امریکا په رسمي توګه د روغتیا له نړیوال سازمان د وتلو غوښتنه وکړه. د رسنیو د راپورونو له مخې د ټرمپ حکومت ملګرو ملتونو ته خپل غوښتنلیک استولی دی او په هغه کې یې رسما له دغه سازمان غوښتي چې امریکا د ملګرو ملتونو د روغتیا له نړیوال سازمان وباسي. امریکا وایي چې د کرونا ویروس د پراختیا پر مهال دغه سازمان د نړیوالو پر ځای له چین سره خواخوږي څرګنده کړې ده او معلومات یې پر وخت له خلکو سره نه دي شریک کړي. امریکا د روغتیا نړیوال سازمان ستر مالي ملاتړی بلل کېږي. د وتلو دغه پروسه به یو کال وخت ونیسي. ملګري ملتونه هم وایي چې له دې وروسته امریکا د کرونا پر وړاندې د مبارزې په برخه کې یوازې ده او د روغتیا نړیوال سازمان ورسره کومه همکاري نه لري.






































