چهارشنبه, مارچ 11, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    نورالدین عزیزي چینایي پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته هڅولي

    ازبک او د اروپايي ټولنې استازو د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي

    متقي له خپل عماني سیال سره ټلیفوني خبرې کړې دي

    افغانستان ته د سون توکو په وارداتو کې زیاتوالی راغلی

  • نړۍ

    عراق کې د امریکا پر ډيپلوماټيک مرکز ډرون برید شوی

    فردریش مرتز: امریکا او اسراییل د ایران د جګړې پایته رسولو پلان نه لري

    سپاه پاسداران: د جګړې پای به موږ ټاکو، نه امریکا

    ټاس خبري آژانس: ټرمپ د ایران جګړه بایللې او ژر به یې پای اعلان کړي

    عراقچي: له امریکا سره نور زموږ خبرې اترې په اجنډا کې نشته

    ایران ټایمز: ټرمپ نیویارک ته ښاروال نه شوی ټاکلی؛ نو ایران ته به مشر څنګه وټاکي؟

    قطر د منځني ختیځ د کړکېچ کمېدو غوښتنه کړې ده

    واشنګټن پوست: د ټرمپ ارزونه ناسمه وه؛ د ایران نظام پیاوړی دی

    ایراني رسنۍ: مجتبی خامنه یي د ایران نوی مذهبي مشر ټاکل شوی

  • دریځ

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    نورالدین عزیزي چینایي پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته هڅولي

    ازبک او د اروپايي ټولنې استازو د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي

    متقي له خپل عماني سیال سره ټلیفوني خبرې کړې دي

    افغانستان ته د سون توکو په وارداتو کې زیاتوالی راغلی

  • نړۍ

    عراق کې د امریکا پر ډيپلوماټيک مرکز ډرون برید شوی

    فردریش مرتز: امریکا او اسراییل د ایران د جګړې پایته رسولو پلان نه لري

    سپاه پاسداران: د جګړې پای به موږ ټاکو، نه امریکا

    ټاس خبري آژانس: ټرمپ د ایران جګړه بایللې او ژر به یې پای اعلان کړي

    عراقچي: له امریکا سره نور زموږ خبرې اترې په اجنډا کې نشته

    ایران ټایمز: ټرمپ نیویارک ته ښاروال نه شوی ټاکلی؛ نو ایران ته به مشر څنګه وټاکي؟

    قطر د منځني ختیځ د کړکېچ کمېدو غوښتنه کړې ده

    واشنګټن پوست: د ټرمپ ارزونه ناسمه وه؛ د ایران نظام پیاوړی دی

    ایراني رسنۍ: مجتبی خامنه یي د ایران نوی مذهبي مشر ټاکل شوی

  • دریځ

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه معلوماتي څېره

مارک ټواین

دسمبر 31, 2019
in څېره
0 0

مارک ټواین یو ښه لیکوال او ښه ویناوال و. هغه په امریکا، انګلستان او نورو هېوادونو کې د ادبیاتو په اړه ګټورې ویناوې کړې دي. په همدې موده کې یې خپل غوره اثار هم وپنځول. د ټام سایر پېښې، شاهزاده او ګدا د مي سي سي پي د سیند تر غاړې ژوند یې مهم اثرونه دي.

شفیق امیرزی

مارک ټواین د ۱۸۳۵ز کال په نومبر کې د امریکا د میسوري ایالت په فلوریډا نومي کلي کې زیږېدلی دی. د دوی د سیمې ټول کورونه لرګین وو او دی هم په همدې لرګینو کورونو کې دې نړۍ ته راغی. پلار یې قاضي و او کوچنۍ سوداګري یې کوله. په اصل کې د ویرجینیا و او په کنتاکي کې یې د حقوقو زده کړې کړې وې. همدلته یې له جین همپتون سره واده وکړ. ټواین ۱۲ کلن و چې پلار یې ومړ. له همدې امله مجبور شو چې په ځايي چاپخونو کې کار پیل کړي او د خپلې کورنۍ لپاره ډوډۍ پیدا کړي. وروسته یې په یوه ورځپاڼه کې کار پيل کړ. دلته یې ورور هم دنده لرله، نو دی هم همدې ځای ته راغی. ورځپاڼې د طنز او ځینو نورو ټولنیزو مطالبو لپاره ځانګړي نشرات هم لرل.

