معمولاً کار پنځوونکي د کار په پیل کې د زیاتې انرژۍ درلودونکي وي او غواړي هر څه ډېر په چټکۍ سره پر مخ بوځي؛ خو له یو څه وخت وروسته یې پام کېږي، ډېر کارونه شته چې لا یې نه دي تر سره کړي؛ ځکه یا یې وخت نه دی ورته پیدا کړی او یا یې هم د تر سره کولو وړتیا نه لري. یا دا چې پانګه یې کمه ده او نه شي کولی د هرې برخې لپاره ځانګړی کس پر دنده وګوماري، هغه ده چې یو څه ناهیلي کېږي او ډېر کله یې د ماتې لامل هم کېږي.
دا هغه څه دي چې د کوچني کاروبار لرونکي ارو مرو ور سره مخ کېږي او یوه طبعي پېښه ده. د دغو کارونو د تر سره کولو لپاره یوه ښه لار اړوندو شرکتونو او متخصصو کسانو ته د کارونو سپارل دي.
۱- بازارموندنه
که غواړی کاروبار مو پرمختګ وکړي، بازارموندنه یې باید یوه برخه وي. په کوچني کاروبار کې بازارموندنه هغه څه ده چې باید ځانګړي کس، رسنۍ او یا هم اړوند یوه شرکت ته وسپارل شي، څو په ښه ډول یې تر سره کړي. نن سبا چې د اړیکو او انټرنېټ نړۍ ده، نو بازارموندنه یې هم د پخوا په پرتله اسانه کړې ده. که تاسو د خپلو محصولاتو ځینې نمونې هغو وېب سایټونو ته وسپارئ، چې د همدې برخې لپاره جوړ شوي دي، نو وبه ګورئ چې په پر له پسې توګه به درته خلک په انلاین ډول د توکو د پېرلو غوښتنې استوي. که مو کاروبار نوی پیل کړی وي، نو اړتیا نشته چې خپلې پیسې بې ځایه ولګوئ، څو پېرودونکي را جذب کړی. هڅه وکړئ چې دغه کار د همدې برخې اړوند شرکت ته وسپارئ، ځکه ډېر کله ګټه په تاوان کېږي.
۲- د وېب پاڼې جوړول
لکه څه ډول مو چې مخکې وویل، نننۍ انلاین نړۍ ده. د یوې ښې او هر اړخیزې وېب پاڼې جوړول مو د کاروبار په پراختیا او پرمختګ کې مرسته کوي. د (ورډ پرس) طراح بیل اریکسون وایي، د یوې ښې وېب پاڼې جوړول لږ تر لږه ۱۴ اونیو وخت ته اړتیا لري. که د کاروبار څښتن خپل دری نیم میاشتنی وخت د یوې ښې وېب پاڼې پر جوړولو تېر کړي، نو نور اړین کارونه به یې څوک ورته کوي؟ ښه ده چې دغه کار له دفتره بېرون اړوند او متخصص کس ته وسپاري.
۳- د عکسونو او ویډیو اخیستل
عکسونه او ویډیو د عوایدو د زیاتوالي او کاروبار د پرمختګ لپاره نن سبا تر ټولو اړین دي. خو که دغه څه په غیر مسلکي توګه تر سره شي، د عکس او ویډیو کیفیت خرابوي، نه یوازې دا چې کاروبار به مو پرمختګ ونه کړي، بلکې منفي اغېز پرې کوي. د عکسونو او ویډیوګانو لپاره باید پرمختللې کمرې ولری. دغه راز د عکسونو او ويډیوګانو د اېډېټ او ډیزان لپاره ځانګړي کمپیوټر او یوه متخصص کس ته هم اړتیا ده. دا چې ستاسو کاروبار کوچنی دی، د دې برخې لپاره د متخصص کس نیول، ځانګړي کمپیوټر او لوړ قېمت کمرو اخیستل څه اسانه کار نه دی، نو ښه ده چې دغه کار هغه شرکت ته وسپارئ، چې په همدې برخه کې اړین توکي او ځانګړي کسان لري. کېدای شي د یوې قېمتي کامرې په بیې تاسو خپل د څو میاشتو کارونه پر دغه شرکت تر سره کړی.
۴- د ټولنیزو شبکو مدیریت کول
ټولنیزې شبکې نن سبا د کاروبار په پرمختګ کې مهم رول لوبوي. خو په دغو شبکو کې ستاسو د کاروبار اړوند معلوماتو خپرول، کومنټ او پیغام ته ځواب ورکول کېدای شي ستاسو ډېر قېمتي وخت ونیسي؛ ځکه تاسو ډېر نور کارونه هم لری، چې باید تر سره یې کړی. شته داسې کسان او شرکتونه چې کولی شي د ورځې په اوږدو کې په دوامداره توګه ستاسو ټولنیزې شبکې فعالې وساتي او د عوایدو لپاره درته یوه ښه سرچینه وي.
مینه وال کولای شي دغه کتاب پر اکسوس سربېره، د ښار له نورو لویو کتابپلورنځیو هم په مناسب قېمت تر لاسه کړي.