ډیابېټ یا شکر ناروغي بېلابېلې بڼې لري، چې ځینې یې په ورځني ډول د درمل په کارولو سره کنټرولېږي. خو هغه کسان چې د دې ناروغۍ پرمختللې بڼه لري، هغوی بیا د ستنو له لارې انسولین اخلي او خپل ورځنی ژوند مخ ته بیایي. کله چې موږ غذایي مواد خورو دا غذایي مواد د هاضمې سیسټم په وسیله هضمېږي او د تېزابو(انزایم) په وسیله په بدن کې په خوږو موادو (ګلوکوز) بدلېږي. دا خواږه مواد د وینې د جریان په وسیله د بدن ټولو برخو ته د اړتیا په اندازه رسېږي. د شکرې په ناروغۍ کي اصلي ستونزه ټوله د انسولین په هورمون کې ده. که انسان په یوه ځل هر څومره زیات خواږه مواد وخوري ستونزه نه ورته پېښوي، ځکه که یې د پانقراس غده سالمه وي او د اړتیا وړ انسولین تولید کړي، په وینه کې اضافي خواږه مواد له منځه وړي. کله چې د انسان په بدن کې د پانقراس غده خپله دنده سمه پر مخ نه شي بېولی، هغه ده چې په وینه کې د شکرې اندازه زیاتېږي او انسان د شکرې پر ناروغۍ اخته کېږي. ناروغ ژر ژر تږی کېږي او ژبه یې وچه وي، د خالي ادرار لپاره ژر ژر تشناب ته ځي، د سترګو دید یې کمزوری کېږي او شیان یو ډول خړ ورته ښکاري، وزن یې ورځ تر بلې کمېږي او بدن یې د ناروغیو پر وړاندې مقاومت له لاسه ورکوي. دغه راز په ارثي ډول هم دغه ناروغي پیدا کېدای شي چې د کورنۍ هر غړی بیا خپله ونډه پکې لري. د بېلګې په توګه، که پلار د شکرې ناروغي ولري، ۶ سلنه امکان شته چې اولاد یې هم پرې اخته شي. که یې ورور پرې اخته وي د بل ورور د اخته کېدو چانس یې ۵ سلنه دی، خو که مور او پلار دواړه شکر ناروغي ولري، بیا ۳۰ سلنه د دې امکان شته چې اولاد یې هم پرې اخته شي.