په لیبیا کې تر اوږدو جګړو او شخړو وروسته د خلیفه حفتر او مرکزي حکومت ترمنځ اوربند شوی دی. دواړو لورو په بېلو خپرو کړو اعلامیو کې ویلي چې د مذاکراتو په موخه یې جګړه درولې ده او ددواړو لورو ترمنځ اوربند تامین شوی دی. په لیبیا کې هغه مهال خونړۍ جګړې پيل شوې، چې پاڅونکوونکو معمر القذافي له واک لرې کړ او نړیوالو ځواکونو په دغه هېواد کې مداخله وکړه. له هغه وروسته د تېلو له اړخه دغه غني هېواد د جګړو په ډګر بدل شو چې تر نن پورې یې ټول بنسټیز تاسیسات زیانمن شول. اوس تازه دواړو لورو خپلو ځواکونو ته امر کړی چې عملیات بند کړي او سرتاسري اوربند وکړي.






































