کرونا ویروس اوس په ټوله نړۍ کې په چټکۍ د خپرېدو په حال کې دی او نیږدې د نړۍ هر يو هېواد د دې ويروس د خپرېدو تر اغيزې لاندې راغلی دی. زيات هېوادونه انديښمن دي او د چين په شان يې جدي تدبيرونه نیولي دي. خو په عين وخت کې چین په خپلو هڅو او د هلوځلو مټ وکولای شول چې له نوي کرونا ويروس سره د مبارزه په برخه کې پړاوييزې لاسته راوړنې ولري. د مارچ په ۲۵مه نېته د چين د هوبۍ ولايت د ناول کرونا ويروس د مخنیوي او کنټرول قوماندانۍ مرکز اعلان وکړ چې له ووهان ښار پرته د دې ولایت نورو ښارونو او سیمو ډيری ترانسپورټي لارې يې دوباره خلاصې کړې دې. دغه راز د چين په نورو ولايتونو او سيمو کې توليدي چارو هم په منظم ډول دوباره پيل شوې دي. چین څنګه په دومره لږ او لنډ وخت کې په دې مبارزه کې د پام وړ پايلې تر لاسه کړې؟ او افغانستان له دې تجربو څخه څه زده کولی شي او هغه کوم ټکي دي د ويروس مخنيوي په مبارزه کې مرستندويه تمامېدلی شي؟
کله چې د لومړي ځل لپاره دغه ویروس د چين د ووهان په ښار کې رامنځته تشخیص شو، ډیر په تیزۍ خپر شو داسې څپه يې هم موږ وليدله چې په یوه ورځ کې يې د اخته کېدنې شمیر تر۱۵ زرو واوښته، خو د چین دولت جدي او مؤثرو اقداماتو هر څه ډير ژر کنترول کړل او پايله يې دا دي اوس موږ ونيو چې په چين کې د ویروس د خپریدا مخنیوی شوی او ډيری ښارونه له دې ويروس اوس صفر شوي دي، په چین کې دغه ویروس اوس په پوره توګه کنټرول دی او چین د نورو هيوادونو سره د مرستې په توګه خپلې روغتيايي ډلې او روغتيايي سامان الات لېږلي دي لکه ایران ، پاکستان، د کوریا جمهوريت او ایټالیا ته ترڅو له هغوی سره د ویروس د خپریدا مخنیوي په برخه کې همکاري وکړي. د دې ترڅنګ ډېر هغه لويديځ هېوادونه چې مخکې يې د چين له خوا پر نیول شوو تدبيرونو انتقادونه کول، اوس په خپله د دغو تدبيرونو عملي کولو ته اړ شوي دي. زما په اند د چین د پړاويزو لاسته راوړنو د تر لاسه کولو اساسي لاملونه په لنډه توګه پر درېیو برخو ویشلی شو:
لومړی د چین دولت په چټکه توګه د مؤثرو او اغيزمنو اقداماتو عملي کول. د بېلګې په توګه په لسو ورځو کې يې د تشخيص شوو مريضانو د منلو لپاره د هو شن شان او لي شن شان دوه ځانګړي مجهز روغتونونه جوړ کړل چې دا د نړيوالو لپاره د حيرانتيا وړ ده او په نورو هېوادونو کې يې مثال نه ليدل کيږي. دغه راز د هغو ناروغانو د منلو لپاره چې ډير جدي نه وو څو ګرځنده کمپونه جوړ کړل، سربېره پردې د چين حکومت هم نور جدي تدبيرونو نیولو سره لکه قرنطين، دواپاشي، د خلکو تګ راتګ محدودول، د کوڅو، سړکونو او لویو لارو بندول او داسې نور. د دغو تدبيرونو په نيولو سره موږ وليدل چې اوس چين په دې مبارزه کې کې بريالی او د پام وړ پرمختګونه يې موندلي دي او دغه ويروس يې ګام په ګام په ډيرو ښارونو او سيمو کې کنټړول کړی دی.
