د فارس خبري آژانس د خبر له مخې د پاکستان د پارلمان رییس اسد قیصر پر کرونا ناروغۍ اخته شوی دی. قیصر پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې د کرونا ویروس د معایناتو پایله یې مثبته وه او اوس یې په کور کې ځان قرنطین کړی دی. قیصر لوړ پوړی پاکستاني چارواکی دی، چې پر کرونا ویروس اخته کېږي. له دې وړاندې د پاکستان د سند ایالات والي هم پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي وو چې پر کرونا ویروس اخته شوی دی. په پاکستان کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۱۸ زره ته رسېږي. تر اوسه پورې په دغه هېواد کې ۴۱۰ تنه د کرونا ناروغۍ له کبله مړه شوي دي.






































