په افغانستان کې د کرونا وېروس څه باندې ۳۰ زره ناروغان ثبت شوي، خو د اصلي شمېر زیاتوالي اندېښنې شته.
په افغانستان کې د کرونا وېروس څه باندې ۳۰ زره ناروغان ثبت شوي، خو اندېښنې شته چې اصلي شمېر به له دې ډېر وي.
د کرونا وېروس له خپرېدو سره سم د جګړه ځپلي افغانستان په روغتیايي سیسټم کې شته درزونه هم برالا کېږي. د کابل یو اوسېدونکی احمدشاه وايي، مېرمن یې پر دغه ناروغۍ له اخته کېدو وروسته د درملنې لپاره د کابل یوه دولتي روغتون ته ولېږدوله، خو د بسترونو او نورو وسایلو د نشتوالي له کبله ډاکترانو ورته وویل چې کور کې یې درملنه وکړي.
نوموړی وايي، مېرمن یې په ساه لنډۍ اخته وه، خو په خبره یې:
”یوه راته ویل، که رښتیا درباندې ګرانه وي، لطفاً کور کې یې درملنه وکړئ. ”
ده په خپلو پیسو اکسېجن او ماسک را پیدا کړل، خو د تقاضا ډېرېدو له کبله دغه وسایل هم په سختۍ موندل کېږي یا یې بیې لوړې شوې، چې ان تر ۲۰۰ ډالرو پورې رسېدلې دي.
احمدشاه وايي: ”اوس د اکسېجن موندل اسان کار نه دی، نه یوازې ګران دي، بلکې په کمپنۍ کې یې باید څوک وپېژنې چې ترې یې وپېرې. ”
روغتیاپال وايي، د جګړه ځپلي هېواد له مخکې کمزوری روغتیايي سیسټم د کرونا وبا له نوې ستونزې سره لاس او ګریوان دی.
حکومتي روغتونونو ته د اکسېجن او نورو تجهیزاتو رسېدو په لړ کې هم اندېښنې ډېرې شوې.
په کابل کې یو ډاکتر وايي، د جدي پاملرنې څانګې ته د اکسېجن له رسولو مخکې د ناروغانو خپلوان ‘پر اکسېجن شخړې ‘ کوي.
د کرونا افغان ناروغان د اکسېجن لږوالي له ستونزې سره لاس او ګرېوان دي
د روغتیا نړیوال سازمان استازي ډاکتر ریک پیپرکورن په خبره، د معایناتو کموالی ښيي چې په هېواد کې د رسمي شمېرو په پرتله ښايي د کرونا ناروغانو شمېر زیات وي.
تر اوسه د نږدې ۳۱ زره ناروغانو نومونه ثبت شوي دي، چې د ټولو معاینه شویو کسانو نیمايي شمېر دی او دا په نړۍ کې له خورا لوړو کچو یوه ده.
ډاکتر پیپریکورن وايي، په ‘راتلونکو میاشتو’ کې به د معایناتو لابراتوارونو شمېر له ۱۱ نه ۲۱ ته زیات شي او د اړینو الاتو او تجهیزاتو لپاره به د لا زیاتې ‘نړیوالې همغږۍ ‘ غوښتنه وکړي.
بل لور ته یوه ډاکتر چې مخکې یې په یوه دولتي روغتون کې دنده درلوده، د نوم نه څرګندولو په شرط په هغو روغتونونو کې د پرسونل د سخت کمښت خبره وکړه:
”یوه شپه هلته ځکه ډېر ناروغان مړه شول، چې د پالنې او درملنې لپاره یې روغتیاپال نه وو. ”
نوموړی زیاتوي، د ناروغانو خپلوانو د غوسې له کبله د روغتون دروازې او کړکۍ مات کړل. دغه ډاکټر چې اوس په یوه شخصي روغتون کې دنده لري وايي، ځینې ناروغان له هغه ځایه په شخصي روغتونونو کې د درملنې لپاره ولېږل شول:
”د درملنې پر معیار بې باوره وو، ویل یې هر څومره پیسې چې غواړی درکوو یې، خو زموږ ناروغان بستر کړئ. ”
خو نوموړی زیاتوي، ځینې شخصي روغتونونه هم د کافي بسترونو نه درلودو له کبله ځینې ناروغان نه بستر کوي.
یو بل ډاکتر وايي، ان د ځینو شخصي روغتونونو کارکوونکي نه شي کولای په دې روغتونونو کې خپلو خپلوانو ته د درملنې لپاره ځای ومومي.
