جمعه, اپریل 24, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    بغلان کې د نساجي فابریکه هره ورځ نږدې ۲۰۰۰ متره ټوکر تولیدوي

    اسلام‌کلا بندر؛ څه باندې ۳۳ ټنه بې‌کیفیته اوسپنیز مواد بېرته مسترد شول

    د بهرنیو اتباعو د کاري ویزو او جوازونو د تنظیم په اړه ناسته وشوه

    مطیع‌الحق خالص؛ د ایکولوژیکي سرمشرییزې پرانیسته کې ګډون کړی

  • نړۍ

    د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا اعلان کړې ده

    پزشکیان: د ژمنو ماتول او بندیزونه د ایران او امریکا د خبرو خنډ دي

    امریکا له ایران سره اوربند غځولی دی

    قالیباف: ایران د ګواښونو تر سیوري لاندې خبرې نه مني

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    پاکستان؛ کراچۍ کې روان کال دترافیکي پېښو له امله ۳۱۲ کسان مړه شوي

  • دریځ

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    بغلان کې د نساجي فابریکه هره ورځ نږدې ۲۰۰۰ متره ټوکر تولیدوي

    اسلام‌کلا بندر؛ څه باندې ۳۳ ټنه بې‌کیفیته اوسپنیز مواد بېرته مسترد شول

    د بهرنیو اتباعو د کاري ویزو او جوازونو د تنظیم په اړه ناسته وشوه

    مطیع‌الحق خالص؛ د ایکولوژیکي سرمشرییزې پرانیسته کې ګډون کړی

  • نړۍ

    د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا اعلان کړې ده

    پزشکیان: د ژمنو ماتول او بندیزونه د ایران او امریکا د خبرو خنډ دي

    امریکا له ایران سره اوربند غځولی دی

    قالیباف: ایران د ګواښونو تر سیوري لاندې خبرې نه مني

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    پاکستان؛ کراچۍ کې روان کال دترافیکي پېښو له امله ۳۱۲ کسان مړه شوي

  • دریځ

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه معلوماتي پوهنتون

افغان سویس د لوړو زده کړو طبي موسسه

حمیدالله حمیدي

دسمبر 22, 2019
in پوهنتون
0 0

افغان سویس د لوړو زده کړو طبي موسسې خپلې چارې په لوړو زده کړو وزارت کې تر ثبت او راجسټر وروسته، په ۱۳۹۱ لمریز کال کې پیل کړې دي. د دغې موسسې مالي او اداري مدیر ښاغلی نور الرحمن عابد کوهستاني وایي، له پیله تر اوسه پورې دوه پوهنځي معالجوي طب او ستوماتولوژي لري چې محصلینو ته پکې طبي لوړې زده کړې ورکوي. د ښاغلي کوهستاني په خبره، موسسه یې په کابل کې دوې څانګې لري،  خو تر اوسه پورې له کابل پرته په نورو ولایتونو کې کومه څانګه نه لري. افغان سویس طبي د لوړو زده کړو موسسه د دوو زرو په شاوخوا کې محصلین لري، چې ۶۰ سلنه یې نارینه او پاتې یې ښځینه محصلینې دي.

دا چې افغان سویس د لوړو زده کړو طبي موسسې تر اوسه پورې له موسسې څخه پوهنتون ته ارتقاع نه ده کړې، نو د ماسټرۍ کوم پروګرام هم نه لري، خو په پام کې لري چې په راتلونکي کې د ماسټرۍ پروګرامونه هم پیل کړي. نور الرحمن عابد کوهستاني وایي، له ستوماتولوژي پوهنځي څخه یې تر اوسه پورې یوه دوره محصلین چې شمېر یې ۸۲ کسانو ته رسېد، فارغ کړي او ټولنې ته یې د خدمت په موخه وړاندې کړي دي. دی وایي، د طب پوهنځي لومړۍ دوره محصلین یې د سه تاج پر دوره بوخت چې په نږدې راتلونکې کې به دغه دوره پای ته ورسوي او عملاً به د خپلو هېوادوالو د خدمت جوګه شي.

