په نړۍ کې خلک د حکومتونو په چوکاټ کې استوګن دي. هر دولت بیا خپلې پولې، ولس او سیاسي نظام لري چې د خلکو چارې سمبالوي او حکومت پرې کوي. ځینې دولتونه په خپل منځ کې مثبته سیالي کوي او ځینې نور بیا د خپلو ګټو او موخو لپاره هلې ځلې کوي، چې پایله یې د دولتونو تر منځ ټکر وي چې هر یو یې بیا خپله بڼه لري.
اسلامي نړۍ او په ځانګړي ډول عربي هغه په ستراتیژیکه هغه کې پرته ده. له همدې ځایه نورې نړۍ ته هوايي، ځمکنۍ او نورې لارې غځېدلې دي او پر دې سربېره پرېمانه طبیعي زېرمې لري.
اسلامي نړۍ له جیوستراتیژيک ټکر څخه کړېږي. له پخوا زمانې استعمار د خپل نفوذ لپاره دلته پښې را اوږدې کړې دي او بیا یې پر ضد د آزادۍ غورځنګونه پيل شوي دي. د اسراییلو منځ ته راتګ، د عرب پسرلي پيل او نړیوالې او سیمه ییزې لاسوهنې سیمه له ستراتیژيک کړکېچ سره مخ کړې ده، چې تر اوسه د همدې کړکېچ قرباني ده. همدا اوس د سوریې پر ځمکه روسان، ایرانیان، امریکایان، ترکان، فرانسویان او ځینې نور اروپايي ځواکونه پراته دي چې هر یو یې خپله اجنډا لري.
د کتاب فکر له اوسني وضعیت څخه الهام اخیستی او لوستونکي ته ځینې عام ستراتیژیک عوامل او انګېرنې روښانوي. په منځني ختیځ کې کوم عوامل دي او څرنګه یې نور تر خپل اغېز لاندې راوستي دي؟ له لوستونکي سره باید مرسته وشي چې د سیمې په اړه یو معقول جیوستراتیژیک فکر خپل کړي.
په کتاب کې پېښې په داسې بڼه اوډل شوې دي چې لوستونکی د راتلونکي په اړه د وړاندوینې وړتیا خپله او له نویو پرمختګونو سره وړ چلند وکړي. په سیمه کې د ځواکونو د موخو او پلانونو په اړه په ټوله مانا پوه شي، نه دا چې د سطحي معلوماتو په اړه سرګردان شي.
د کتاب لیکوال وايي، د جیوستراتیژيک په اړه مې عام نظریات او معلومات راټول کړي دي، لکه څرنګه چې جرمن پوهان هر یو «هاوسهوفر او راتزل» وايي: دولت د ژوندي موجود په ډول وده کوي.
د مکندر د نړۍ زړه، د ماهان سمندري ځواک او د رنر هوايي نظریې دا څرګندوي چې هرڅوک نړۍ ته د خپل لید په چوکاټ کې ګوري. د ستراتیژیو جوړوونکي بیا له ځان سره یو تصویر جوړوي چې د نړۍ کومې سیمې باید کنټرول شي.
د لیکوال له نظره دا ټولې نظریې مهمې دي او له جیوستراتیژیک اړخه په ځان کې پراخ مفاهیم رانغاړي؛ خو دې ټولو خیالي بڼه غوره کړې ده او د تېر «ماضي» برخه ګرځېدلې دي. د همدې نظریو ځینو بیا نړۍ دومره ساده کړې، چې له مبالغې خالي نه ده، داسې چې ته به وایې د ځمکې، سمندر او هوا تر منځ کړکېچ دی، ځواک یې له جغرافیې سره تړلی، نور لاملونه لکه ایډیالوژي، کلتور، دین او ارزښتونه یې له پامه غورځولي دي. لیکوال وايي، زما له نظره د نړۍ زړه نظریه له مبالغې ډکه ده، هر چا چې دا زړه ونیوه، په ټوله نړۍ واک چلولای شي.
د عملي مفهوم له مخې لیکوال هم هغه مفاهیم را اخلي، چې د تطبیق وړ او حقیقي وي. دا کتاب د جیوستراتیژیک په اړه له تیورۍ وړاندې کولو ډډه کوي او هغه نړیوال مفاهیم یادوي، چې تطبیق یې شونی وي، په ځانګړې توګه په منځني ختیځ او د بېلګې په توګه به د ځینو عربي هیوادونو په اړه څېړنه وړاندې کړي. دا به داسې لیکنې وي چې د وضعیت پوره شننه او ارزونه یې کړې ده.
پر دې هرڅه سربېره په کتاب کې دا هم لوستلی شی چې ايران ولې په مرکزي اسيا کې د منځني ختيځ په شان ناامني نه خپروي؟ ايران ولې د عربي هېوادونو کنټرول ته نه لوېږي؟ څوک او ولې يې ملاتړي دي؟
د ترکيې او سعودي ستراتېژۍ څه دي؟ کوچنی قطر څنگه لويې لوبې کولای شي؟ دا او دې ته ورته د سيمې په اړه د جيوستراتيژيکې مطالعې په اړه د وايل شديد ليکل شوې علمي او عملي نظريې په دې کتاب کې لوستلی شی.
مینه وال کولای شي یاد کتاب پر اکسوس سربېره د ښار له نورو لویو کتابپلورنځیو هم په مناسب قېمت تر لاسه کړي.