د امریکا لوی څارنوال ویلیام بار له فاکس نیوز سره په تازه مرکه کې ډیموکراټانو ته په اشارې ویلي چې د واک وږو چپیانو امریکا په چریکي جګړو کې ښکېله کړې ده. نوموړي ویلي، په چپیانو کې د واک لوږه دومره ډېره ده چې ملي ګټې او نور ارزښتونه ورته هیڅ اهمیت نه لري. هغه زیاته کړې، هغوی (ډیموکراټانو) له لومړۍ ورځې څخه هڅه کوله چې ولسشمر اسیضاح کړي او په خبره یې، ډیموکراټانو چې څه په وس پوره وو هغه یې ټول وکړل خو پرته له دې چې امریکا یې په چریکي جګړو کې ښکېله کړه بله هیڅ ګټه یې ونه کړه. بار ویلي، چپیان په مطلق ډول ولسمشري غواړي، پر ټاکنو باور نه لري او که څوک یې مخه ونه نیسي ټول نظام هم د خپلو ګټو قرباني کولی شي.






