په افغان سویس طبي د لوړو زده کړو موسسه کې د تدریس چارې د ۱۰۸ ښځینه او نارینه استادانو له  خوا مخ ته وړل کېږي. د ښاغلي کوهستاني په خبره، له دې ډلې ۴۴ ښځینه او ۶۴ نارینه استادان دي. دی وایي، ۱۸ استادان یې د ماسټرۍ او پاتې نور ټول یې د دوکتورا تر کچې پورې لوړې زده کړې لري او په خپل مسلک کې یې تخصص اخیستی دی. کوهستاني وایي، دا چې په دې کچه استادان په افغانستان کې یو څه په سختۍ پیدا کېږي، نو ۲۰ استادان یې دایمي او پاتې نور یې قراردادي استادان دي چې تر ډېره د کابل له طبي پوهنتون څخه د تدریس لپاره ورځي.

دا چې د لوړو زده کړو وزارت د نوي طرزالعمل له مخې د خصوصي پوهنتونونو د طب پوهنځي په کال کې یوازې د سلو نویو محصلینو د جذب اجازه لري، نو ښاغلی کوهستاني وایي چې دوی په کانکور کې هر پوهنځي ته سل نوي محصلین جذبوي. دا چې دغه موسسه په کابل کې دوه څانګې لري، نو کولای شي په ټوله کې هر کال څلور سوه نوي محصلین جذب کړي.

افغان سویس طبي د لوړو زده کړو موسسه د خپلو محصلینو لپاره تخفیف لري. د دې موسسې مالي او اداري وایي، هغه محصلین چې دلرې پرتو ولایتونو دي او اقتصاد یې ښه نه دی، دوی ورته سل، پنځوس، څلوېښت او دېرش سلنه تخفیف ور کړی دی. دغه راز د شهیدانو او معلولینو د ورثه‌وو لپاره هم ځانګړی تخفیف لري. ښاغلی کوهستاني وایي، همدا اوس د ۲۰۰ په شاوخوا کې داسې محصلین لري، چې سل سلنه تخفیف یې ورکړی دی او په وړیا ډول په دې موسسه کې لوړې زده کړې کوي. دغه راز د لوړو زده کړو وزارت په ګډون، ځینې نورې ادارې هم شته چې دوی ور سره تړون لري او له مخې یې هغه محصلین چې د دغو ادارو له خوا ورته معرفي کېږي، ځانګړی تخفیف ورکوي.

دغه موسسه د ورځې په دوو وختونو کې محصلین د زده کړو لپاره ور غواړي، چې یوه ډله یې سهار اته بجې ورځي او تر دوولسو بجو پورې درس وایي او بله ډله یې بیا د ماسپښین یوه بجه ورځي او د مازدیګر تر څلورو بجو پورې پر زده کړو بوخت وي. د دې تر څنګ، ځینې محصلین چې پر سه تاج دوره  بوخت دي، د ورځې په اوږدو کې خپلو لوړو زده کړو ته ادامه ورکوي.

افغان سویس د لوړو زده کړو طبي موسسه د خپلو محصلینو او استادانو لپاره دوه ډوله کتابتون لري، چې په یوه کې په هارډ ډول او په بل کې په سافټ ډول کتابونه موجود دي. د ښاغلي عابد کوهستاني په خبره، په هارډ ډول یې ۱۲زره ټوکه کتابونه د خپلو محصلینو په واک کې ورکړي دي او تر څنګ یې ۲۶ زره بېلابېل تخصوصي کتابونه په ډیجټالي کتابتون کې ځای پر ځای کړي دي، چې محصلین او استادان یې وخت ناوخت ګټه ترې اخلي او مطالعه کوي یې. د دې تر څنګ یې د محصلینو لپاره ۲۴ ساعته د انټرنېټ اسانتیا هم برابره کړې ده، څو د خپلو ستونزو د هواري په برخه کې ترې کار واخلي. نوموړی وایي،  د برېټانیا سفارت په همکارۍ د دغه هېواد له عامه کتابتون سره هم لینک لري، څو یې محصلین وکولای شي په طبي برخه کې له نویو څېړنو او تجربو هم ګټه واخلي.

د لوړو زده کړو دغه موسسه په کور د ننه له البیروني، کندهار، ننګرهار، بلخ پوهنتون، په پروان کې له دانش خصوصي پوهنتون او له هېواده بهر د ایران ازاد اسلامي پوهنتون سره هوکړې لري، چې له مخې یې دوی د دې پوهنتونونو له تجربو ګټه اخلي او خپلې ستونزې ور سره شریکوي. دی وایي، هڅه یې دا ده چې وکولای شي په کور د ننه او بهر له نورو پوهنتونونو سره هم هوکړې ولري او په ګډه کار وکړي.

