دا کتاب په افغانستان کې له ۲۰۰۱ ز کال وروسته د دولت جوړونې په برخه کې نړیوالو لاسوهنو ته ځانګړی شوی دی، چې د دولت په جوړښتي شبکه او واک باندې خبرې کوي. دغه کتاب د دولت د جوړښت او د واک تمرکز څېړي. دا څېړنه په دې موخه شوې ده چې په افغانستان کې سیاست شبکه یي دی او د قومیت، قبیلې او وژنې د عناصرو شتون د سیاست مهمه برخه جوړوي. موږ د افغانستان د واک د جوړښت د ښه پوهېدو لپاره باید د سیاسي شبکو د واک ډینامیکي اړیکې د دولت د ننه او بهر مطالعه او کړنې یې په نظر کې وساتو.
د دې تحقیق، تجزیې او ارزونې موخه د دولت تحلیل په افغانستان کې، له ۲۰۰۱ ز کال وروسته د سیاست د تاریخي مخینې، حکومت ولۍ او د نړیوالو لاسوهنو له اغېزو سره په نظر کې لرو. دا څېړنه ښيي چې په افغانستان کې سیاسي نظم له ۲۰۰۱ ز کال وروسته رامنځ ته شوی دی چې په هغه کې سیاسي ثبات، د رعیت له اربابانو سره د اړیکو، غیر قانوني کړنو، فرصت غوښتنې او د عمومي منابعو د لوټلو له مخې د سیاسي شبکو په ګټه رامنځ ته شوی دی. همدارنګه دا شبکې د جمعي هویتونو له وسیلې څخه په ګټې اخیستنې سره غواړي، چې پر خپل فساد او سوء استفادې پرده وغوړوي.
د دې څېړنې اصلي پوښتنه دا ده:
څرنګه د دغو سیاسي شبکو کړنې او د واک اړیکې نظم یا تاوتریخوالی، سیاسي ثبات یا بې ثباتۍ رامنځ ته کوي؟
د دې څېړنې لیکوال وايي چې د دې څېړنې پایلې د افغانستان د راتلونکي لپاره ګټورې تمامېږي. دا څېړنه په پراخه توګه بنا شوې ده چې تر ۱۵۰ زیاتې مرکې او مصاحبې پکې شاملې دي. له کلیدي او کره مطلعینو سره له ۱۶ میاشتو په زیاته موده کې تر سره شوې ده.
«شبکه يي دولت» د ډاکتر تیمور شاران اثر دی، چې پښتو ژباړه یې سمیع الله مجاهد کړې ده او همدا پښتو بڼه یې په ۱۹۳ مخونو کې راټوله شوې ده.
مینه وال کولای شي یاد کتاب پر اکسوس سربېره، د ښار په نورو لویو کتابپلورنځیو کې هم په مناسب قېمت تر لاسه کړي.