بیا نیویارک ته لاړ. هلته یې هم د څه مودې لپاره په کوچنیو چاپخونو کې دنده تر سره کړه. په دوو- دریو کلونو کې څو ښارونو ته لاړ او د حروفو د تنظیموونکي او ټولوونکي دنده یې مخ ته وړله. جنوبي امریکا ته یې هم یو ناڅاپي سفر درلود. له ۱۸۵۷تر ۱۸۶۴ز کال پورې یې د کښتۍ په مرسته مي سي سي پي ته سفر وکړ. په ۱۸۵۹ز کې یې د کښتۍ د چلوونکي سند واخیست او له دې سره یې هممهاله بېلو نشریو ته طنزونه او ځينې مقالې لیکلې. د امریکا په کورنیو جګړو کې هم ښکېل و. په ۱۸۶۶ز کال کې یې له آلتا کلیفورنیا نومې ورځپاڼې سره هوکړه لاسلیک کړه. ده ته یې داسې جواز ورکړ چې هغه د یادې ورځپاڼې بې پولې خبریال دی، چې په هر ځای او هر وخت کې راپورونه جوړوي او د نړۍ ګوټ ګوټ ته سفرونه کوي.

ټواین له اوږدو ناندریو وروسته، د نیویارک د یوه شتمن او مشهور سوداګر له لور اولیوه لنګدن سره واده وکړ. د شلو کلونو لپاره د ۱۸۷۵ او ۱۸۹۴ز کلونو تر منځ ټواین تر ټولو شتمن او غوره لیکوال و. ده په دې موده کې تر ټولو غوره کتابونه ولیکل، خو د ۱۸۹۰یمې لسیزې په نیمايي کې یې ژوند له خپګانونو ډک شو او هر څه ورته بې خونده شول. ځوانه لور یې کله چې دی او مېرمن یې له هېواده بهر وو، مړه شوه. تر ټولو کوچنی لور یې بیا د کرېسمس په شپه مړه شوه. په ۱۹۰۶ز کال کې یې بیا د خپل ژوندلیک لیکنه پیل کړه. د ژوند وروستي کلونه یې د جدي او څو طنزي کتابونو په لیکلو تېر کړل.

د مارک ټواین په ژوندلیک کې لیکل شوي دي: ماموېل لانګهورن کلېمنز په مارک ټواین مشهور، وتلی امریکايي طنز لیکوال، ټوکمار او خبریال دی. د ۱۸۳۵ز کال د نومبر په ۳۰مه د امریکا په فلوریدا کې زیږېدلی دی. مارک ټواین د خپلې کورنۍ د اوو اولادونو له ډلې شپږم اولاد و. په یوولس کلنۍ کې یې پلار ومړ، نو اړ شو چې د خپلې کورنۍ د چلولو او ساتلو لپاره کار او زیار وباسي.

د مارک ټواین له زیږېدو لږ موده وروسته د هغه کورنۍ هاینبال ته کډواله شوه. د مارک ټواین د ماشومتوب او ځوانۍ عمر په همدې سیمه کې تېر شو.  ده ښوونځی هم همدلته پيل کړ. دی په ښوونځي کې تکړه شاګرد و، د ده پخپله خبره، هېڅوک یې په زده کړو او ادبي برخه کې په ګرد پسې نه رسېدل. په ۱۸۴۷ز کال کې د مارک ټواین پلار ومړ. د خپل ژوند او لګښتونو د پوره کولو لپاره یې د نقاشۍ له یوه استاد سره شاګردي پیل کړه. له دې سره هممهاله یې له ژورنال نشریې سره د خبریال په توګه کار پيل کړ. له ۱۸۷۵ز کال وروسته مارک بریالی شو چې د بېړۍ چلولو جواز تر لاسه کړي او په مي سي سي پي سمندر کې بېړۍ چلول پيل کړي. د مارک ټواین یو تر ټولو مهم کار دا دی چې د هاکلبري فین په نامه یې یو داستان په نوې بڼه ولیکه. دی د داستان په روایت کې له خورا مهارته کار اخلي. دی یوازې د کلماتو په تنظیم او ترتیب کې ماهر دی او د کلماتو پر مټ موږ ته د خپل کرکټر انځور ښيي. ان د هغه لهجه، رنګ او خویونه پر موږ ویني او لولي یې.

مخکې مو هم وویل چې مارک ټواین د خپل ماشومتوب وخت د مي سي سي پي سیند په شاوخوا کې تېر کړ. دغه آرامه سیمه وروسته د دې سبب شوه چې دی مهم او اغېزناکه اثار وپنځوي. په ۱۸۶۱ز کال کې مارک ټواین ویرجینیا ته لاړ. دا یې د مور او پلار د اوسېدو اصلي ځای ځایګی و. دی هلته د یوې عمومي نشریې اېډېټر و. د ۱۸۶۳ز کال د فبرورۍ په میاشت کې د مارک ټواین ادبي تخلص رامنځ ته کېږي. دی یوه طنزي سفرنامه لیکي او په همدې سفرنامه کې یې د مارک ټواین په نامه او تخلص لاسلیک وکړ.

