د تاجکستان د کابینې یو غړي د ځان وژنې هڅه کړې ده. د تاجکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د دغه هېواد د ترانسپورټ وزیر خدایار خدیارازاده نن سهار په پلازمېنه دوشنبه کې په خپل کور کې د چاقو په وسیله ځان وژنه کوله خو ژغورل شوی دی. راپورونه وایي چې نوموړي د کورنیو ستونزو له امله ځان وژنه کوله خو کورنۍ یې پولیسو ته خبر ورکړی او نوموړی یې ژغورلی دی. د تاجک چارواکو په خبره، خدایار اوسمهال د دوشنبې په یو روغتون کې بستري او روغتیایي حالت یې د ډاډ وړ دی.






































