د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، د تېلو له ارزانۍ څخه به د تېلو د ذخیره کولو لپاره کار واخلي. په امریکا کې د تېلو د هغو قراردادونو بیې چې په مې میاشت کې سپارل کېږي صفر ته راښکتې شوې دي. دا په دې معنی چې تولیدکونکي، د تېلو په سپارلو کې له اخیستونکیو نه یوازې پیسې نه غواړي بلکې مشتریانو ته د تېلو د تسلیمۍ په بدل کې پیسې هم ورکوي. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تېلو په بیو کې د دې بې مخینې کمي په اړه خبریالانو ته ویلي چې له دې فرصت په استفادې به د تېلو ملي زیرمې ډکې کړي. د تېلو په بیو کې دې بې ساري کمي هغه هېوادونه اندېښمن کړي دي چې د تېلو او ګازو د صادراتو په عوایدو متکي دي. په دې کې روسیه، سعودي عربستان، ایران او وینزویلا هم شامل دي.