«د امریکا تر حملې وروسته تر ۲۰۰۹ ز کال پورې یوازې د جګړې خبرې کېدې، د هېچا له خولې داسې نه اورېدل کېدل چې طالبانو ته دې د سولې د خبرو حق ورکړل شي. افغان حکومت د سولې په نوم د بیا پخلاینې او بیا وروسته د سولې عالي شورا په نوم جوړښتونه جوړ کړي وو، د بیاپخلاینې مشري حضرت صبغت الله مجددي کوله چې له نومه یې ښکاري چې حکومت غوښتل چې طالبان ورسره یوځای شي.
همدارنګه د سولې عالي شورا مشري هم د لومړي ځل لپاره استاد برهان الدین رباني ته ورکړل شوه، بیا هم ټوله هڅه دا وه چې طالبان د افغان حکومت برخه شي، له حکومت سره یوځای شي.
په ۲۰۰۹ ز کال کې امریکایانو چمتووالی وښود چې له طالبانو سره د خپل بندي پوځي بوبرېګډال د خلاصون اړوند خبرې وکړي، د طالبانو د سیاسي کمېسیون مشر طیب آغا قطر او جرمني ته سفرونه وکړل. همدارنګه په ۲۰۱۰ ز کال کې د امریکایانو درک کړه چې جګړه نه شي ګټلی، نو له همدې کبله یې په قطر کې د طالبانو له سیاسي دفتر سره هوکړه وکړه او د دوی ترمنځ لیدنې وشوې….
په دغسې جګړه ییز حالت کې د سولې خبرو یادونه طالبانو ته پرته له شکه چې په ځان باندې خطر منل وو او بیا داسې چې په کوم بهرني هېواد کې به د طالبانو استازي د سولې اړوند خبرو په غونډه کې ګډون کوي.
موږ همدا خطر پر ځان ومانه، طالبانو ومنله چې جاپان ته به خپل واک لرونکي استازي استوي او په زړه پورې خو دا وه چې د امریکا تر حملې ۱۱ کاله وروسته په لومړي ځل د طالبانو استازولي په بهر(جاپان) کې زموږ تاجک ورور قاري دین محمد حنیف کوله. په داسې حال کې چې کورنیو او بهرنیو رسنیو د طالبانو جوړښت قوي او پښتنو ته منسوباوه. دا چې په جاپان کې د طالبانو او افغان حکومت د استازو ترمنځ څه ډول تعامل وشو، طالبانو څه غوښتل، په همدې کتاب کې یې لوستلی شی….)
پورتنی متن د (طالبان په وارسا کې؛ موږ په جاپان کې) کتاب یوه برخه ده. یاد کتاب تازه په پښتو ژبه انجنیر نظرمحمد مطمئن لیکلی، چې د افغانستان د تېرو نږدې دوو لسیزو جګړو، د امریکایانو، افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې په تړاو د ناستو، په ځانګړې توګه د جاپان او د وارسا د غونډو په اړه ډېرې ناویلې خبرې له ځانه سره لري. دغه کتاب ټولټال په ۱۶۰ پاڼو کې راټول شوی دی. مینه وال یې کولای شي چې په کابل کې پر اکسوس کتابپلورنځي سربېره، د هېواد له نورو لویو کتابپلورنځيو هم ترلاسه کړي.