د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو یونان ته د احتمالي جګړې خبرداری ورکړی دی. د اناتولي اژانس د راپور له مخې، چاوش اوغلو تېره شپه په انقره کې یوې خبري ناستې ویلي چې یونان نه شي کولی په اژه سمندر کې ۱۲ مایله خپله پښه دېخوا ته واړوي او په خبره یې د یاد هېواد دا اقدام په نظامي جګړه تمامېدای شي. په ورته وخت کې د ترکیې د ولسمشر مرستیال فواد اوکتای هم پر خپل ټویټر لیکلي، اروپایي ټولنه په مدیترانه سمندر کې په خپلو غیر قانوني اقداماتو سره ترکیه پاروي او په خبره یې دا چاره به د یونان لپاره ښې پایلې ونه لري.






