په ځايي رسنیو کې د کرونا وېروس د درملنې په تړاو د فساد رپوټونه هم خپرېږي، چې له کبله یې غوسه په ډېرېدو ده.
چارواکي د پژواک خبري اژانس د یوه رپوټ په هکله هم څېړنه کوي چې وايي، د عامې روغتیا له وزارته د مصنوعي تنفس ۳۲ ماشینونه غلا شوي او د پلور لپاره پاکستان ته قاچاق شوي دي. په یوه بله قضیه کې د روغتیا ادارې یوه کارکوونکي په هکله ویل کېږي چې د روغتیايي تجهیزاتو او الاتو له یوې کمپنۍ سره د هوکړې لاسلیک په بدل کې د ۸۰ زره ډالره رشوت غوښتنې په تور نیول شوی.
د ځايي رسنیو په رپوټونو کې ویل کېږي چې د روغتیا وزارت پر چارواکو د بډو اخیستو تورونه هم پورې شوي.
په ورته مهال په افغانستان کې د کرونا وېروس ناروغانو کمېره شمېر معلومول هم ګران دي.
د کابل یو ډاکټر وايي، د روغتیايي سیسټم ‘کم ظرفیت ‘ له کبله ښايي د ناروغانو شمېر کچه له تصور زیاته وي، ځکه د مړو د کفن- دفن شمېرې لوړې ښکاري.
د هېواد په سویل کندهار کې یو ډاکتر بیا د شخصي معلوماتو پر بنسټ وايي، د مړو کسانو شمېر په ډېرېدو دی.
دی د فېسبوک معلومات بېلګه یادوي: ”مثلاً، هره ورځ پر فېسبوکپاڼه وینو چې د لا ډېر شمېر خلکو د مړه کېدو خبرې کېږي. ”
نوموړی زیاتوي، په ډېری مواردو کې د مړینې سبب ‘محرقه ‘ یا ‘نامعلوم ‘ لامل یادېږي، خو په خبره یې، دی ‘سل په سلو کې باوري دی چې دغه مړینې د کرونا له کبله کېږي. ‘
دغه ډاکټر چې معمولاً د جګړې ناروغانو درملنه کوي، وايي، د کلونو کړکېچ او جګړې د ځینو خلکو له زړونو د مرګ وېره اېستلې ده چې دوی یې د ‘خدای رضا ‘بولي.
د کرونا وېروس له کبله د هغو اغېزو په هکله هم اندېښنې په ډېرېدو دي چې د نورو ناروغیو د درملنې په لړ کې رامنځ ته کېږي او بل لور ته د بېوزلۍ کچه ورسره لوړېږي.
افغانستان د نړۍ له یوازې دوو هېوادونو یو دی چې پولیو یا ګوزڼ ناروغي اوس هم پکې شته، خو د واکسین کمپاین یې ځنډول شوی.
په دې وروستیو میاشتو کې په ځینو هغو ولایتونو کې هم د ګوزڼ ناروغان معلوم شوي چې مخکې پکې نه وو.
د ډبلیو اېچ او ډاکتر پیپرکورن د بېلګې په توګه بي بي سي سره خبرو کې د مور او ماشوم مړینې کچه کې کموالی یاد کړ، چې په خبره یې، په تېره لسیزه کې په دې برخه کې (یو څه) پرمختګ شوی او باید د اقتصادي ضعف او یا پر روغتیايي سیسټم د بې باورۍ ډېرېدو له کبله دغسې پرمختګونه بېرته له منځه لاړ نه شي.
د هغو ډاکترانو لپاره چې په لومړي کتار کې پر مبارزه بوخت دي، هغه وسایل او تجهیزات لومړیتوب لري چې دوی یې د کرونا ناروغانو د درملنې لپاره کاروي.
د ډبلیو اېچ او دې برخې مسوولین وايي، د پنځو میلیونو امریکايي ډالرو په ارزښت طبي وسایل چې سملاسي ورته اړتیا لري، تر اوسه چمتو شوي دي او د ۱۷ میلیونو ډالرو په ارزښت نور وسایل او تجهیزات چمتو کېږي.
په لوېدیځ هرات کې یو ډاکتر وايي:
”ډېره د خواشینۍ خبره ده چې زموږ خپل خلک زموږ پر وړاندې مري. موږ هم هغسې ډاکټران یو لکه د نړۍ په نورو برخو کې چې دي، خو موږ نه بسترونه لرو، نه هم د اړتیا وړ شمېر کسان او نه هم وسایل. ”