زاول د لوړو زده کړو خصوصي موسسه په ۱۳۹۱ لمریز کال کې له لوړو زده کړو وزارت سره په پر له پسې ۷۳یمه شمېره ثبت او راجسټر شوې ده او په همدې کال کې یې د لوړو زده کړو په برخه کې خپل فعالیت پیل کړی دی. د لوړو زده کړو دې موسسې په لومړي سر کې یو پوهنځی (معالجوي طب) درلود او د لومړي ځل لپاره یې په همدې پوهنځي کې محصلین جذب کړل. لږ موده نه وه تېره شوې چې د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د فعالولو جواز یې هم واخیست. د لوړو زده کړو د دې موسسې اداري مرستیال سید احمد حیران وایي، چې اوسمهال زاول د لوړو زده کړو موسسه ( معالجوي طب، ستوماتولوژي، اقتصاد، کمپیوټر ساینس، حقوق او سیاسي علوم) پوهنځي لري چې تر څنګ یې د برېجېنګ یو بل طبي پوهنځی هم لري چې د قابلګۍ، نرسنګ او ستوماتولوژي په برخه کې پکې محصلین پر زده کړو بوخت دي.
زاول د لوړو زده کړو په موسسه کې اوسمهال د ۱۶۰۰ په شاوخوا کې محصلین په بېلابېلو پوهنځیو کې پر زده کړو بوخت دي، چې ۴۰ سلنه یې ښځینه او پاتې ۶۰ سلنه یې بیا نارینه دي. ښاغلی حیران وایي چې تر اوسه پورې یې له ټولو پوهنځیو څخه څلور دورې محصلین د لېسانس په کچه ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړي دي. دی وایي، ډېری محصلین یې په مرکز او ولایتونو کې په دولتي او خصوصي رغتونونو کې او دغه راز په نورو ادارو کې پر کار بوخت دي. ښاغلی حیران وایي چې له طبي پوهنځیو څخه تر فراغت وروسته له محصلینو څخه یوه دولتي ازموینه هم اخیستل کېږي، چې په خبره یې د دوی ټول محصلین له دې ازموینې بریالي وتلي او اوس په بېلابېلو ادارو کې پر دنده بوخت دي.
په زاول د لوړو زده کړو موسسه کې د تدریس چارې د لږ تر لږه ۳۰۰ استادانو له خوا مخ ته وړل کېږي، چې ځینې دایمي او ځینې یې هم قراردادي استادان دي. د دې موسسې ادراي مرستیال وایي، چې اویا سلنه استادان یې په خپل مسلک کې تخصص لري، د ماسټرۍ او دوکتورا تر کچې پورې لوړې زده کړې لري او د لوړو علمي رتبو درلودونکي او په اړونده برخه کې د پوره تجربې څښتنان دي. دی وایي، دا چې د لوړو زده کړو د دې موسسې د بنسټ ډبره خپله د ځینو علمي کادرونو له خوا اېښودل شوې ده، نو د تدریس لپاره یې هم وړ او تجربه لرونکي استادان ګومارلي دي. ښاغلی سید احمد حیران وایي، ډېری استادان یې په دولتي پوهنتونونو کې هم د تدریس چارې مخ ته وړي.
د لوړو زده کړو دغه موسسه په کور د ننه او بهر دواړو کې له دولتي او خصوصي پوهنتونونو سره ښې اړیکې او د همکارۍ هوکړې لري. ښاغلی حیران وایي چې په ترکیه کې یې له یوه پوهنتون سره د دوو اړخیزو همکاریو هوکړه لري، چې له مخې یې له طب او ستوماتولوژي پوهنځیو څخه فارغ دری دورې محصلین د سه تاج دورې د پوره کولو او نورو لوړو زده کړو، تجربو او وړتیاوو تر لاسه کولو لپاره دغه هېواد ته استولي دي او په نږدې راتلونکي کې به څلورمه دوره محصلین هم دغه هېواد ته ولېږي. دی وایي چې دغه راز یاد ترکي پوهنتون هم کولای شي چې خپل محصلین زاول پوهنتون ته را ولېږي، څو دلته زده کړې وکړي چې تر اوسه پورې یې یو محصل چې په اصل کې د افغانستان دی، خو په ترکیه کې زیږېدلی دی او اوس کابل ته د زده کړو لپاره راغلی. دغه راز زاول د لوړو زده کړو موسسه د کابل له طبي پوهنتون سره د دوو اړخیزو همکارو یوه هوکړه لري، چې له مخې یې د زاول د طبي پوهنځیو محصلین کولای شي د کابل طبي پوهنتون له لابراتوارونو څخه کار واخلي او تر څنګ یې د کابل طبي پوهنتون محصلین د زاول د لوړو زده کړو موسسې له امکاناتو ګټه پورته کړي.