دويم، عامو وګړو هم د چین د بېلا بېلو کچو له حکومتي ادارو سره ښې همغږي او همکارۍ کړې او کوي يې. ټولو ته معلومه ده چې چین يو داسې هېواد دی چې نفوس يې شاوخوا يو مليارډ څلور سوه مليونه دی. د دومره ډېرو کسانو ساتنه، کنترول څه اسانه خبره نه ده، داسې يو موده چې په چين کې نوی کال و، د چين دوديز پسرلنی اختر ورځې شپې وې، د مرکزي حکومت په سپارښته او غوښته ټول خلک په خپلو کورونو کې پاتې شول، ځانونه يې قرنطين او ايسار کړل دا يو ډير ستر او اغېزمن کار و په دې برخه کې. که به هر څوک د اړتيا په وخت کې بيرون ته تلل، د حکومتي لارښوونو سره سم يې عمل کاوه او ماسکونه تړل او ځای ځای به يې د بدن د تودخې يعنې تبې څارنه کېده. نه يوازې د عامو وګړو بلکې ټولو شرکتونو او تصديو هم له حکومت سره پر دې حساس وخت کې ښې همکارۍ کړې دي، لکه د علي بابا او جینګ دونګ په نوم شرکتونو په دې مبازره کې د طبي توکو او لوازمو د ليږدولو لپاره ډېره اغېزمنه ونډه درلودلې ده.
له حکومت سره د عامو وګړو او شرکتونو همغږۍ پر ما ژور اغېزه درلودلې ده. البته دوی په چین کې د ناول کرونا ويروس د مخنیوي او کنټرول په برخه کې نور ډير خدمتونه ترسره کړي دي.
درېیم، زما په اند دا ډېره مهمه ده د چین حکومت د دې ويروس د مخنیوي او کنټرول لپاره له تېکنالوژۍ څخه هم ښه استفاده کړې ده. مثلا په شروع کې د ناروغۍ تشخيص لپاره دوه يا دريو ورځو ته اړتيا وه، ولې د هرې ورځې په تېرېدو سره د تشخيص بهير سرعت موندلو او په کم وخت کې نتيجه معلومېده، ورو ورو د ډاکټرانو تجربو په ترڅ کې اوس د يو کس د ازماينې نتيجه په نيم يا يو ساعت کې معلوميږي چې ایا د کرونا په ويروس اخته دی که نه. نو دا په چين کې د ډاکټرانو په کارونو کې يوه ډيره ښه او چټکه پرمختيا ده، په کمه موده کې کولی شول ډيرو ناروغانو ته رسيدګي وکړي، همدارنګه کارونو کې يوازې په تېکنالوژي اتکا نه وه کړې، بلکې نوښت هم ورسره ملګری و، په دې برخه کې يې د ډرون له کوچنيو طيارو ډيره ښه استفاده کړې ده، ډرون طيارې به په هوا ګرځېدلې، په کليو او ښارونو کې به که څوک له ضرورت پرته بيرون ګرځېدل ورته اخطار ورکولو او بيرته خپلو کورونو ستنولو ته يې اړ کول، همدارنګه دوی په مبايل تلېفون کې نقشې جوړې کړې، که یو کس ته ناڅاپه ډير ضرورت پېښېده بيرون ووځي په نقشه کې کتل چيرته مريضان وجود لری، په نقشو کې به د مريضانو جي پي اس معلومات درج وو، مريض چيرته دی او د هغې ساحه په اړه به معلومات موجود وو، نو دا ټول هغه ښه نوښتونه وو. پردې سربېره دوی هم د کيټونو او نورو ډيرو وسايلو څخه هم استفاده کړې ده. دا ټول هغه شيان و چې دوی د هغو په واسطه وتوانېدل د دې مرض سره په ښه توګه مبارزه وکړي.
د چین تجربې د ټولې نړۍ لپاره ښې او ارزښتناکې دي، خو اوس دا د پاملرنې وړ ده افغانستان ددې ويروس سره د مبارزې په برخه کې ترې څه زده کولی شي او څه بايد وکړي، له شکه پرته افغانستان په مالي او یا تخنيکي لحاظ ډير کمزوری دی، د چين سره نه شي پرتله کيدای، ولې د خلکو همکارۍ په مرسته کولی شي د مرض مخه ورو يا ډب کړی او یا يې هم که د الله رضا وي بيخي يې مخنیوی وکړي. مثلا اول خو حکومت خپل هغه تعهد وښيي، دغه مشکل خپل لومړيتوب وبولي، ځکه چې دا یوازې روغتيايي مشکل نه دی، بلکې اقتصادي او اجتماعي مشکل هم دی، ددې اثرات زه يقين لرم چې زموږ په اجتماعی او اقتصادي ژوند کې هم رامنځته شي، د دې ويروس خپرېدا د تولیداتو د قيمتونو د لوړوالی سبب کیدلی شي. په دې معنی چې دا ډير جدي مشکل دی، يوازې صحي مشکل نه دی. افغان حکومت بايد د دې لپاره پر وخت لازم تدبيرونه ونيسي.
