دوشنبه, جون 8, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    د پنجشېر د کانونو په عوایدو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی

    یونیسف: ښځینه روغتیاپالانې د ماشومانو د واکسیناسیون په بهیر کې مهم رول لري

    د هرات ـ مزارشریف؛ د اورګاډي پټلۍ پروژې د تمویل په اړه ګډه ناسته وشوه

    اوچا: لوکزامبورګ د افغانستان بشردوستانه صندوق سره ۳۰۰ زره یورو مرسته وکړه

  • نړۍ

    روسیې د اوکراین ۳۳۹ ډرون الوتکې رانسکورې کړې دي

    ایران: امریکا سره احتمالي هوکړه د کنګل شویو شتمنیو ازادېدو سره تړلې

    محسن رضایي: امریکا دې زموږ کنګل شوې شتمني آزده کړي

    عراقچي: ایران د اوربند د سرغړونو پر وړاندې دفاعي اقدام کوي

    ډبلیو ایچ او: په کانګو او یوګانډا کې د ایبولا پېښې زیاتې شوې دي

    محسن رضايي: د لبنان په سویل کې د اسراییلو د عملیاتو پر پراختیا اندېښنه ښودلې

    پيکس: د مې میاشت کې د پاکستان امنیتي وضعیت یو ځل بیا خراب شوی

    ټرمپ: له ایران سره احتمالي هوکړه د اټومي مسایلو په اړه روښانه مادې لري

    ایران د امریکا یوه بې پیلوټه الوتکه نسکوره کړې ده

  • دریځ

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    د پنجشېر د کانونو په عوایدو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی

    یونیسف: ښځینه روغتیاپالانې د ماشومانو د واکسیناسیون په بهیر کې مهم رول لري

    د هرات ـ مزارشریف؛ د اورګاډي پټلۍ پروژې د تمویل په اړه ګډه ناسته وشوه

    اوچا: لوکزامبورګ د افغانستان بشردوستانه صندوق سره ۳۰۰ زره یورو مرسته وکړه

  • نړۍ

    روسیې د اوکراین ۳۳۹ ډرون الوتکې رانسکورې کړې دي

    ایران: امریکا سره احتمالي هوکړه د کنګل شویو شتمنیو ازادېدو سره تړلې

    محسن رضایي: امریکا دې زموږ کنګل شوې شتمني آزده کړي

    عراقچي: ایران د اوربند د سرغړونو پر وړاندې دفاعي اقدام کوي

    ډبلیو ایچ او: په کانګو او یوګانډا کې د ایبولا پېښې زیاتې شوې دي

    محسن رضايي: د لبنان په سویل کې د اسراییلو د عملیاتو پر پراختیا اندېښنه ښودلې

    پيکس: د مې میاشت کې د پاکستان امنیتي وضعیت یو ځل بیا خراب شوی

    ټرمپ: له ایران سره احتمالي هوکړه د اټومي مسایلو په اړه روښانه مادې لري

    ایران د امریکا یوه بې پیلوټه الوتکه نسکوره کړې ده

  • دریځ

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه معلوماتي پوهنتون

مسلم د لوړو زده کړو خصوصي موسسه

حمیدالله حمیدي

دسمبر 8, 2019
in پوهنتون
0 0

مسلم د لوړو زده کړو خصوصي موسسې په ۱۳۹۴ لمریز کال کې د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت، د خصوصي پوهنتونونو ریاست په منظورۍ، د څلورو پوهنځیو په درلودلو سره په غزني ولایت کې پر فعالیت پیل وکړ. د دې موسسې د نشراتو امر نجم الله جلالزی وایي، اوس هم دغه موسسه څلور پوهنځي (معالجوي طب، ستوماتولوژي، حقوق او سیاسي علوم او اقتصاد) لري، چې عملاً پکې محصلین پر لوړو زده کړو بوخت دي. دی وایي، د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی یې دوه څانګې (قضا او څارنوالي، اداره او ډیپلوماسي) لري، اقتصاد پوهنځی یې هم دوه څانګې (مالي او بانکي، اداره او منجمنټ) لري او معالجوي طب او ستوماتولوژي پوهنځي یې هم بېلابېلې څانګې لري.

