په داسې حال کې چې په نړۍ کې د کرونا ویروس له کبله وضع شوي محدودیتونه په کمېدو دي، خو د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې دغو اقداماتو د یاد ویروس پېښې زیاتې کړې دي.
دغه سازمان ويلي، هغو هېوادونو چې د کووېډ-۱۹ له کبله وضع شوي جدي محدودیتونه یې کم کړي، د کرونا ویروس مثبت پېښې پکې زیاتې شوې دي.
د دغه سازمان په خبره چې د کرونا د خپرېدو د مخنیوي لپاره لګول شوي محدودیتونه باید ډېر په احتیاط کم شي.
دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر هېوادونو د دې اونۍ په اوږدو کې محدودیتونه کم کړي، خو د روغتیا نړیوال سازمان چارواکي وايي، دغو اقداماتو د کرونا ویروس پېښې زیاتې کړې دي.
جرمني او جنوبي کوریا هغه دوه هېوادونه چې په دې وروستیو ورځو کې پکې په کرونا د نویو اخته شویو کسانو شمېر د پخوا په پرتله زیات شوی دی.
د روغتیا د نړیوال سازمان د بېړنیو پروګرامونو ريیس مایک راین ویلي چې تر اوسه د کرونا ویروس د دویمې خپرېدونکې څپې ګواښ پرځای دی او هېوادونه دې په دې برخه کې له ډېر احتیاطه کار واخلي.
هغه زیاته کړې: «که ناروغي په ځینو هېوادونو کې په کمه کچه پاتې شي او په اړهیې څېړنه ونهشي، تل دا خطر شته چې دا ویروس به یو ځل بیا راپورته شي.»
د روغتیا نړیوال سازمان دا خبرداری داسې مهال دی چې کرونا ویروس لا هم په ډېرې چټکۍ سره په ټوله نړۍ کې د خپرېدو په حال کې دی. د تازه شمېرو له مخې، د دغه ویروس له کبله په ټوله نړۍ کې د مثبتو پېښو شمېر له ۴.۳ میلیونو واوښت. د دغو شمېرو پر بنسټ کرونا ویروس تر دې دمه۲۹۰ زره او ۵۹۷ کسان مړه کړي او له ۱.۵ میلیونو زیاته کسان ترې بېرته رغېدلي دي.
امریکا لاهم د کرونا د مثبتو پېښو او د دغه ویروس د قربانیانو له پلوه په ټوله نړۍ کې مخکښ هېواد دی. په دغه هېواد کې د کووېډ- ۱۹ ناروغۍ له کبله تر دې دمه ۸۲ زره او ۵۵۵ تنه مړه شوي او نږدې ۱.۴ میلیونه کسان پرې اخته شوي دي.
له امریکا وروسته برېټانیا د ۳۲ زره او ۶۹۲ مړو او ۲۲۶ زره او ۴۶۳ مثبتو پېښو په درلودو سره دویم، ايټالیا د ۳۰ زره او ۹۱۱ مړو او ۲۲۱ زره او ۲۱۶ مثبتو پېښو له کبله درېیم، اسپانیا د ۲۶ زره او ۹۲۰ مړو او ۲۶۹ زره او ۵۲۰ مثبتو پېښو په درلودو سره څلورم او فرانسه د ۲۶ زره او ۶۴۳ مړو او ۱۷۷ زره او ۴۲۳ مثبتو پېښو په درلودو پنځم، هغه هېوادونه دي چې د یاد ویروس له کبله زیاته اغېزمن شوي دي. جرمني، روسیه، برازیل، ایران او ترکیه په ترتیب سره، شپږم، اووم، اتم، نهم او لسم هېوادونه دي چې د یاد ویروس له کبله تر ټولو ډېرې مثبت پېښې او قربانیان لري.
د روغتیا نړیوال سازمان یاد چارواکي ویلي، د محدودیتونو له لرې کېدو وروسته یو څه هیلهمندي پیدا شوې، خو دا په دې مانان نه ده چې خطر په یو مخ له منځه تللی دی.






































