ترکیې نن په بریالۍ توګه د یو داسې کروز میزایل ازمویلو خبر ورکړی دی چې وایي؛ کولی شي په ډېرې اسانۍ سمندري اهداف په نښه کړي. د ترکیې د دفاعي ځواک د صنایعو مدیر اسماعیل دمیر ویلي، چې دا توغندی کولی شي په دوه سوه کیلومترۍ کې سمندري اهداف په نښه کړي. هغه یاده ازموینه د ترکیې لپاره ستره بریا بللې او زیاته کړې یې ده چې دوی به په نږدې راتلونکي کې ورته نور ښه خبرونه هم ولري.






