شاهزاده او ګدا د مارک ټواین لومړنی اثر و. دا اثر یې په ۱۸۸۲ز کال کې خپور کړ. دا اثر د ټام سایر په پرتله دومره بریالی نه و. خو مارک په ۱۸۸۴ز کال کې د (هاکلبري فین پېښې) په خپرولو سره د ټولو پام ځان ته راواړاوه. دا کتاب د امریکا د ادبیاتو شاهکار ګڼل کېږي. دا د ټام سایر په پرتله یو څه جدي لهجه لري او خورا ډېر لوستونکي یې پیدا کړل. مارک ټواین پر همدې اثر مشهور شو. نړیوال شهرت یې وموند. د ټام سایر پېښې هم د مارک له غوره اثارو ګڼل کېږي چې په خپرېدو سره یې دغه لیکوال نړیوال شهرت ته ورسېد.

مخکې تر دې چې مارک د لیکوالۍ ډګر ته د ننه شي، یو خبریال و. ده د مقالې لیکلو لپاره د ټوکو او ټکالو یو خاص سبک ځان ته غوره کړی و. په ۱۸۶۶ز کال کې مارک ټواین د یوه خبریال په توګه هاوايي ایالت ته سفر وکړ. ده هلته نه یوازې دا چې خبریالي کوله، بلکې ورځني نوټونه یې اخیستل. هلته یې د شته مسایلو او وضعیت په اړه لیکل کول او هغه یې له ځان سره نوټ کول. تر دې وروسته فرانسې او اېټالیا ته لاړ. د دې ځای تجربې او خاطرې یې د (فرنګ بې ګنا) په نامه اثر کې راټولې کړې دي. دغه اثر چې کله خپور شو، نو په چټکۍ د امریکایانو تر منځ پر یوه منل شوي او محبوب اثر بدل شو. ټواین دا عادت درلود چې د ښې لیکوالۍ لپاره به یې اوږده سفرونه کول. له همدې امله ښایي د ده اثار د سفرنامې په څېر وي. د دې ډول اثارو تر ټولو مشهوره نمونه یې د ټام سایر پېښې بللی شو.

مارک ټواین نه یوازې د روانو مسایلو په اړه لیکل کول، بلکې یو ښه منتقد هم و. هغه د ټولنې پر ناسمو باورونو نقد کاوه او هغه یې غندل. ده په ۱۸۷۲ ز کال کې د سختۍ په نامه یوه سفرنامه لیکلې. په دې اثر کې یې پر امریکایي او نورو غربي ټولنو سختې نیوکې کړې دي. په دومره سخته لهجه یې نیوکې ورباندې کړې، لکه د بې ګناهانو په اثر کې یې چې په اروپایي او منځني ختیځ کې پر مېشتو ټولنو باندې چې کړې وې.

مارک چې کله شهرت وموند، بیا یې سمندري سفرونه پيل کړل. د همدې سفرونو په لړ کې یې پوره یوه لسیزه له امریکا بهر ژوند وکړ. مخکې مو هم د دې کتاب یادونه وکړه، (بې ګناه وګړي په کښتۍ کې) یې په حقیقت کې د همدې سمندري سفر یونلیک دی چې په ۱۸۶۷ز کال کې خپور شو. په ۱۸۷۲ ز کال کې یې د سختۍ یونلیک خپور کړ. په دې کتاب کې لکه مخکې مو چې یادونه وکړه، پر امریکایي او نورو غربي ټولنو نیوکې شوې دي. په ۱۸۷۶ز کال کې مارک ټواین د ټام سایر پېښې کتاب خپور کړ. دا کتاب یې په خپله ځوانۍ کې په هانيپال کې له ځان سره انځور کړی او پنځولی و. دا کتاب په اصل کې د مارک خپل ژوند دی، خو دی د ټام سایر په څېره کې راڅرګند شوی دی.

مارک ټواین سره له دې چې یو ښه لیکوال و، ښه ویناوال هم و. هغه په امریکا، انګلستان او نورو هېوادونو کې د ادبیاتو په اړه ګټورې ویناوې کړې دي. په همدې موده کې یې خپل غوره اثار هم وپنځول. د ټام سایر پېښې، شاهزاده او ګدا د مي سي سي پي د سیند تر غاړې ژوند یې هم بل اثر دی. هاکلبري فین یې بل مهم اثر دی چې په نړیواله کچه مشهور دی. د مارک د شاهزاده او ګدا کیسه د انګلستان د یوه پادشا شپږم اډوارډ په اړه ده. دغه اثر یې خپلو دوو لورګانو ته ډالۍ کړی دی.

