په لندن کې مېشت د حماس ډلې د سیاسي دفتر پخوانی مشر خالد مشعل وایي، که اسراییل له خپلې پرېکړې لاس پر سر نشي نو ټول فلسطینیان چمتو دي د اسراییلي یرغلګرو پر وړاندې د ژوند تر وروستۍ سلګۍ پورې وجنګېږي. هغه چې په لندن کې یې د عرب هېوادونو ټولنې یوې غونډې ته خبرې کولې وویل، د اسراییل له لوري د فلسطین د لویدیځې غاړې الحاق د ټولو نړیوالو اصولو خلاف عمل دی او دوی حق لري چې له خپلې خاورې څخه د دفاع په موخه هر ډول مبارزې ته راودانګي. د مشعل په خبره اسراییل یې مجبوروي چې پر وړاندې یې وسله وال مقاومت وکړي. هغه د فلسطین پر خپلواکې ادارې هم نیوکه کړې او ویلي یې دي چې تر اوسه یې لا د فلسطینیانو د منسجمولو لپاره اړین اقدامات نه دي کړي.






