د لوړو زده کړو د دې موسسې په څلورو پوهنځیو کې اوسمهال د دریو زرو په شاوخوا کې ښځینه او نارینه محصلین پر لوړو زده کړو بوخت دي. ښاغلی جلالزی وایي، که څه هم چې د فعالیت یې دومره وخت نه کېږي، خو دا چې له خلکو سره کړې ژمنې يې پر وخت عملي کړې دي او په خورا لوړ کیفیت محصلینو ته خدامات وړاندې کوي، نو دغه څه د دې لامل شوي چې خلک ورباندې باور وکړي او ډېر ځوانان د لوړو زده کړو په یاده موسسه کې د زده کړو لپاره نوملیکنه وکړي. دا چې دوی خپل فعالیت په ۱۳۹۴ لمریز کال کې پیل کړی دی، نو  په ۱۳۹۷ لمریز کال کې یې د لومړي ځل لپاره له حقوقو او سیاسي علومو او دغه راز اقتصاد پوهنځيو څخه لومړنۍ دوره محصلین چې شمېر یې سلو تنو ته رسېدو، د لېسانس په کچه فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړل.

مسلم د لوړو زده کړو په موسسه کې د تدریس چارې د دوو کټه‌ګوریو استادانو له خوا چې شمېر یې ۹۰ کسانو ته رسېږي، پر مخ وړل کېږي. د دې موسسې د نشراتو امر نجم الله جلالزی وایي، دایمي استادان یې له لوړو زده کړو وزارت سره رسمي دي او دغه راز ځینې قراردادي استادان هم لري، چې یوازې خپلو درسي ساعتونو ته راځي او محصلینو ته تدریس کوي. دی وایي، د حقوقو او سیاسي علومو او دغه راز اقتصاد پوهنځیو استادان یې د ماسټرۍ تر کچې پورې لوړې زده کړې لري او هغه استادان چې په معالجوي طب او ستوماتولوژۍ پوهنځيو کې پر تدریس بوخت دي، په خپل مسلک کې یې تخصص اخیستی دی.

د لوړو زده کړو دغه موسسه په کور د ننه او بهر دواړو کې له ځینو پوهنتونونو سره علمي اړیکې لري. ښاغلی جلالزی وایي، په غزني ولایت، پلازمېنه کابل او ځینو نورو ولایتونو کې له دولتي او خصوصي پوهنتونونو سره ښې اړیکې لري او کله کله خپل محصلین د وړتیاوو لوړولو او تجربې تر لاسه کولو لپاره دغو پوهنتونونو ته ور استوي. دی وایي، په کور د ننه سربېره، له هېواده بهر هم له ځینو پوهنتونونو سره په اړیکه کې دي او د موسسې د کیفیت لوړولو په برخه کې د دې پوهنتونونو له تجربو او مشورو ګټه اخلي. نوموړی وایي، غواړي په راتلونکي کې دغه اړیکې لا پراخې کړي، څو وکولای شي خپل محصلین د لا لوړو زده کړو لپاره دغو بهرنیو پوهنتونونو ته ور واستوي. دغه موسسه د ورځې په دوو وختونو کې سهار او مازدیګر محصلین د زده کړو لپاره ورغواړي او ټاکلي درسي ساعتونه ورته تدریس کوي.

نجم الله جلالزی وایي، دا چې کتابتون د یوه علمي بنسټ د ملا تیر جوړوي، نو دوی هم د خپلو محصلینو د مطالعې او زده کړو لپاره د ارامې فضا تر څنګ، یو مجهز کتابتون برابر کړی چې د دریو زرو په شاوخوا کې بېلابېل کتابونه پکې موجود دي چې محصلین او دغه راز استادان ترې وخت ناوخت د خپلې مطالعې او څېړنې لپاره ګټه اخلي. دی وایي، دا چې نړۍ د پرمختګ په حال کې ده، نو د دوی هڅه هم دا ده چې له توان سره سم خپل کتابتون لا غني کړي او بېلابېل کتابونه ورته راوړي، څو یې د خپلو محصلینو اړتیاوې پوره کړې وي. د جلالزي په خبره، د کتابتون تر څنګ یې نور ټول هغه امکانات د محصلینو په واک کې ورکړي دي، چې یو پوهنتون یا د لوړو زده کړو موسسه یې باید ولري.

