې محصلینو ته ځانګړی تخفیف ورکوي او تر څنګ یې د محصلینو اقتصادي وضعیت ته په کتو، په نورو دوو پوهنځیو کې هم محصلینو ته تخفیف په پام کې نیول شوی دی.

تابش پوهنتون په خپل چوکاټ کې دوه کتابتونونه لري، چې د اتو زرو په شاوخوا کې بېلابېل کتابونه پکې موجود دي. ښاغلی جمشید وایي، د پوهنځیو اړوند او دغه راز نور علمي کتابونه یې په کتابتونونو کې ځای پر ځای کړي دي، چې محصلین او استادان یې کولی شي وخت نا وخت له دې کتابونو څخه ګټه واخلي. دی وایي، دا چې د کتابونو شمېر یې زیات دی، نو د نورو پوهنتونونو محصلین هم راځي او له دې کتابتون څخه ګټه اخلي.

یاد پوهنتون په کور د ننه او بهر کې له ځینو پوهنتونونو سره علمي اړیکې او هوکړې هم لري. ښاغلی فرهاد وایي، په هندوستان او قزاقستان کې له ځینو پوهنتونونو سره هوکړې لري چې محصلین یې د علمي سفر لپاره ورځي او په ځینو ورکشاپونو کې یې برخه اخلي. دی وایي، په کور د ننه هم له دولتي او خصوصي پوهنتونونو سره علمي اړیکې لري، چې د دې پوهنتونونو محصلین ډېر کله راځي او د دوی له کتابتون څخه ګټه اخلي.

ښاغلی فرهاد جمشید وایي، په جرئت سره ویلی شي چې تابش پوهنتون یو له هغه پوهنتونونو څخه دی، چې د لوړو زده کړو وزارت معیارونه یې پوره کړي دي او خپلو فارغ شویو محصلینو ته هغه ډیپلومونه وېشي چې د لوړو زده کړو وزارت له لوري ورته ورکړل شوي دي. دغه پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي محصلین په کابل کې محکمو ته د عملي زده کړو لپاره ور استوي، د ژورنالېزم پوهنځي لپاره مجهزه سټوډیو لري، د اقتصاد پوهنځي محصلین اړوندو ادارو ته د عملي کار لپاره ور معرفي کوي او د شرعیاتو پوهنځي محصلین هم ډېر کله هغه تمثیلي محکمو ته ور غواړي، چې په حقوقو پوهنځي کې جوړېږي. نوموړی وایي، په ټوله کې یې د محصلینو لپاره د نظري زده کړو تر څنګ، د عملي زده کړو زمینه هم برابره کړې ده.

په تابش پوهنتون کې د تدریس چارې د ۹۰ استادانو لخوا مخ ته وړل کېږي، چې په دې ډله کې ۱۶ یې ښځینه استادانې دي. ښاغلی فرهاد جمشید وایي، استادان یې د دوکتورا او ماسټرۍ تر کچې پورې لوړې زده کړې لري او د پوره تجربې درلودونکي دي.

د تابش پوهنتون اداره وایي، غواړي د خپلو خداماتو کچه نوره هم لوړه کړي او په راتلونکي کې د نورو نویو پوهنځیو تر څنګ، په ځینو پوهنځیو کې د ماسټرۍ پروګرامونه هم پرانیزي او په دې برخه کې د افغان ځوانانو لپاره مناسب امکانات برابر کړي. د دې پوهنتون مالي او اداري مرستیال وایي، یوازینۍ ستونزه یې په لوړو زده کړو وزارت کې د فارغ شویو محصلینو د تحصیلي اسنادونو په تایید کې ځنډ دی. دی له لوړو زده کړو وزارت څخه غواړي چې په یاده برخه کې ور سره همکاري وکړي، څو پر وخت محصلینو ته تایید شوي اسنادونه وسپاري او ګټه ترې واخلي. د خصوصي پوهنتونونو اتحادیه هم وایي، چې د ۱۳۱ په شاوخوا کې خصوصي پوهنتونونو او د لوړو زده کړو موسسو لپاره په لوړو زده کړو وزارت کې یو ریاست چې د ګوتو په شمېر کار کوونکي لري، نه شي کولی پر وخت د دوی کارونو ته رسېدنه وکړي.

Share8Tweet2Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

شي‌ جين پينګ: د يي وو ښار د پرمختګ تجربه دې راغونډې او وکارول شي

اپریل 23, 2026

بېجينګ: د ياسوکوني معبد په اړه د جاپان منفي کړنې د نړيوال عدالت خلاف پاروونکی عمل دی

اپریل 23, 2026

د چین او کمبوډیا د خارجه او دفاع وزیرانو (۲+۲) د ستراتیژیک ډیالوګ میکانیزم لومړی غونډه ترسره شوه

اپریل 23, 2026

کوریا جمهوريت چين ته د داوطلبه پوځيانو جسدونه وسپارل

اپریل 23, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In