د ایراني حکومت منتقد او د پارلمان پخواني مخکښ غړي علي مطهري پر خپل ټویټر د اسراییل- امارات د اړیکو په اړه وروستیو راپورونو ته په اشارې ویلي چې ایران ملامت دی ځکه د ده په خبره، دوی باید عرب هېوادونه د وېرولو پر ځای ځان ته نږدې کړې وای. هغه د سعودي سفارت سوځولو او دغه راز ځینې نورو پاروونکو کړنو ته اشاره کړې او زیاته کړې یې ده، د ایران ناسمو کړنو عربان مجبور کړل چې ځانونه د امریکا او اسراییل لمن ته وغورځوي. مطهري د خپلو خبرو پر دوام ویلي، اوس په سیمه او نړۍ کې تر ایران د اسراییل شهرت ښه دی خو ایران بیا ټوله نړۍ د تروریزم پلار کڼي او لامل یې هم د ایران ناسم بهرني سیاستونه دي.






