دا چې د لوړو زده کړو وزارت له لوري د دولتي ډيپلومونو لړۍ پیل شوې ده، خو سویس د لوړو زده کړو طبي موسسې ته تر اوسه پورې وار نه دی رسېدلی، نو د دې موسسې مالي او اداري وایي، دوی خپلو محصلینو ته د نومرو جدول او یوه تصدیق پاڼه ورکوي چې د پوهنتون او لوړو زده کړو وزارت له لوري تاییدېږي او فارغ شوي محصلین کولای شي د دې تصدیق پاڼې په وسیله په کور د ننه او بهر دواړو کې نورې لوړې زده کړې وکړي او یا هم د دندې په پیدا کولو کې ترې ګټه واخلي. دی وایي، دا چې تر اوسه پورې یې یوه دوره محصلین فارغ کړي دي، نو فارغ شویو محصلینو ته یې پر وخت دغه تایید پاڼې ورکړې دي، خو وروستي او دولتي ډیپلومونه به هغه وخت د وزارت له لوري ورکول کېږي، چې د دوی د موسسې وار را ورسېږي.

په افغان سویس د لوړو زده کړو طبي موسسه کې د نظري زده کړو تر څنګ عملي زده کړې هم ور کول کېږي. دا چې دغه موسسه دوه طبي پوهنځي لري او د نظري زده کړو تر څنګ عملي کار ته هم اړتیا ده، نو یو کادري روغتون یې جوړ کړی چې محصلین کولای شي د نظري زده کړو تر څنګ، په دغه روغتون کې عملي کار وکړي او ان د سه تاج دوره هم پکې بشپړه کړي. د دې تر څنګ، دغه موسسه د کارموندنې یو مرکز لري څو وکولای شي فارغ شویو محصلینو ته د دندې لټه وکړي. ښاغلی کوهستاني وایي، اتیا سلنه فارغ محصلین یې په دولتي او خصوصي روغتونونو کې پر کار بوخت دي او پاتې شل سلنه نورو یې بیا په اړونده برخه کې شخصي کار پیل کړی، روغتونونه او کلینیکونه لري.

د دې موسسې اداره د خپل ستراتیژیک پلان له مخې غواړي، چې په راتلونکي کې نوي پوهنځي ولري، له موسسې څخه پوهنتون ته ارتقاع وکړي، د ماسټرۍ پروګرام ولري او په نړیواله کچه یو طبي پوهنتون وي. د عابد کوهستاني په خبره، د دواړو پوهنځیو د محصلینو لپاره یې مجهز لابراتوارونه، کادري روغتون، د تطبیقاتو څانګه او نور هغه امکانات برابر کړي چې د محصلینو اړتیا بلل کېږي.

د دې موسسې اداره له لوړو زده کړو وزارت څخه غواړي، چې خصوصي پوهنتونونه تر جدي څارنې لاندې ونیسي، د دې تر څنګ د خصوصي پوهنتونونو په برخه کې د دغه وزارت وروستۍ کړنې چې د پوهنتونونو ارزونه ده، ستایي او د دوام غوښتنه یې کوي. د یادې موسسې اداره له دغه وزارت څخه غواړي چې د خصوصي پوهنتونونو په ظرفیت لوړولو کې مرسته وکړي، څو په خپلو پښو ودرېږي او د نړۍ له پوهنتونونو سره سیالي وکړای شي.

Share6Tweet2Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

شي‌ جين پينګ: د يي وو ښار د پرمختګ تجربه دې راغونډې او وکارول شي

اپریل 23, 2026

بېجينګ: د ياسوکوني معبد په اړه د جاپان منفي کړنې د نړيوال عدالت خلاف پاروونکی عمل دی

اپریل 23, 2026

د چین او کمبوډیا د خارجه او دفاع وزیرانو (۲+۲) د ستراتیژیک ډیالوګ میکانیزم لومړی غونډه ترسره شوه

اپریل 23, 2026

کوریا جمهوريت چين ته د داوطلبه پوځيانو جسدونه وسپارل

اپریل 23, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In