د ټیک ټاک اپلکیشن د کمپنۍ مالک وایي د ټرمپ د محدودیتونو په اړه نړیوالو محاکمو ته شکایت کوي. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ امریکايي کمپنیو ته ویلي چې په څو اونیو کې دې ژر تر ژره له دغه چینایي کمپنۍ سره خپلې اړیکې ختمې کړي او د ټیک ټاک امریکایي څانګه دې هم وپېري. اوس ددغه چینايي اپلکیشن مالکین وایي چې ډېر ژر به د ټرمپ له دې اقدام نړیوالو عدلي او قضايي ارګانونو ته شکایت وکړي. دوی ټینګار کوي چې کارونه یې قانوني بڼه لري او د ټرمپ نوي محدودیتونه د ټولو نړیوالو اصولو خلاف دي. د ویډيو جوړولو، خپرولو او شریکولو دغه بوختوونکی اپلکیشن په امریکا کې نږدې اتیا ملیونه کاروونکي لري او چین له دې درکه میلیونونه دالر ګټي.






































