د عراق په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي د عراق له نوي لومړي وزیر سره په لیدنه کې د دغه هېواد له نوي حکومت څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.
د دغه هېواد لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې جنین هنیس پلاسخارت د عراق له نوي لومړي وزیر مصطفی الکاظمي سره د لیدني پرمهال له نوموړي د پراخو اصلاحاتو غوښتنه کړې ده.
نوموړې پر نړیوالې ټولنې هم غږ کړی چې د عراق له نوي حکومت څخه په ملاتړ دې په دغه هېواد کې د شته ستونزو په حل کې له الکاظمي سره مرسته وکړه.
دا په داسې حال کې چې اکاظمي تېره پنجشنبه د پارلمان د ټولو ۲۳ غړو له ډلې څخه د ۱۵ مثبتو رایو په اخیستو سره د دغه هېواد د نوي لومړي وزیر په توګه دنده پیل کړه. تر دې وړاندې د عراق پخوانی حکومت تېر کال په دغه هېواد کې تر خونړیو لاریونونو وروسته استعفا ته اړ شو. له هغې وروسته د عراق ولسمشر عادل عبدالمهدي پارلمان ته څو کسان د لومړي وزیر په توګه معرفي کړل، خو د باور رایه یې ترلاسه نه کړه.
د یادونې ده چې له عراق څخه د امریکایي ځواکونو ایستل، د فساد او بې وزلې پر وړاندې مبارزه هغه ننګونې دي چې د نوي حکومت په مخ کې پرتې دي.






































