د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، د کرونا وبا په اړه يې دروغ نه دي ویلي، نوموړي دغه خبره په سپينې ماڼۍ کې د یوې خبري غونډې پر مهال کړې ده. امریکايي رسنیو ویلي، چې ټرمپ د روان کال په سر کې منلې وه چې هغه غواړي د کرونا ويروس خطر کم وښيي. ټرمپ د خپلې خبرې دفاع کړې او ويلي يې دي ما نه غوښتل چې د مرګونو چیغې ووهم. نوموړي ویلي، تل یې دا هڅه کړې چې د کرونا زور کم ښکاره کړي خو ورسره یې دا خبره رد کړه چې ګنې هغه امریکايانو ته د امنيت په لړ کې دروغ ويلي دي.






































