له تېرو څو کلونو راهیسې زموږ په هېواد کې د خلکو اقتصادي حالت له ګواښ سره مخ دی، خلک په فقر کې ژوند کوي، څوک بې کوره دي، څوک بې خوراکه او ان څوک د یوې مړۍ ډوډۍ د موندلو لپاره وحشت ته مخه کوي.
زموږ د اقتصادي کمزورۍ یو لامل پر موږ تپل شوې جګړه ده. دا خبره تر ډېره سمه ده. خو که بل لوري ته وګورو، ځینې خلک د شتمنېدو پر لور روان دي. هغوی د شتمنېدو فکر لري او د دې کار لپاره د کلکو مټو تر څنګ، له خپلې پخې ارادې او مالي پوهې او فکر څخه کار اخلي.
رابرټ کیوساکي د شبکه يي بازارموندنې خورا تکړه لیکوال دی. ده او مېرمنې یې ډېرې ستونزې ګاللې دي. دی وايي: «په ۱۹۸۴ ز کال کې مې زه او مېرمن د کور نه درلودو له امله په خپل زاړه موټر کې ویدېدلو، خو په ۱۹۸۹ ز کال کې میلیونران شوو.»
هغه په دې کتاب کې موږ ته د ژر او هر وخت پيسو موندلو اسانه لارې چارې راښيي. د کتاب په لومړیو دوو څپرکو کې په ټوله نړۍ کې د اقتصادي بحران په اړه خبرې کوي. د دې څپرکو په پای کې وايي: «کله چې حالات سخت شي، نو سختي له منځه وړل کېږي. که دا خبره رښتیا وي او لکه چې رښتیا هم ده، نو دوې پوښتنې پيدا کېږي: ایا غواړی چې د سختۍ له منځه وړونکی کس شی؟ که مو ځواب هو وي، نو دویمه پوښتنه پيدا کېږي، څه باید وکړو؟ د لومړۍ پوښتې ځواب باید تاسې ورکړئ او دویم ځواب زما ښه دی. دا ټول کتاب د دویمې پوښتنې په ځواب کې لیکل شوی دی.
په افغانستان کې هر کال زرګونه ځوانان له پوهنتونونو فارغېږي، ټول په دې فکر وي چې په دولت او یا هم کوم بل لوی شرکت کې به دنده پيدا کړي؛ خو حقیقت دا دی، موږ چې څومره کسان لرو، هغومره دندې نه لرو، رابرټ په دې کتاب کې په خورا ټینګار وايي چې دا کتاب د هغه چا لپاره نه دی چې په تنخوا د یو کار په فکر کې وي، بلکې د هغه چا لپاره دی چې خپل کار جوړ کړي او شتمن شي. هغو خلکو ته هم اشاره کوي چې له دندې ستړي شوي او اوس غواړي چې خپل کار جوړ کړي. دی وايي: «دا کتاب د هغه چا لپاره دی چې له دندې ستړی شوی وي او اوس غواړي چې خپل کاروبار جوړ کړي. له تنخوا ستړی شوی وي او اوس غواړي چې له میلیونر شي.»
مینه وال کولای شي یاد کتاب پر اکسوس سربېره، د ښار له نورو لویو کتابپلورنځیو په مناسب قېمت تر لاسه کړي.