د قزاقستان د پخواني ولسمشر نور سلطان نظربایوف د کرونا ټېسټ مثبت را وتلی او اوس یې ځان قرنطین کړی دی. د نوموړي ویاند پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې نظر بایوف پر کرونا ویروس اخته شوي، خو روغتایي حالت یې تر اوسه ښه دی. نظربایوف ۷۹ کاله عمر لري، دېرش کاله د قزاقستان ولسمشر و، چې تېر کال یې له ولسمشرۍ استعفا وکړه. دی اوس هم د یوه ملي رهبر په توګه د قزاقستان د امنیت شورا مشري کوي. په قزاقستان کې تر اوسه پورې نیږدې ۱۶۰۰۰ کسان پر کرونا ویروس اخته شوي.






































