جمعه, سپتمبر 11, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    برادر: ترکي پانګوال دې په افغانستان کې پانګونه زیاته کړي

    هند ته د افغان تازه او وچو مېوو د صادراتو پر پراختیا خبرې شوي

    د افغان او ایراني ښځینه سوداګرو ترمنځ ګډې سوداګریزې چارې پیليږي

    په تېرو پنځو کلونو کې ۹۲۸ اداري پروسې ساده شوې دي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    برادر: ترکي پانګوال دې په افغانستان کې پانګونه زیاته کړي

    هند ته د افغان تازه او وچو مېوو د صادراتو پر پراختیا خبرې شوي

    د افغان او ایراني ښځینه سوداګرو ترمنځ ګډې سوداګریزې چارې پیليږي

    په تېرو پنځو کلونو کې ۹۲۸ اداري پروسې ساده شوې دي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه دریځ

د بین الافغاني خبرو پیل او دوې ستونزې

اگست 11, 2020
in دریځ
0 0

د مشورتي لویې جرګې د پرېکړې پر اساس ولسمشر غني د پاتې څلور سوو بندیانو د خوشي کولو فرمان لاسلیک کړی دی. په دې سره اوس اټکل دی چې په راتلونکې اونۍ کې به د سولې بین الافغاني خبرې په دوحه کې پيل شي. ټاکل شوې د قطر ځانګړی استازی کابل ته راشي او له دې ځایه افغان پلاوی په یوه ځانګړې قطري الوتکه کې دوحې ته ولېږدوي.

په قطر کې د طالبانو او افغان پلاوي ترمنځ د خبرو د اجنډا په تړاو ډېر معلومات نشته، خو ویل کېږي چې د راتلونکو خبر پر وخت، ځای او اجنډا به خبرې کېږي. د دې تر څنګ به اوربند او د پاتې طالب بندیانو د خوشې کولو موضوع هم د لومړنۍ غونډې احتمالي اجنډا ګڼل کېږي. له کابله ورغلي پلاوی به هڅه وکړي چې پر طالبانو اوربند ومني، خو طالبان به هڅه وکړي چې د زرګونو نورو طالب بندیانو خوشې کولو ته لاره هواره کړي او له کابله ورغلی پلاوی پر دې چاره قانع کړي. که حکومت د یو مهال‌وېش له مخې د طالب بندیانو خوشې کول ومني، نو دا هم شونې ده چې طالبان اوربند ته زړه ښه کړي او د سولې په برخه کې یو مهم پرمختګ وشي.

له دې سره سره دوې ستونزې په مخ کې دي:

لومړۍ: د سولې په راتلونکو بین الافغاني خبرو کې یوه مهمه او اساسي ستونزه دا ده چې له کابله ورتلونکی پلاوی د پرېکړې صلاحیت نه لري. دا چاره د بین الافغاني خبرو پر کار منفي اغېز کوي، ځکه له یوه اړخه به له کابله ورغلی پلاوی واضح دریځ نه شي نیولی او له بله اړخه به د هرې خبرې او پرېکړې لپاره له کابل سره مشوره کوي او یا به کابل ته راځي او دلته به له خبرو وروسته بېرته طالبانو ته ځوابونه وروړي. دا چې طالبان به بیا هغه ځوابونه مني او که نه، معلومه نه ده. په دې ډول پرېکړه او نهايي پایلې ته رسېدل، ډېر ستونزمن شوي دي. دا چاره به هم وخت ضایع کړي او هم به د سولې پر خبرې منفي اغېز وکړي. له همدې امله حکومت باید پر دې چاره له سره غور وکړي او آن که د دې لپاره په ټاکل شوي پلاوي کې بدلون ته هم اړتیا وي، باید دا کار وشي.

دویمه: د دواړو اړخونو د دریځونو ترمنځ هم ډېر توپیر شته. د نظام له ډول نیولې تر اساسي قانون، د تېرو اتلسو کلونو لاسته راوړنې، له اسلام څخه تفسیر او ګڼو نورو مسایلو کې د دواړو اړخونو ترمنځ ډېر واټن دی. له همدې امله سخت او پېچلي بحثونه په مخ کې دي. له بده مرغه شته توپیرونه ډېر دي، نو ځکه به یې حل نه یوازې ستونزمن وي، بلکې ډېر وخت به واخلي. د دې لپاره چې دا ډول مسایل حل شي، پکار ده ځیني معیارونه وټاکل شي. یو معیار ښايي دا وي چې په لویو اختلافي مسایلو کې پرېکړه ولس ته پرېښودل شي. د بېلګې په ډول که حکومت پر جمهوریت او طالبان پر امارت ټینګار کوي او پایلې ته رسېږي، نو لاره یې دا ده چې څو انتخابونه ولس ته وړاندې شي او په یوه ټول‌پوښتنه کې باید ولس د نظام یو ډول انتخاب کړي. له همدې امله پکار ده چې په لومړنۍ غونډه کې د راتلونکو پرېکړو پر معیارونو هم بحثونه وشي او راتلونکې لاره هواره شي.

Share26Tweet10Share4

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2
The Algerian Foreign Ministry headquarters is seen in Algiers, Algeria on May 5, 2026, following Algeria's decision on September 10, 2026, to sever diplomatic relations with the United Arab Emirates after exhausting all avenues to preserve bilateral ties, as stated in a communique from the Ministry of Foreign Affairs. Photo by Billel Bensalem/APP/ABACAPRESS.COM

الجزاير له عربي متحده اماراتو سره ډيپلوماتيکې اړيکې پرې کړې

سپتمبر 11, 2026
A worker installs a CCTV camera beside a BRICS summit banner bearing an image of Indian Prime Minister Narendra Modi in front of Bharat Mandapam, the venue for the summit, in New Delhi, India, Thursday, Sept. 10, 2026. (AP Photo/Manish Swarup)

شي جين پينګ به د برېکس هېوادونو د مشرانو په ۱۸مه غونډه کې د ګډون لپاره هند ته لاړ شي

سپتمبر 11, 2026
NEW DELHI, INDIA - SEPTEMBER 9: PWD workers carry out preparations and beautification work near Bharat Mandapam ahead of the upcoming BRICS Summit on September 9, 2026 in New Delhi, India. (Photo by Sanjeev Verma/Hindustan Times via Getty Images)

سروې: برېکس د نړيوالې حکومتولۍ لپاره رغنده پيغام ورکوي

سپتمبر 11, 2026

«بېجینګ ورځ» فعالیت؛ د تړونونو ارزښت پکې له ۴۴ میلیارد یوانو واوښت

سپتمبر 11, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In