د زاول د لوړو زده کړو د موسسې اداري مرستیال ښاغلی سید احمد حیران وایي، چې موسسې یې ټول هغه امکانات چې لوړو زده کړو وزارت د کیفیت د تضمین په برخه کې په نښه کړي، د خپلو محصلینو په واک کې ورکړي دي. دی وایي چې شنه ساحه، د سپورت میدانونه او جمنازیمونه، طعام خوري، کمپیوټر لب او د مطالعې د ځای امکانات یې خپلو محصلینو ته برابر کړي دي. حیران وایي، د کتابتون لپاره یې لوی سالون د محصلینو په واک کې ورکړی دی چې اوسمهال په کې د اتو زرو په شاوخوا کې بېلابېل کتابونه په فزیکي ډول موجود دي او محصلین او استادان یې ترې ګټه اخلي. د دې تر څنګ، د اویا زرو جلدو په شاوخوا کې یې په سافټ ډل کتابونه په کمپیوټرونو کې د محصلینو په واک کې ورکړي دي.
زاول د لوړو زده کړو موسسه په دریو غیر طبي پوهنځیو کې د یوې تحصیلي دورې لپاره په عمومي ډول د ټولو محصلینو لپاره ځانګړی تخفیف ورکوي. د دې تر څنګ، د ځوانانو له معینیت سره د ځانګړې هوکړې له مخې هغه محصلین چې دوی ته ور پېژندل کېږي، ځانګړی تخفیف ورکوي. ښاغلی حیران مني چې ځینو فارغ شویو محصلینو ته پر وخت تحصیلي اسنادونه نه ورکول کېږي. دی وایي، دوی د محصلینو تر فراغت وروسته ډېر ژر ټول اړین اسنادونه لوړو زده کړو وزارت ته سپاري، خو دا چې د خصوصي پوهنتونونو شمېر او د فارغینو شمېر یې ډېر دی او په وزارت کې د خصوصي پوهنتونونو د ریاست د کار کوونکو شمېر کم دی، نو معلومه خبره ده چې د اسنادونو د تایید مرحله یو څه ځنډنۍ کېږي. دی وایي، د موسسې د ادارې له خوا یې په دې برخه کې هېڅ ستونزه نشته او په خپل وخت اقدام کوي.
د زاول د لوړو زده کړو موسسې اداره غواړي، چې لومړی پوهنتون ته ارتقاع وکړي، د ماسټرۍ پروګرام پیل کړي، نور پوهنځي ولري او پر کابل سربېره، د هېواد په نورو ولایتونو کې هم څانګې ولري. ښاغلی حیران وایي چې لوړو زده کړو وزارت ته یې په کابل ښار کې د یوې بلې څانګې د پرانیستلو وړاندیز کړی دی، خو منل شوی نه دی، ځکه چې اوس دستي لوړو زده کړو وزارت د ولسمشر په امر په خصوصي پوهنتونونو کې د نویو پوهنځيو د ایجاد، نویو څانګو د پرانیستلو او یا هم د ماسټرۍ پروګرام د پیلولو چارې بندې کړې دي، خو که دغه څه ته په راتلونکې کې اجازه ورکړل شي، دوی به پر کابل سربېره په نورو ولایتونو کې هم څانګې پرانیزي.
ښاغلی حیران له لوړو زده کړو وزارت، کابل ښاروالۍ او کلیو او بیارغونې وزارت څخه غواړي چې د کابل ښار په یوه ستراتیژیکه برخه کې خصوصي پوهنتونونو ته یوه ساحه ځانګړې کړي، څو دوی پکې معیاري او دایمي ودانۍ ولري چې دغه څه د پوهنتونونو لپاره یوه اړینه اړتیا ده او د خصوصي پوهنتونونو ارزښت او کیفیت ور سره لوړېدلی شي. دی وایي، اوسمهال ډېری خصوصي پوهنتونونه په داسې کرایي کورونو کې فعالیت کوي، چې هغه په اصل کې د پوهنتون لپاره نه دي جوړ شوي او هغه امکانات نه لري چې یو پوهنتون یې باید ولري. د دې تر څنګ، ښاغلی حیران وایي چې د زیاتې مالیې د ورکړې په برخه کې یې هم څو ځله خپله ستونزه له اړوندو ادارو سره شریکه کړې ده. دی وایي، مالیې وزارت له یوه تولیدي شرکت او پوهنتون څخه په یوه کچه مالیه اخلي، په داسې حال کې چې تولیدي شرکتونه سل سلنه ګټه کوي، خو پوهنتونونه د یو څه ګټې تر څنګ، د هېواد په ابادۍ کې برخه اخلي، د خلکو بچیان روزي او په دې برخه کې ډېر لګښت کوي. د دایمي برېښنا نشتون هم د خصوصي پوهنتونونو د پرمختګ په مخکې یو خنډ دی، چې ښاغلی حیران یې د لرې کېدو غوښتنه کوي. دی وایي چې پوهنتون باید ۲۴ ساعته برېښنا ولري او د هغو پوهنځيو لپاره خو بیا بیخي ډېره اړینه ده چې نظري کار ته اړتیا لري او په لابراتوارونو کې کار پکې کېږي. دی له لوړو زده کړو وزارت او په ټوله کې له افغان حکومت څخه غواړي چې خصوصي پوهنتونونو ته د متوازن پرمختګ زمینه برابره کړي.