د مسلم د لوړو زده کړو موسسې د نشراتو امر وایي، د هېواد او په ځانګړې توګه د غزني ولایت د خلکو اقتصادي وضعیت ته په کتو، محصلینو ته ځانګړی تخفیف ورکوي، څو وکولی شي خپلې لوړې زده کړې مخ ته یوسي. نوموړی د تحصیلي اسنادونو د ورکړې په اړه وایي، چې په ۱۳۹۷ لمریز کال کې یې لومړۍ دوره محصلین فارغ کړل او ټولو ته یې د لوړو زده کړو وزارت له خوا داسې تایید شوي اسنادونه ورکړل، چې دوی کولی شي په هېواد کې د ننه او له هېواده بهر پرې لا نورې لوړې زده کړې وکړي او یا د دندې په پیدا کولو کې ترې ګټه واخلي. دی وایي، دا چې د خصوصي پوهنتونونو شمېر ډېر دی او په وزارت کې یې د ریاست کار کوونکي کم او د محصلینو د تحصیلي اسنادونو د تایید مرحلې یو څه وخت نیسي، نو کېدای شي چې کله کله محصلینو ته د تحصیلي سندونو ورکړه یو څه ځنډنۍ شي. د هغه په خبره، موسسه یې هڅه کوي چې پر وخت د محصلینو اسنادونه لوړو زده کړو وزارت ته د تایید لپاره واستوي.

د مسلم د لوړو زده کړو موسسې اداره غواړي چې په راتلونکي کې د هېواد په نورو ولایتونو کې هم څانګې ولري او په هر اړخیزه توګه پرمختګ وکړي. د دې موسسې د نشراتو امر وایي، له لوړو زده کړو وزارت څخه غواړي، چې پر خصوصي پوهنتونونو او د لوړو زده کړو موسسو باندې خپل څار زیات کړي، څو هغه شکونه له منځه لاړ شي چې خلک یې د خصوصي پوهنتونونو په اړه لري. دی وایي، دا د لوړو زده کړو وزارت مسوولیت دی چې دولتي او خصوصي پوهنتونونو دواړو ته په یوه سترګه وګوري او تر څنګ یې دا چې خصوصي پوهنتونونو او د لوړو زده کړو موسسو په دې برخه کې نوی ګام اېښی دی، لاسنیوی یې وکړي، څو پر خپلو پښو ودرېږي او ټول هغه معیارونه پوره کړای شي چې د دغه وزارت له لوري ورته ټاکل شوي دي. په ټوله کې د خصوصي پوهنتونونو اتحادیه له لوړو زده کړو وزارت څخه غواړي، چې په مرکز او ولایتونو کې خصوصي پوهنتونونو او د لوړو زده کړو موسسو ته د دایمي ځای ځایګي غم وکړي او هر اړخیز ملاتړ یې وکړي. دغه اتحادیه وایي، لوړو زده کړو وزارت اوسمهال په یادو پوهنتونونو کې د هر ډول نویو تاسیساتو مخه نیولې ده چې دغه څه د دوی د پرمختګ په مخ کې ډېر لوی خنډ دي او نه شي کولای ان خپل لګښتونه پوره کړي. دوی له افغان حکومت څخه غواړي چې د مالیې په اخیستو کې هم ور سره ګزاره وکړي او یو څه یې را کمه کړي، څو خصوصي پوهنتونونه او د لوړو زده کړو موسسې پر خپلو پښو ودرېږي.

Share6Tweet3Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

د پنجشېر د کانونو په عوایدو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی

جون 8, 2026

کابل کې؛ مډال ګټونکي افغان ورزشکاران وستایل شول

جون 8, 2026

یونیسف: ښځینه روغتیاپالانې د ماشومانو د واکسیناسیون په بهیر کې مهم رول لري

جون 8, 2026

د هرات ـ مزارشریف؛ د اورګاډي پټلۍ پروژې د تمویل په اړه ګډه ناسته وشوه

جون 8, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In