په دویمه مرحله کې خلک بايد زمونږ پر خپل حکومت باندې اعتماد ولري، په نورو مسايلو کې هم، که هغه سياسي مسايل دي او يا نور، په دې حساس وخت کې د حکومت سره اختلافات بس کړي، په دې وخت کې مونږ بايد پر خپل حکومت باندې اعتماد وکړو او د حکومت سره ودريږو او ورسره همکاري وکړو او خبرې او لارښوونې يې ومنو. ځکه دا د ټولو مشکل دی او ټول ورسره مخ يو، هغه هدايات چې حکومت يې ورکوي هغه پر ځان باندې عملي کړي او جدي يې وګڼو.
زموږ په کليو کې ددې مرض خطر کیدای شي د ښارونو په پرتله کم وی هلته نفوس او تجمع نسبت ښارونو ته کمه ده، او په ښارونو کې زموږ د نفوس کتلي زياتې دي، زموږ هغه بهرني مسافر چې هيواد ته راځي اکثره ښارونو ته راځي، د دې امکان ډير زيات دی چې په ښارونو کې دا مرض خپور شي، نو په ښارونو کې د حکومت د خلکو، عالمانو په کومک سره د کوڅې د وکيل په کومک سره او يا د نورو با نفوسه اشخاصو په کومک سره ځينې هدايات ورکړي او د خلکو سره په همغږۍ باندې لازم تدابير ونيسي، مثلا څنګه د عامه پوهاوي په برخه کې خلک کومک کولی شي، ملا امامان څه کومک کولی شي، نور مشران او بانفوذه کسان څه کومک کولی شي، که يو کس مريض وي خلک څه بايد وکړي. ځکه دا دي اوس موږ له ايران سره خپل سرحد نه شو بندولی، عوامل يې واضح دي، که دا نه شو کولی، حکومت داسې نه شي کولی چې يو کس له ايران څخه را ايستل کيږي او د هغه پر مخ دې دروازه بنده کړي، لازمه ده چې تر څارنې لاندې ونيول شي او قرنطين يې کړي همدارنګه حکومت د خلکو په کومک سره کولی شي چې دغسې يو مشکوک کس د نورو خلکو څخه بېل کړي تر څو معلومه شي چې مريض دی که نه. دغسې نور اقدامات دي چې حکومت او خلک يې د يو بل په همکاریو سره کولی شي او د مرض خطر کم کړي. ورسره ورسره بايد تجاران زموږ خصوصي شرکتونه په دې وخت کې د حکومت سره ودريږي، ځکه چې دا ډيرو زياتو مالي امکاناتو ته ضرورت لري، نو دا خلک بايد د خپلو خلکو سره او د حکومت سره په دې دغسې يو وخت کې دريدل ډير اړين دي او څومره يې چې وس کيږي دوی بايد د خپل حکومت سره او خلکو سره له هېڅ ډول مرستو درېغه و نه وکړي.
دا زما وړاندیزونه دي، خپل حکومت او خلکو لپاره. که څه هم د ناول کرونا ويروس د خپرېدا حالت ورځ تر بلې د سختېدو په حال کې ليدل کيږي، خو يوازې موږ پر وخت، جدي او اغېزمنو اقداماتو په مټ او مرسته کولی شو چې مخه يې ونيسي او په دې مبارزه کې د بريا تر پايه په ښه توګه پر مخ ولاړ شو، هيله لرم چې افغانستان لومړی د خپلو هڅو په مټ او بيا د دوستو هيوادونو او روغتيا نړيوال سازمان په ملاتړ او همکاریو سره اوسني بحران او ستونزې په ښه توګه کنترول کړي او تر عهدې يې ووځي.