د نړیوالو چارو کارپوه او د پېښور پوهنتون استاد پروفیسر اعجاز خټک وایي، پاکستان کې ترهګري د جنرال ضیاالحق په دوره کې وده وکړه، پخه شوه او اوس د دغه هېواد د قانون برخه ګرځېدلې ده او پاکستاني سیاستوال فکر کوي چې که چېرته له ترهګرۍ لاس واخلي نو حکومت یې دوام نه شي کولی. نوموړي زیاته کړې، ضیاالحق داسې تخم کرلی دی چې اوس دا دی د ده تر مرګ وروسته هم پالل کېږي او حاصلات ورکوي. یو بل تاریخ پوه استاد او د پاچا خان پوهنتون پخوانی مرستیال فضل رحیم مروت وایي، اوسنی نصاب او نظام دواړه د ضیاالحق له دورې راپدېخوا توندلاري شوي او لا پسې پراخېږي. جنرال ضیاالحق د پاکستاني پوځ مشر و چې ډېری افغانان یې د افغانستان د بربادونکي په نوم پېژني.






