مارک ټواین په ۱۹۰۴ز کال کې په فلورانس کې ژوند کاوه چې مېرمن یې مړه شوه، دویمه لور یې ړنده شوه، دې مسئلې د ټواین پر اثارو ډېر منفي اغېز وکړ. دی یې ناهیلی کړی، دغه ناهیلي او خپګان بیا وروسته د ټواین په اثارو کې له ورایه ښکاري. دی چې په ذاتي توګه د ژوند په اړه یو مثبت کس و، د دې پېښو په رامنځ ته کېدو یې زړه خپه او مات شو. شدیده رواني ضربه یې ولیده او لومړی ځل و چې په ژوند کې د خپلو دوستانو تکلیف او درد ویني.

مارک په سیاسي برخه کې هم فعال و. دی د امپریالېزم پر ضد د مبارزې په برخه کې ډېر فعال کس و او د دې مبارزې سخت پلوی و. مارک د لیکوالۍ او سفرونو تر څنګ بیا هم زده کړو ته ادامه ورکوله. په ۱۹۰۷ز کال کې یې له آکسفورډ پوهنتون څخه د ادبیاتو په برخه کې خپله دوکتورا واخیسته. مخکې مو هم وویل چې د مېرمنې او لور مرګ ټواین ته ژوند سخت کړ. د عمر په وروستیو کې دغو دوو پېښو سخت غمجن کړ او له همدې امله په ۱۹۱۰ز کال کې د اپرېل په ۲۱مه د زړه حمله ورباندې راغله. د همدې پېښې له امله یې د تل لپاره له دې نړۍ سترګې پټې کړې، خو د کتابونو او اثارو پر مټ یې لا هم له لوستونکو سره خبرې کولې.

مارک ټواین په لیکوالۍ کې له چارلز ډیکنز اغېزمن شوی و، خو له ده هم ځينې لیکوالان متاثر وو. کورت ونه ګات، همینګوی او فاکنر هغه لیکوالان دي چې له ټواین متاثره دي او د ده د اثارو مطالعه لري.

مارک ټویان نږدې ۱۱۰ کاله وړاندې ومړ، خو د خپل ژوند په وروستیو کې یې خپل ژوندلیک هم لیکلی و. ده ویلي وو چې دغه ژوند لیک یې باید د ده له مرګ پوره سل کاله یا یوه پېړۍ وروسته چاپ شي. همداسې وشول، امریکا کې یې دغه اثر سل کاله وروسته په ۲۰۱۰ ز کال کې چاپ شو. دغه اثر د کالیفرنیا برکلي پوهنتون خپور کړ. د دغه کتاب خپرېدل او پلور د ناشرانو د تمې پر خلاف و.  دا کتاب د ۲۰۱۰ ز کال تر نومبر پورې ۲۷۵۰۰۰ ټوکه پلورل شوی و. د دغه کتاب ډېره برخه مارک ټواین د عمر په وروستیو څلورو کلونو کې لیکلې ده. لیکوالان او نقادان پر دې باور دي چې د مارک ژوندلیک د هغه تر ټولو اثارو ډېر سیاسي اثر دی. دی هر څه صاف او روښانه وایي. له چا وېره نه لري او نه هم عاجزي کوي. په غوسه او جدي توګه مسایل مطرح کوي. که یې غوښتي چې څه وستايي، نو ښه یې ستایلي دي، له هېڅ شي یې وېره نه ده کړې. نیویارک ټایمز لیکي، دغه اثر د ټواین د ماشومتوب له خاطراتو ډک دی. په کتاب کې یې د ژوند ټولې پېښې انځور شوې دي او خپلې تجربې یې پکې راوستې دي.

 

Share5Tweet2Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

نورالدین عزیزي چینایي پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته هڅولي

مارچ 11, 2026

نن د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ۱۴مې ملي کمېټې ۴مه کلنۍ غونډه پای ته رسيږي

مارچ 11, 2026

سبا به د چين د ۱۴م ملي ولسي کانګرېس ۴مه کلنۍ غونډه پای ته ورسیږي

مارچ 11, 2026

د منځني ختيځ لپاره د چين ځانګړي استازي د عربي متحده امارات له مرستيال صدراعظم او خارجه وزير سره ولیدل

مارچ 11, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In