د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ منلې ده چې هېواد یې په عراق کې د خپلو سرتېرو پر کمولو کار پیل کړی دی. د ټاس خبري اژانس د راپور له مخې، ټرمپ پر خپل ټویټر لیکلي، امریکا هڅه کوي چې په عراق کې د خپلو سرتېرو شمېر تر ټولو کمې کچې ته راټیټ کړي او دوی د دې هدف لاسته راوړلو لپاره لاس په کار شوي دي. په ورته وخت کې د امریکا دفاع وزارت هم تایید کړې ده چې په عراق کې یې د خپلو سرتېرو شمېر کموالي لپاره چمتوالی پیل کړی دی. دا راپورونه وروسته تر هغه خپرېږې چې په دې وروستیو کې داسې راپورونه خپاره شوي چې ګوندې امریکا غواړي په عراق کې د خپلو سرتېرو شمېر له ۵۲۰۰ څخه ۳۵۰۰ ته راکم کړي.






































